پښتون-افغان:تاریخی سابقه اوریښه

په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه یاد شوی دی، خو یو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دی چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله میلاده دیونان ستر مؤرخ هېر دوتس (۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاریخ کې پښتانه دپختویس یا پکتویس په بڼه ذکر کړی دی. دغه راز دوی وایی چې دپښتنو دملک یا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتیکا یا پکتویک په شکل یاد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهیردوتس دتاریخ پدالاندې عباراتو شوی دی:

( داریوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسیند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتیروس له ښاره او دپکتیکاله هېواده شروع کړ) (۱)

(نور هندیان هم شته چې دکسپتیروس له ښار او دپکتیکا له هېواد سره ګډ سرحد لری، [او] دنورو هندیانو شمال ته میشته دی.) (۲)

پختویس پوستینونه اغوستی وو او وطنی لېندۍ او تورې یې ګرځولې (۳) هنری بیلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډیا مولف جورج ګریرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتیکا) او (پختویس) الفاظ په ترتیب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼی (۴).

جورج ګریرسن دپښتون کلمه دآریایانو دزاړه کتاب، ریګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقایسه کوی او لیکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره یوشی دی. (۵)

همدا پوهان دهیردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره یو شی ګڼی (۶) او معروف نارویژن ژبیو مارګنسټرن،هم وایی چې په صوتی لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتی) او (اپریدی) سره یو شی وی (۷).

کرو لکه یو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس یاکسپتیروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتیکا له هېواد سره یو ځای دیو ښار په توګه یاد شوی دی، له ښایسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولی او دا ددې خبرې یو بل دلیل ګڼی چې دهېردوتس پکتویک یا پکتیکا هرو مرو پښتونخوا ده. (۸).

ځینې پوهان، لکه مارګنسټرن بیا دا نظریه ردوی چې دهیردوتس (پکتویس) ننۍ پښتون دی. دی لیکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهیردوتس پکتویس بللی دی او دا فریدو نوم یې د [هیر دوتس] له اپاروتی سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کیدی شی چې رښتیا وی، خوپه هیڅ صورت یقینی نه ده. مګر لومړۍ خبره باید په فونالوجیکی او نورو دلایلو رد شی. (۹)

( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځینو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې یوه یادونه کې په یو څه تفصیل غږیدلی یو او دپښتنو دتاریخی مطالعې دځینو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی یې یو وار له نظره تېر کړی).

کوم مطالب چې تردې ځایه په ډېر لنډډول یادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې یو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتویک او پکتویس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره یو شی بولی او وایی چې دا دوه نومونه تخمین دوه زره کاله پخوا په لرغونو یونانی آثارو کې یادشوی دی.

اما د (افغان) دلفظ په باره کې دیو شمېر محققینو عقیده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دایران دنقش رستم په هغې کتیبې کې راغلې ده چې په درې یمه میلادی پېړۍ کې دساسانیانو دیوه واکدار، لومړی شاه پور،په هدایت په پارتی او یونانی ژبو لیکل شوې ده.

(شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان یې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتیبې دتشریحاتو په صمن کې یو ځای لیکی چې دی ددې کتیبې د (ابګان) یا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پیدا کولی. (۱۰)

اولاف کرو وایی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقیقت هم کوی چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دایران ختیځ ته پرتو سیمونه یې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وایی چې دساسانیانو یو امپراتور، درې یم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، یادشوی ؤ. کرو په پای کې وایی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل یو عادی امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانیانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوی. (۱۱)

مګر ځینې نور محققین لکه ورتن ګریګورین بیا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او یووالی ته دشک په نظر ګوری او وایی چې سړی باید ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غولیږی. ځکه دی وایی دپنځمې میلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې یاد شوی دی. (۱۲)

اما باید وویل شی چې که دنقش رستم کتیبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنیانو ته راجع وی نو باید چې د (الوان) یا (اغوا) په شکل ثبت شوی وی نه دا چې د (ابګان) یا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفین لکه کروسنسکی، بیلو او نور چې دافغانانو او ارمنیانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږیدلی دی هغوی داسې ښیی چې په لومړی سرکې ارمنیان د (البان) په نامه یادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) یا (اغوان) بدله شوه.

کروسنسکی پدې ارتباط لیکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اویا هغه] ولایت وو چې په قدیم کې دسترې البانیا په نامه یادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانیا دی. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توری بدلېږی. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږی او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (۱۳)

بیلو هم داخبره کوی او وایی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو رومیانو په ارمنیانو ایښی دی. دی وایی څرنګه چې ارمنیان دقفقاز په غزنۍ سیمه کې اوسېدل او په لاتینی کې ( غره) ته (البه) ویل کېږی نو رومیانو دارمنیانو وطن د( البانیا) یعنی غرنی ملک په نامه یاد کړ او خپله ارمنیان یې (البان) یا (الوان) یعنی دغرنی ملک اوسېدونکی وبلل. بیلو وایی چې همدغه (البان) بیا په (اغوان) بدل شو. (۱۴)

نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربایجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وی باید چې داالبان، اغبان یا هغوان په بڼه لیکل شوې وی نه داچې داګان یا اوګان په بڼه.

ځینې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بیا پدې عقیده دی چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره یوه لرغونی هندی منجم (وراهه میهیرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (۱۵)

دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې میلادی پېړۍ په اوایلو کې یې تألیف کړی او (بړات-سنهیتا) نومېږی، یوځای لیکی:

(دا لاندې دلکۍ لرونکی ستوری په قلمرو کې شامل دی: غرنی سنګرونه، پهلویان، څویتان،هونان،کولان،افغانان.....او غیر عادل او جاه طلبه خلک.) (۱۶)

(دلته دا خبره دیادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهیتا) یې ان په کال ۱۸۶۹ کې په انګریزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل لیکی دی او دادې معنا لری چې کرن بېخی متیقن ؤ چې دوراهه میهیرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره یو شی دی.)

جورج ګریرسن هم وایی چې دوراهه میهیرا داوګانه لفظ په زیاتره اطمینان دافغان له کلمې سره یو شی ګڼل شوی دی. (۱۷) ځینې غربی محققین وایی چې یوه چینی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) یادونه کړې چې داومی میلادی پېړۍ په اوله نیمایی کې یې کړی دی.

اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافیه کې (داوپوکین یا افغان) تر عنوان لاندې لیکی: (چینی زائر هون څانګ او-پو-کین یوازې یو ځل په یوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعیت یې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (۱۸)

کننګهم لږ وروسته بیا لیکی: (زه تقریباً متیقن یم چې دهون څانګ داپوکین مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وی. ځکه دچینی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زیاتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قدیم ذکر دی.) (۱۹)

د کننګهم له یادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچینی ژبې د (اپوکین) دپاره ښیی هغه د (بړات-سنهیتا) له اوګانه سره تقریباً بیخی مطابقت لری.

د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کین یا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او باید وویل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.

ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نیمایی شاعر او دسلجوقیانو دکورنۍ مداح په هغې قصیده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ۳۶۵ هجری) په ستاینه کې یې لیکلې ده وایی:

زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال

باز ګویی زهری پېش ملک صورت حال (۲۰)

دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غیر اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او یقینی حکم ، یو څه احتیاط غواړی. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قدیم نه په بېخی صریح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی.

څرنګه چې ددې لیکنې په څلورم فصل کې راغلی دی، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفینو په پرله پسې ډول یاد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی.

ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بیا بیا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ میلادی کلونو تر منځ لیکل شوی دی. اخوند دروېزه یو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدین په باره کې غږېږی لیکی:

( دغه لاپه یې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو یم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (۲۱)

مخزن په پښتو لیکل شوی دی او یقین ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې لیکل شوی آثارو په پښتو وی، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وی. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو لیکل شوی دی، په هغو کې پښتانه له ډېر قدیم نه (افغانان) بلل شوی دی او په پخوانو اسلامی آثارو کې یې ملک هم، لکه څنګه چې ددې لیکنې په اتم فصل کې په تفصیل خبرې پرې شوی دی، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه یاد شوی دی.

البته تاریخی شواهد داسې ښیی چې د (افغانستان) غیرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه یاد شوی دی.

ځینو مؤرخینو لکه محمود کتبی ، برهانالدین میرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې لیکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دی دڅورلسمې او پنځلسمې میلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بیا بیا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان یې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه یاد کړی دی.

دسیفی هروی دهرات دتاریخنامې (تالیف ۷۱۸-۷۲۱ هجری) له ځینو عباراتو اوبیانابو نه داسې ښکاری چې دڅورلسمې میلادی پېړۍ په اوله نیمایی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غیر پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوی دی. مثلاً کله چې سیفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی یو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې لیکی:

(.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګیز او مېړنی خلک دی، په تېره بیا داکدان چې زما په خدمت کې دی او هر یویې له رستم دستان او سام نریمان سره ډغرې وهی اورا پرزوی یې.......) (۲۲)

په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دی او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنیو خلکو اکثره دافغانانو په نامه یاد کړی دی. یوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم یاد شوی او ځینو نورو خاجیانو هم کله کله دهندوستانیانو په تقلید پښتانه پټانان بللی دی.

خپله دپښتنو په اکثره فارسی لیکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درویزه او خوحال خان خټک بیا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړی دی.

دنولسمې پېړۍ له؟؟یلونه رادې خواته اکثره غربی لیکوالو او مستشرقینو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سیاسی معنا یې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول یې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښایی ، افغانان بللی دی.

دافغانستان په سیاسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستیو وختو کې یې دا مفهوم بېخی دعام ذهنیت جزګرځېدلی دی.

یوه ضروری یادونه :

مارګنسټرن داسلامی دایرةالمعارف په همدې مضمون کې ځینې ښکاره سهوې هم کړی او ددې خبرې عمده دلیل هم دوه شیه ښکاری.یو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دلیکنې په وخت کې هغه پخوانی اسلامی تحریری اسناد چې دپښتنو په تاریخې موجودیت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوی. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنیو مطالعاتو کې و او دسیمې دتاریخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې یې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې یوه ښکاره اشتباه هم کوی او لیکی چې غزنوی سلطان محمود (په یوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزایې ورکړه او دا خبره بیهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دایرةالمعارف، ټوک ۱،مخ ۲۱۷) خو حقیقت دادی چې بیهقی په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې یوه کلمه هم نه ده ویلې. البته دغزنویانو دعصر یو بل معروف مورخ عبتی، لکه څنګه چې ددې لیکنې په څلورم فصل کې په یوڅه تفصیل خبرې پرې وی دی. په پښتنو دمحمود دیرغل یادونه کړی ده.

مارګنسترن په همدې لیکنه کې داهم وایی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسمیې وجهه یې یوعامیانه روایت وی. (اسلامی دایرةالمعارف، ، ټوک۱، مخ ۲۱۷ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز یو بې بنیاده روایت نه دیوې تاریخی حادثې د، رد دلیل کېدلی شی اونه یې دائید او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن یو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوی، نو باید هرومرو څه پرې وویل شی.

اولاف کرو هم وایی چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاریخ] له تیارونه ، نه وو راوتی ) (دی پټانز، مخ-.۹).

دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سیمو دپښتنو قبایلو او قومونو نومونه اخیستی چې یرغلونه یې پرې کړی خو دابدالو نوم یې سره له دې چې کندهار یې نیولی دی، نه دی اخیستی. ( دی پټانز، مخ ۱۵۵-۱۵۶)

باید وویل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنیولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر یې شاه بېګ بولی او دهغه کشر ورور محمد مقیم دی. ځکه نو دبابر زیاتره یادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواریونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دی او دکندهار له پښتنو سره یې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سیمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه یوازې ددرانو یادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو یادونه نه کوی داڅه عجیبه خبره نه ده.

بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخیستی چې یاد خپلو عملیاتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او یادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی.

علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئین کبری کې خو چې له بابر نامې نه یو څو لسیزې وروسته لیکل وی او دهند دمغولو دعصر یو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی.

کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږیږې دوه واری (ابدالی قبیله ) یادوی او هغه مالیه ښیی چې ان دصفویانو ددولت په اول سرکې اویا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئین اکبری،ټوک۲،مخ ۴۰۳)

علاوه پردې کله که په پښتنی قبایلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږی، هلته نو بیا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په یوه بل دلیل هم بې ځایه ښکاری. دنسب دشجرې په اساس ابدالیان دترینو یوه پښه ده او ترین هغه پښتنی قبیله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحریری اسنادو کې یاده شوې ده. له دغو اسنادو نه یوه هغه کتیبه ده چې نقل یې ماته لوی محقق عبدالحی حبیبی راکړی دی. دا کتیبه په څورلسمه میلادی پېړۍ کې دهغه یوه ماجت په دېوال لیکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتیبه په فارسی لیکل شوې او پښتو ترجمه یې داده:

( دادملک پویاتور ترین موسیانی خیل مسجد دفیروز شاه په عهد کې په سنه ۷۷ هجری کې ودان شو)

ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ویلی شی چې ددرانو تاریخی هویت دومره په تیاره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وایی.

مارګنسټرن په اسلامی دایرةالمعارف کې یوه بله مغشوشه خبره هم کوی او وایی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسلیمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وایی په پخوانو آثارو کې هیڅ داسې څه نه دی ویل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښیی. (اسلامی دایرةالمعارف، ټوک۱، مخ ۴۱۲) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوی چې په تاریخی اسنادو کې راغلی دی. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسیند تر غاړو پورې متداد لری، له قدیم نه ، پښتانه میشته بللی او ددغې سیمې مختلفې برخې یې په یوه یا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثریت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دی. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نیمایی کې یوه لویه سیمه د (افغانستان) په نامه یاده کړې ده.

ددرېیم فصل یادداشتونه :

۱) لوونتال، ایسیدور ، دبنګال داسیایی ټولنې مجله، ټوک۲۹ ،مخ ۳۳۱.

۲) همدا اثر ،همدا مخ

۳) همدا اثر همدا مخ.

۴) بیلو ، هنری، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه ،مخ ۱۹۸-۲۰۴ لوونتال ، دبنګال دآسیایی ټولنې مجله ، مخ ۳۳۱ ګریرسن جورج ، دهند دژبو سروې، ټوک ۱، مخ ۱۰۶ همدا اثر، ټوک۱۰ ،مخ ۵ کرو ، اولاف، دی پټانز مخ۳۵-۴۱.

۵)ګریرسن، جورج، دهند دژبو سروې،ټوک۱۰،مخ۵.

۶) بیلو، دافغانستان طوایف،مخ ۷۷، ۱۹۷۶ د قوم پېژندنې مطالعه، مخ ۸۹-۹۱ دهند دژبو سروې ،ټوک۱،مخ۱۰۶ همدا اثر ټوک۱۰، مخ ۵ دی پټانز ، مخ ۳۷.

۷) مارګنسټرن، جورج،اسلامی دایرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

۸) کرو، دی پټانز، مخ ۳۲-۳۳.

۹)مارګنسټرن، اسلامی دایرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

۱۰) سپرنګ لنګ، ام، دامریک دسامی ژبو او ادبیاتو مجله،ټوک ۱۰۷، مخ ۴۱۲، کال ۱۹۴۰.

۱۱) کرو، دی پټانز ، مخ ۷۹-۸۰.

ګریګورین، ورتن، دمعاصر افغانستان ظهور ، د مخ ۲۹ حاشیه.

۱۳) دوسغ سیو، دفارس دانقلابونو تاریخ ، ټوک۱، مخ ۱۳۷-۱۳۹.

۱۴) بیلو ، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه، مخ ۲۰۵.

۱۵) اسلامی دایرةالمعارف، ټوک۱ ، مخ ۲۱۷.

۱۶) وراهه میهیرا، دی بړات-سنهیتا،مخ۱۱۰،نمبر ۳۸-۳۹.

۱۷) دهند دژبو سروې ، ټوک۱۰،مخ ۵.

۱۸) کننګهم،جورج،دلرغونی هند جغرافیه،مخ،۱۰.

۱۹) همدا اثر ، مخ ۱۰۳.

۲۰) هروی ، ارزقی، دیوان،مخ ۵۱.

۲۱) دروېزه،اخوند، مخزن الاسلام،مخ ۱۳۵.

۲۲) هروی،سیفی،دهرات تاریخ نامه، مخ ۱۹