قبــركښــل

د قبركښلو لږ اندازه دومره ده چی دمړی بدبوئی منعه سی اومړى دحیوان كښلوڅخه وساتی دقبر ژوروالى ( عمق ) داحنافوپه آند دانسان نیم قامت یادانسان ترسینی پوری ښودل سوی دى كچیری ترپوره قامت پوری اوږد سی ښه كاردى دقبراوږدوالى ( طول ) به دمړی د اوږدالى په كچه وی اوپسور ( عرض ) به یې دطول په نیمایی وی اودمړی دایښودلودځای په كیفیت كښی داسی ویلاى سوچی لحدیعنی هغه كندنه چی قبردقبلې ولوری ته كیږی دټولوفقاؤپه اتفاق غوره دى ترهغه كندنی چی دقبرپه منځ كی كیږی چی په شق سره شهرت لری پدې شرط سره چی مځكه كلكه وی ځكه چی سعدبن ابی وقاص
y دمړینی پرمهال داسی وفرمایل :

الحدوالی لحدا وانصبوا علی اللبن نصبا . ([30])

ژباړه : ماته لحد جوړكړى اوخښتی راته ودروی .

كچیری مځكه سوسته وی بیاشق یعنی هغه كندنه چی دقبرپه منځ كښی دویالې په څیروی غوره ده اولحدته پخې خښتی یاتختې درول مكروه دی ځكه خښتی اوتختې دتعمیراتولپاره استعمالیږی اوقبر دتعمیر ځاى نه دى اوقبرته ترخاورواچولووړاندی دمړی دفن ته د ټولوخلګوحضورسنت دى پدې موخه چی دقبر دسرلخوادرې مټه خاوری په لاس ورواچوی مخكی تردې چی په بیلچلوخاوری ورواچوی ځكه دابوهریرة
y څخه روایت دى :

عن ابی هریرة
y انّ رسول اللهr صلی علی جنازة ثم اتی قبرالمیت فحثی علیه من قبل راسه ثلاثا . ([31])

ژباړه : دحضرت ابوهریرة
y څخه روایت دى چی رسول اللهr پریوه جنازه باندی لمونځ وكړى بیا راغلی درې مټه خاوری یې دسرله لوری څخه ور وغورځولی .

دقبرلوړوالی ( ارتفاع ) به یوه لویشت وی ځكه د رسول الله
r قبریوه لویشت لوړسوى دى نوموړی مطلب دشافعی (رحمة الله علیه) په روایت ثابت سوى دى :

وروى الشافعی عن جابر
y ان النبیr رفع قبره عن الارض قدرشبر.([32])

ژباړه : امام شافعی (رحمة الله علیه) دحضرت جابر
y څخه روایت كړى دى چی درسول اللهr قبریوه لویشت دمځكی څخه لوړسوى دى اودقبرسربیرن كیفیت به ماهی ورته وی ځكه درسول اللهr قبرماهی ورته ښودل سوى دى ځکه په یو روایت کی راځی :

قال سفیان الثمار رایت قبرالنبی
r مسنما.([33])

ژباړه : سفیان ثمار وایی چی ما درسول الله
r قبر ولیدى چی ماهی ورته جوړسوی وو .

دقبرپخول یاودانۍ پرې جوړول مكروه دى همداډول مسجد په قبروكښی جوړول اودقبرمچول یاطواف باندی كول دمكروهاتوڅخه ګڼل سوی دی ځكه فقهاءكرام لیكی :

وذكرفی الفقه الاسلامی یكره تجصیص القبروالبناء والكتابة علیه والمبیت عنده واتخاذ المسجد علیه وتقبیله والطواف علیه والاستشفاء باالتربة من الاسقام .([34])

ژباړه : دقبرښائسته كول ، ودانۍ پرې جوړول ، لیكنه پرې كول ، شپې ورته تېرول ، مسجدپرې جوړول ، دقبرمچول ، طواف پرې كول او دناروغیوڅخه دقبرپه خاوره شفاءغوښتل مكروه دی .

پرقبر باندی لیكنه داحنافوله آنده كه اړتیا ورته موجوده وی پروانه كوی .([35])

مسئله : په مقبره كښی لمونځ كول هم دمكروهاتوڅخه ګڼل سوى دى ځكه رسول الله
r دداسی كړنی څخه منعه فرمایلی ده لكه چی فرمائی:

لاتجلسواعلی القبورولاتصلوا الیها ([36])

ژباړه : پرقبروباندی مه كښینئ اومه لمونځونه پرې كوئ .

مسئله : قبرونو ته تكیه وهل یاپرې پرېوتل مكروه دی ځكه فقهاءكرام لیكی :

وجعلوا الاتكاء اوالاستناد مكروها كاالجلوس . ([37])

ژباړه : قبرونوته تكیه وهل یاستونی ستخ پرې پرېوتل فقهاؤ مكروه ګرځولی دى .

مسئله : دقبرو څخه دمړو كښل حرام دی ترڅوچی یې یقین نوی چی دمړی هډوكی لمنځه تللی دی او دهډوكو ماتوالی یې حرام دى ځكه رسول الله
r فرمایی :

وعن ام سلمة (رضی الله عنها) قالت قال رسول الله
r كسرعظم المیت ككسرالعظم الحی فی الاثم . ([38])

ژباړه : دحضرت ام سلمې (رضی الله عنها) څخه روایت دى چی دې مباركی ویلی دی چی رسول الله
r فرمایلی دی : دمړی دهډوكو ماتول دژوندو كسانو دهډكو دماتوالی په څیر دی (په ګناه كښی).

مسئله : دقبرونوسرته دډ برو ایښودل جائزدی ځکه دعثمان بن مظعون
y ددفن په كیفیت كښی درسول اللهr څخه روایت سوى دى :

انه صلی الله علیه وسلم وضع عند راس عثمان بن مظعون صخرة. الحدیث([39])

ژباړه : رسول الله
r دعثمان بن مظعونy وسرته یوه ډبره كښیښودل.

مسئله : كچیری یوه ښځه مړه سول په نس كښی یې ژوندى بچى وو د ډیرو علماؤ په آند نس څیرل یې غوره دی ځكه استبقا دژوندى په تلفیدودجز دمړی ده .([40])

مسئله : په یوه قبركښی دډیرومړوښخول جائزنه دى مګر داړتیا په وخت كښی جائزدى .داړتیا وخت داسی ښودل سوى دى چی مړی ډېروی دهریوه لپاره قبركښل ګران وی نوپه دغه وخت كښی دډېرومړویوځاى كول په یوه قبركښی جائز دی اوكه نراوښځی دواړه وی نوپکار ده چی جلاجلا یې ښخ كړی . پاته دی نوی چی نورمړی به په ترتیب سره ښخ كړی اوترتیب یې داسی دى چی دلومړۍ مرتبې لرونكی خلګ به لومړى په قبر كښی كښیږدی اوبیا به ددوهمی مرتبی لرونكی ایږدی مثلا كه پلاراوزوی وی لومړی به پلاراوبیا به زوی ایږدی بیابه لمسی ایږدی كه موراولوروی لومړۍ به موربیابه لور ایږدی اوددوو مړو په منځ كښی به یوجلاكونكی شی ایږدی چی دخاوروڅخه جوړسوى وی .([41])

مسئله : كافرته به دمسلمانانوپه هدیره كښی ځاى نه وركوی اونه به مسلمان دكافرانوپه هدیره كښی ښخوی.([42])

مسئله : كه یوه نصرانی ښځه مړه سوه اوپه نس كښی یې بچى موجود وو داچی بچی یې پر فتری ایمان دى نوموړی ښځه به دمسلمانو په هدېره كښی په دې ترتیب ښخه كړی چی شا به یې وقبلی ته وی ځكه جنین دمورپه نس كښی غالبا داسی وی چی مخ یې دموردشا لوری ته وی.([43])

مسئله : دقبروڅخه دشنو ونو یانباتاتو وهل جائزنه دی مګر كه وچ سی بیاپروانكوی .([44])

مسئله : مړی په تابوت كښی ایښودل جائزدی ځكه فقهاءكرام فرمایی :

قال الحنفیة لاباس باتخاذ التابوت ولومن حجراوحدید للمیت عند الحاجة كرخاوة الارض .([45])

ژباړه : دحنفی مذهب علماؤ ویلی دی : مړی ته تابوت جوړول که څه هم داوسپنی یاډبری څخه وی داړتیاپه وخت کی لکه دمځکی سستوالى پروا نه کوی .

دیادونی وړده چی دمړی په تابوت كښی دایښودلوپه خت كښی به په تابوت كی خاوری اچوی بیابه مړی پكښی ایږدی اودښځینه مړی ددفن په وخت كښی به دخپلوانوله لوری دمړی دراكښته كولوپه وخت دحجاب په موخه پرده ځړانده كړی داخبره ظاهره اوښكاره ده .


دماشینی چرګانوغوښی

ښکاره خبره ده چی دحلال سوو (مذبوح) چرګانو یادنوروڅارویو دغوښو خوړلوشرعی وړتیا یې پردې باندی موقوفه ده چی كچیری دچرګ ښارګونه چی مسفوحه وینه پكښی ده پری سوی وی اووینه ځنی تللی وی ، درګودپرې كولوپه وخت كښی دالله
Y
نوم په قصدی ډول نوی پاته سوی بېله دې چی دبل چانوم ورسره واخستل سی اودغه حلالیدنه دمسلمان یاكتابی لخواسوی وی دنوموړی چرګ غوښی بېله شبهې حلالی دی اوكه دپورتنیوشرطونوڅخه یوپاته سوى وی غوښی یې حرامی دی .كومی غوښی یاچرګان چی دباندنی هیوادونو څخه راځی پردوه ډوله دی :

الف :دبهرنیو هیوادو څخه بندی غوښی .

ب : دفارمی چرګانو غوښی .

کومی غوښی چی دبهرنی هیوادو څخه راځی دحلالیدودشرعی یاغیر شرعی كیفیت څخه ډاډمن معلومات نوی ددغه غوښوڅخه اجتناب احتیاط دی اواحتیاط په دین كښی واجب دى ځکه لومړى خو دا معلومه نه ده چی دچرګانو وژنه دوى دبرق یانورو آلاتو په مټ کوی یعنی مسفوحه وینه یې وزی اوکه یا که داهم معلومه سی چی مسفوحه وینه یې باسی اودچړی په مټ یې حلالوی بیا نو دا نه ده معلومه چی حلالونکى کس څنګه انسان دى یعنى مسلمان یاکتابی دى اوکه یا که څوک وایی چی دغه چرګان ټوله داهل کتابو په هیوادو کی حلالیږی لکه امریکا ، کاناډا اوداسی نور نو لازمی خبره ده چی دغه چرګان به دکتابیانو لخوا حلال سوى وی داخبره هم درسته نه ده ځکه دهغه کتابیانو حلال سوى حیوان حلال دى چی کتابیان وی حال داچی دمعاصری نړۍ زیات اهل کتاب مشرکان دی ځکه دوی وعیسى
u ته (العیاذبالله) دخداى په زوى وایی نو دمشرک دلاس حلال سوى حیوان جائز نه دى اوددغه غوښوپرحراموالى ترهغه بریده حكم نه كیږی ترڅوچی شرعی اومعتمد كسان ددغه چرګانودحلالیدوپرغیرشرعی كیفیت باندی شاهدی ورنكړی اوپه اوازوسره یادچاوچاپه قول سره دحراموالی حکم کول دایمان دزوال وېره ده ځكه دایمان د شرطونو څخه یوشرط دادى چی حلال دخداىY حلال بلل كه پریوشى دحرام حكم وسی اوپه حقیقت كښی هغه شى حرام نوی نو دایمان شرط ولاړى كوم وخت چی شرط ولاړسی مشروط هم ځی چی دایمان څخه عبارت دى نوښه داده چی اجتناب ځنی وكړل سی كوم وخت چی یی ثبوت په شرعی ډول سره ورته راسی نو بیا دهغه څه حكم کیدلاى چی شریعت یې غوښتنه کوی .([46])

دفارمی چرګانوغوښی :څرنګه چی فارمی چرګان په حرامو غوښو باندی روزل کیږی لکه وینى اوداسی نور دداسی غذاوو رانیول خرڅول حرام دی . البته ددغه چرګانو په حکم کښی درې شیان موجود دی :

الف :ددغه چرګانو رانیول اوخرڅول

ب : دغذا رانیول اوخرڅول.

ج : دغوښوخوراک یې .

دچرګانو رانیول اوخرڅول جائز دی خو حرامه غذا ورکول جائز نه دی او دحرامی غذا رانیول اوخرڅول هم جائز نه دی .

دغوښو په اړه یې پرېکړه داده چی که غوښی دحرامی غذا لکبله بدبویه سوی وی حرامی دی اوکه نه وی بدبویه سوی حلالی دی نو څرنګه چی په عام ډول دفارمی چرګانو غوښی ددغه حرامی غذا له کبله بدبویه نوی نو حلالی ورته ویل کیږی .ځکه ردالمحتار دهغه چرګانو په اړه وایی چی مرداری خوری : درې ورځی دی یې وتړی بیا دی یې حلال کړی ترڅو هغه بدبویی لمنځه ولاړه سی .([47])

******



دانسانی وېښتانورانیول اوخرڅول

په ځینوځایو کی داسی دود دى چی ښځی وېښتان رانیسی بیا یې دخپل سره پیوندوی ترڅو خپله ښکلا پرې زیاته کړى داسی کړنه حرامه ده ځکه الله
Y فرمایی:
ژباړه : قسم دانځرپه درخته ، قسم د زیتون په درخته ، قسم دطور په غره سره اوقسم پدې امین ښار سره چی موږ انسان په ډېر ښائسته جوړښت کی پیداکړى دى .

په پورتنى آیات کریمه کی الله
Y دڅو قسمو وروسته فرمایی چی ماانسان په ډېر ښائسته جوړښت کی پیداکړى دى څوک چی داللهY جوړښت ښائسته نه بولی بلکی مصنوعی ښائست ځان ته ورکوی په ږیره خریولو سره یا په وېښتانو پیوندولو سره اویا په نورو شیانوسره حرام کار دى کومه ښځه چی داکار وکړى رسول اللهr لعنت پرې ویلى دى ځکه ردالمحتار لیکی :

قال ابن العابدین تحت قوله (وشعر الانسان) : ولایجوز الانتفاع به لحدیث لعن الله الواصلة والمستوصلة.([56])

ژباړه :دانسان دوېښتانوڅخه ګټه اخستل ندی روا ځکه رسول الله
r فرمایی : لعنت دخداىY دی وی پر وېښتانو ورکونکی ښځه باندی او پروېښتانو اخستونکی ښځه باندی .



دوینی وركول

كچیری ناروغ ته دمړینی ویره وی یعنی كچیری ناروغ ته وینه ورنكړل سی ناروغ مری دیوماهرډاكټرپه مشوره سره نودوینی وركول جائزدی یاداسی وی چی د مرګ ویره نوی بلكی دیوماهرډاكټرله نظره د وینی د وركړی پرته دنوموړی ناروغ جوړیدنه شونی نوی په دغه صورت كښی هم جوازلری اوكه بېله وینی وركولوامكان وی نودوینی د وركولوڅخه ځان ژغورل غوره دی اوكه دوینی لګولوڅخه موخه ښائست یاجسمی قوت وی ناجائزدی اودوینی خرڅول اورانیول جائزندی مګر كه ناروغ ته بېله قیمته وینه نه پیداكیدل نوموړی ته جوازلری مګرخرڅونكی ته جائزه نده په هیڅ وخت كښی اودكافرانووینه لګول جائزدی مګرداشد ضرورت پرته پرهیزځنی كول بهتردی ځكه دكافرانوپه وینه كښی خامخا ځنی اثرات سته چی هغه ممكن مسلمان د ځینو كرغیړنو خویونوڅښتن كړی لكه چی ډاكټران حضرات په دې خبره اصرار كوی چی دوینی دلاری ډیری ناروغی انتقالیږی همداوجه ده چه فقهاءكرام فرمائی چی كوچنی ته دكافری یافاسقی ښځی شیدی وركول ښه ندی ځكه دهغه ښځی بداثرات په كوچنی كی ښكاره كیږی .([57])

مسئله : لکه څرنګه چی یوه ښځه یو ماشوم ته شیدې ورکړى نو دغه ماشوم ددغه ښځی رضعی زوى ګرځی او ددې اودزیاتو نسبى قریبانو سره یې ددغه ماشوم نکاح حرامه ګرځی اوس سوال دادى چی که یوه ښځه خپل مېړه اویا مېړه خپلی میرمنی ته وینی ورکړى ایا پدې سره هم نکاح ته کوم تاوان رسیږی که یا ؟ ځکه لکه په شیدو چی بدنی وده راتله په وینه هم بدنی وده راځی. جواب دادى چی لکه څرنګه چی فقهی شریفی درضاع لپاره وخت ټاکلى دى چی ددوو یادوونیمو کالو څخه عبارت دى یعنی که دیوې ښځی شیدې داسی څوک وچیښی چی تر دوه نیمو کالو زیات وی رضاع نه په ثابتیږی په همدې وجه وینه ورکول نکاح ته کوم تاوان نه رسوی .([58])



دږیری رنګول

په سرونوكرځوسره دږیری رنګول جائزدی بلكی زیات فضیلت هم لری ځكه په ډیرواحادیثوسره ثابته سوی ده او تورول یې كه دجهادلپاره وی دمشهوروعلماؤپه آند ښه کار دى اوکه دښکلا لپاره وی مكروه دى ځكه دوى فرمایی :

واما الخضاب باالسواد فمن فعل ذالك من الغزاة لتكون اهیب فی عین العدوّ فهومحمودمنه اتفق علیه مشائخ رحمة الله علیهم ومن فعل ذالك لیزین نفسه لنساء ولیحب نفسه الیهن فذالك مكروه وعلیه عامة المشائخ .([88])

ژباړه . که غازیانو ږیره پدې موخه په توررنګ ورنګول چی ددښمن په سترګه كی هیبت ناك ښكاره سی نونیك كاردى اوكه څوك داكارپه دې موخه وكړی چی ځان وښځوته ښكلى اومحبوب وښیی نومكروه دی اومشهورعلماء كرام هم په دې نظردی .

داخبره چی څوك ږیره توره كی لمونځ یې صحت نلری ځكه اودس اوغسل یې نه صحیح كیږی ځینی غیرمعقول دلائل هم لری بی بنسټه دی .

مسئله : دږیری خریل یالنډول جائزندی اونه ښځوته جائزده چی سر لنډوی دنارینه لپاره ښه طریقه دسرخریل دی اویا راسته لارایستل دی ځنی كلچرونه چی په ټولنه كښی دود دی اودكفاروسره تشبیه پكښی نغښتی ده ځان ځنی ژوغورل لازمی دی .


دلاسونومچول اوتندی پرایښوول

دعلماؤ یا مشائخودلاسونومچول چی دنیاوی مطلب نوی پكښی بلكی دمذهبی ځانګړتیاپه وجه یې مچوی جائزدى .دآمرلاس مچول كه یې پدې وجه مچوى چی ده ته توجه وكړی اوارزښت یې ورته ډیرسی جائز ندى اوكه ددې لپاره وی چی آمرعادل وی دده پرښه والی باندی نه پرمادی هدف باندی جائز دى اوتندی پرایښودل یاپښې مچول جائز ندی .([84])



زیارت كول

لكه څرنګه چی په معاصروخت كی دځینو ډلو لخوا پر زیارت كولو باندی بندیز لګیدلى دى اوداسلام له نظره یې حرام اوشرك ښیئ خو حقیقت داسی نه ده ځكه زموږ حنفی مذهب زیارت كول جائز ښودلى دى اوفرمایی :

قال زین العابدین تحت قوله : وبزیارة القبور ای لاباس بها بل تندب .([85])

ژباړه : دقبرونو زیارت كول پروا نه كوی بلكی مستحب دى .

كوم شى چی مذهب موږ ته مستحب ښودلى وی موږ ته لازمه ده چی تقلید یې وكړو خو یوه خبره دیادونى وړ ده هغه داچی په ځینو ځایو كی خلګ زیارت په صحیح ډول نه كوی بلكی داسی ناروا كارونه پكښی كوی چی درسول الله
e داصحابو څخه یې هیڅ ثبوت نه وی راغلی آن تردې چی ځینی خلګ خو بیخی شرك كوی په همدې موخه ویلاى سو چی زیارت كول درې جهته لری

الف : زیارت كول بدعت دى داپه هغه صورت كی چی یو څوك زیارت كوی مقصد یې دالله
Y څخه دځان اومړی لپاره مغفرة وی البته دزیارت كولوپه شرعی ډول نه پوهیږی مطلب داچی په زیارت كښی داسی كړنی كوی چی درسول اللهr څخه یې ثبوت نوی سوى بلكی رواج یې موندلى وی لكه چی په ځان پوری ډبری موږی یایې مچوی اویاپرقبر طواف كوی یاپرقبرباندی رښكی اویادچرګ سراوپښې ځړاندوی داډول زیارت كول بدعت دى

ب : زیارت كول شرك دى دا په هغه صورت كی چی یوڅوك په دې موخه زیارت كوی چی دقبرڅخه شفاء غواړی اویانور مطالب ځنی غواړی چی هغه مطالب دالله
Y څخه غوښتل كیږی داډول زیارت كول شرك دى

ج : زیارت كول جائز دى داپه هغه صورت كی چی یو څوك په شرعی طریقه سره زیارت كوی كومه چی درسول الله
e اواصحابو څخه رانقل سوى ده پدغه ډول زیارت كول جوازلری ځكه رسول اللهr فرمائی :

كنت نهیتكم عن زیارت القبور الافذروها
۱۲ .

ژباړه : په تېروخت كښی می تاسودقبرودزیارت څخه منعه كړی واست خبراوسی زیارت كوى.

پورتنۍ اجازه دنارینوو لپاره یقینی ده خو دښځو لپاره په زیارت كولو كی اختلاف سته ځكه ردالمحتار لیكى:

كچیری ښځو غیر شرعی كارونه ترسره كول سپین سرو ته پروا نه كوی اوځوانو ښځوته مكروه دى ځكه فتنه ځنی جوړیږی .([86])

دښځو زیارت كول كه څه هم دځینومشائخوپه آند جائزدى مګر ځینومكروه ګڼلی دى نوښه به داوی چی ښځی دزیارت كولوڅخه منعه سی ځكه ښځی دزیارت شرعی اصول نسی مراعات كولای بله خبره لاداده چی زیارت كول جائز یامستحب دى اوجماعت سنت مؤكد دى دجماعت په اړه لازموږ مذهب دښځو پرتګ باندی بندیز لګولى دى نو كله چی پر مؤكد سنت اداكولو باندی بندیز سو نو پر جائز یامستحب كار باندی باید بیخی دښځو لپاره بندیز سی .

والله اعلم بالصواب وعند ام الكتاب .

******

 د رشوت بیان

دایوڅرګنداومنل سوى حقیقت دى چی رشوت اخیستل اووركول حرام دی ځكه رسول الله
r فرمایی:

لعنة الله علی الراشی والمرتشی ومابینها ([1])

ژباړه : لعنت دخدای
Y دی وی پررشوت اخستونكی اوپررشوت وركونكی اوپرهغه چاچی ددوی ترمنځ منځګړیتوب كوی .

درشوت تعریف :درشوت تعریف په اړه علماؤ داسی فرمایلی دی :

اخذالاموال علی فعل مایجب علی الآخذ فعله اوفعل مایجب علیه ترکه([2])

ژباړه : دمالونو اخیستل چی اخیستونکی به خامخا یوکار کوی اویا به یې نه کوی .

یعنی یوڅوک دیوچا څخه مال واخلی چی دغه کار به زه درکوم اوحال داچی هغه کارکول دده مسؤلیت وی قانونی کار وی خو دى یې دمال په بدل كی کوی اویاخو مال پدې صورت کی واخلی چی کار کول دده مسؤلیت وی خو دمال اخیستلو لامله یې دى پریږدی .

داچی رشوت اخیستل اووركول دجوازاونه جوازله پلوه په مواردوكښی توپیركوی نوځكه فقهاءكرام فرمایی :

وذكرفی فتاوی قاضی خان فی فتاواه من القضاالرشوة اذادفع الرشوت الی القاضی لیقضی له وهذه الرشوت حرام من الجانبین سوآءكان القضاءبحق اوبغیرحق .([3])

ژباړه : كه یوكس قاضی ته پدې موخه رشوت وركړى چی دده په ګټه فیصله وكړی درشوت دغه كړنه دواړوته حرامه ده كه دوركونكى فیصله پرحق وی اوكه پرناحقه وی .

مسئله :كه چیری یوڅوك دخپل ځان ، مال اویااولاد دتباهی سره مخ سواورشوت وركولوته اړسوپه دې ځای كښی وركونكی ته جائزدى اواخستونكی ته حرام دى ځكه فقهآءكرام لیكی :

اذادفع الرشوت خوفاعلی نفسه اوماله وهذه الرشوةحرام علی الآخذغیرحرام علی الدافع . ([4])

ژباړه : كه یوچا پرخپل ځان یاپرمال باندی دویری له امله رشوت وركړى اخستونكی ته دغه رشوت حرام دى او وركونكی ته حرام ندی. همداډول كه د ځینی مال دساتنی په هیله وواوځینی مال یې په رشوت وركړى جائزدی .

مسئله : که یوچا بل چا ته پدې موخه رشوت ورکړى چی په آمر باندی کار وروکړى ورکونکی ته پروانکوی اواخستونکی ته حرام دى ځکه علمآء لیکی :

اذادفع الرشوة لیستوی امره الی السلطان حلّ له الدفع ولایحل لآخذ ان یاخذ فان اراد ان یحل لآخذ فلیستاجرالآخذ یوما الی اللیل كمایرید ان یدفع الیه تصح هذه الاجاره .([5])

ژباړه : كه څوك چاته رشوت وركړی پدې موخه چی دنوموړی كس كاروپاچا یا آمرته منظم كړی وركونكى ته جائزدى اواخیستونكى ته جائزندى كه اخیستونكى وغواړی چی ځان ته یې حلال كړی دغه كاردی دوركونكی څخه په اجاره ونیسی اودغه اجاره صحیح ده .

مسئله :كه څوك یوچاته هغه وخت پیسی وركړی چی كارخلاص سوى وی اوپه پیل كښی یې دپیسوبیان نوی كړی اوپیسی اخیستونكی كس آمرنوی بلكی په آمرسره دمال ورکونکی کار ورکوی دغه وركړه جائزده ځكه علمآء لیكی :

قال بعضهم لایحل وقال بعضهم یحل وهوالصحیح لانه یؤد مجازات الاحسان فیحل ([6])

ژباړه : ځینوعلماؤ ویلی دی چی نا روادى اوځینو ویلی دی چی روادى هم دا قول صحیح دى ځكه دى داحسان بدله وركوی اوداحسان بدله یومشروع كاردى نوپورتنی وركړه جائز ده .

مسئله :قاضی ته درشوت اخستولوترڅنګ تحفه اخستل اویا دقرض (پور) غوښتنه کول هم جائزنده ځكه فقهاءكرام لیكی :

وكما لایحل للقاضی اخذ الرشوة لایحل له قبول الهدیة من الاجنبی الذی لم یكن یهدی الیه قبل القضاء وكذا الاستقراض والاستعاره.([7])

ژباړه : څرنګه چی قاضی ته رشوت اخستل رواندی همداډول دتحفې قبلول دیوداسی نابلده چا څخه چی ده ته یې دقضاء څخه وړاندی دغه تحفه نه وركول اوقرض (پور) غوښتل اواستعاره یعنی یوشى ترټاكلی وخت پوری په خواست غوښتل هم رواندی .

ځكه ددغه شیانو په وجود كښی قاضی هیڅكله بې پرې نسی پاتیدلای نوحتمی ده چه دیوچا حق به ترپښولاندی كیږی .

والله اعلم باالصواب

*****