په مسجد كښی مجلس كول اود وركی اعلان
مسجد دسجدې لګولوځای ته وایی یعنی دعبادت اوبندګۍ ځای او ترټولو مساجدو لومړى مسجد دځانګړتیا لمخی مسجدالحرام دى اوپه دوهمه مرتبه كښی مسجد النبوی
r دى په دریمه مرتبه كښی دبیت المقدس مسجد دى اوپه څلورمه مرتبه كښی هغه مساجد دی چی دجمعې لمونځ پكښی اداكیږی اودكلومساجدو ته د فقهاءپه آند پنځمه مرتبه وركړل سوی دی شپږم مسجد دمرتبې لمخی دكورونو مسجدونه دی مطلب داچی یوڅوك په كوركښی دلمانځه لپاره یوځای معین كړی كه ځه هم دمسجدحكم نه اخلی . ([8])

امام فقیه (رحمة الله علیه) په تنبیه كښی دمسجدلپاره پنځلس اداب بیان كړی دی هر انسان ته یې رعایت کول اړین دى نوموړى اداب په لاندی ډول دی :

1. لومړى داچی ومسجدته دننوتلو په وخت به سلام وایی پدې شرط چی ټول خلګ په لمانځه یاذكركولوبوخت نوی اوكچیری ځینی خلګ په لمانځه یاذكراخته وه اوځینی اخته نه وه سلام به وایی اوكه ټول اخته وه داكلمه به وایی :

السلام علینامن دینناوعلی عبادالصالحین

2. دوهم ادب دادى چی مسجد ته دننوتلووروسته اوتر كښیناستلووړاندی به دوه ركعته نفل كوی پدې شرط چی دكراهة وخت نوی .

3. دریم ادب دادى چی په مسجدكښی به درانیولواوخرڅولوڅخه ډډه كوی ځكه مسجد دعبادت ځاى دى ددنیاوی کارونولپاره نه دى .

4. څلورم ادب دادى چی په مسجد كښی به دسلاح ساتنی اواستعمال مخنیوی كوی .

5. پنځم ادب دادى چی په مسجدكښی به دورك سوى شى لټه اواعلان نكوی په اوسنی عصركښی چی دورکی زیات اعلانونه په مسجدونو کښی کیږی بایددغه ادب بیخی په نظركښی ونیول سی ځكه داعلان كولووسائل ډېردی لکه رادیوګانی ، ورځپانی ،مجلې اوداسی نور .

6. شپږم ادب دادى چی دالله
Y دذكرپرته به په نورڅه سره تلفظ نكوی یعنی دنیاوی مجلس به نه کوی .

7. اوم ادب دادى چی دنیاوی خبری اوبیهوده مجلسونه به په مسجدكښی نكوی .

8. اتم ادب دادى چی دخلګودتګ راتګ لپاره به په مسجدكښی لارنه پریږدی .

9. نهم ادب دادى چی په مسجدكښی به دجنګ جګړې څخه ځان ژغوری .

10. لسم ادب دادى چی دصف دتنګوالی په صورت كښی به شاته كیږی هسی نه چی دخلګودتكلیف لامل سی .

11. یوولسم ادب دادى چی د لمونځ كونكی دمخ تېرېدلوڅخه به ډډه كوی .

12. دوولسم ادب دادى چی ناوړی ( بلغم ) به په مسجدكښی نه توكی ځكه چی دمسجداهانت (سپکوالى) راځی .

13. دیارلسم ادب دادى چی په ګوتوبه په مسجدكښی ټكان نكوی .

14. څوارلسم ادب دادى چی مسجد به دلویانواوكوچنیانو دنجاست څخه پاك ساتی اوشرعی حدود به په مسجدكښی نه قائموی .

15. پنځلسم ادب دادى چی په مسجدكښی به دالله
Y ذكرډېركوی .([9])

څرنګه چی په معاصروخت كښی زیات د وركی اعلانونه په مسجد كښی كیږی اوحال داچی اوس نوی عصری شیان وجودلری لكه رادیو،تلویزون اوداسی نورداطلاع وسائل حال داچی رسول الله
r فرمایلی دی : هغه ورک سوى شى دی نه پیداكیږی چی په مسجد كښی ورته اعلان كیږی .

بله بګنونکی خبره داده چی اوس خلګو دوخت تېرولوپه موخه او دنیاوی مجلسونو لپاره مسجدونه داجتماع نقطه ټاكلی ده داډیره بده خبره ده ځکه یو خو دمسجد بې ادبی ده لکه مخکی چی مو وویل اوبل داچی رسول الله
r نوموړی كاردقیامت دنښانوڅخه شمېرلی دى اوارشادفرمایی :

عن ابی هریرة
y قال قال رسول اللهr اذاتّخذ الفئ دولا والامانة مغنما والزكوة مغرما وتعلم لغیرالدین واطاع الرجل امراته عق امّه وادنی صدیقه واقصی اباه وظهرت الاصوات فی المساجدوسادالقبیلة فاسقهم وكان زعیم القوم ارزلهم واكرم الرجل مخافة شره وظهرت القینات والعازف وشربت الخمورولعن آخرهذه الامة اولها فارتقبوا عندذالك ریحا حمرآء وزلزلة وخسفاوفسخا وقذفا وآیات تتابع كنظام قطع سلكه فتتابع .([10])

ژباړه : دحضرت ابوهریره
y څخه روایت دى ده مبارك ویلی دی چی جناب رسول اللهr ارشاد فرمایلى دى كوم وخت چی دغنیمت مال خپل دولت وګرځول سو، دیوچا امانت مال غنیمت وګڼل سو ، دزكوة وركړه پوروګڼل سو ، سړى دخپلی ښځی اطاعت كاوه اوموریې اذاروله ، اشناى یې رانژدې كاوه اوپلاریې لری كاوه ، خلګو په مسجدونوكښی اوازونه پورته كړل ، دقوم دروند انسان دقوم فاسق سواو دقوم رئیس دقوم رزیل سو ، یوچابل چا ته عزت دهغه دشر دوېری لامله ورکاوه، ډول وهونكی اوسروزونه ښكاره سول ، شراب چیښل كیده او ددې امت وروستیو خلګو ددې امت پرلومړیو خلګوباندی لعنت وایه په دغه وخت كښی نو دسروبادونو ،زلزلو، خسف (مځكه ښویدنه) ، دډبرو اوریدلو اوفسخی انتظاروكړی یعنی ماښام به انسان وی سهاربه په حیوانی شكل اوښتی وی او دقیامت علامې به پرلپسې وی دملغرو دترتیب په څیر.

پورتنى حدیث ته که ځیر سو په ښکاره معلومیږی چی په مسجدو کی مجلسونه کول،اعلانونه کول اوداسی نور دالله
Y دعذابونو لامل ګرځی


خوب لیدل داسلام له نظره

خوب لیدل درې درجې لری اوله درجه خوب د انبیاؤ(علیهم السلام) دى چی بېله شبهې ریښتنى دى اوهغه څه به منځ ته راځی چی دوى لیدلى وی اودوهم خوب دعاموخلګودى چی كله ریښتنی اوكله اضغاث احلام ( شیطانی خوب ) وی اصلاخوب لیدل دځینو علماؤ په آند داسی دى چی شپه پردروبرخووېشل سوی ده په لومړۍ برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه دورځی بوختیاوی یعنی هغه څه چی دى دورځی ورسره اخته وی هغه باندی خوب سی اوپه دوهمه برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه غالبا ریښتنی وی یعنی خیږی اوپه دریمه برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه شیطانی وی ځكه داوخت دفیض اوبركت دى شیطان زیارباسی چی په خوب لیدلوسره خوب ورته خوږكړی اوغافل یې كړی .

بله خبره داده چی خوب پردوه ډوله دى لومړى ښه خوب دى چی په لیدلو سره یې بایدلیدونكی درې شیان په نظركښی ونیسی اول داچی حمد دالله
Y به ووایی دوهم داچی مربوطه چاته به زیری وركوی اودریم داچی دغه خوب به بیانوی .

اودوهم بدخوب دى چی په لیدلوسره یې باید دغه شیان په نظركښی ونسی : لومړى داچی په الله
Y سره به دشیطان څخه پنا وغواړی اودوهم داچی پرچپه لوری به درې ځله توكی دریم داچی پركوم اړخ چی پروت وی بل اړخ ته به واوړی اوڅلورم داچی درو د پرعلیه السلام ووایی پنځم داچی چاته به یې نه بیانوی اوخوب لیدونكی بایدخوب داسی چاته بیان كړی چی دخوب په تعبیرپوه وی اوادب یې رعایت كړی اوتعبیر كونكی بایددلمرختلو ، لویدلواوزوال پر وخت دخوب تعبیر ونكړی .([98])




نوروز لمانځل

دنوروز تعریف :

نوروز فارسی كلمة ده دنوى ورځی په معنى ده دمؤرخینو له آنده نوموړی كلمة دنوبهار څخه را اوښتی ده یعنی په لومړیو كی نوبهار وو دوخت په تېریدو سره په نوروز باندی بدل سو .

نوبهار : دغه لفظ په لومړیو كی دهغه آتشكدې نوم وو چی دزردشت اوذوالقرنین تر مړینى وروسته (
۵۸۳) كاله ترمیلاد وړاندی په بلخ كی جوړه سوه او په نوبهار باندی ونومول سوه بیا دمجوسیانو لخوا دهغه ورځی لپار نوم كښیښودل سو چی دوى به ددغه آتشكدې دپیل دورځی ددرنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به یې پكښی كاوه اواختر به یې ورته وایه یاپه بل عبارت دوى ودغه ورځی ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل یې چی داور دعبادت لومړى ورځ وه ، ددوى دغه لمانځنی اوخوشالۍ به نهه ورځی وی اودوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شیان ځان ته حلال بلل چی دزردشت اوذوالقرنین په دین كی پردوى باندی حرام سوی وه .



دنوروز تاریخ :

دنوروز دتاریخ په اړه اسلامی مؤرخین وایی : چی نوروز داور عبادت كونكو اومجوسیان (
۴۸۳) كاله ترمیلاد وړاندی پیل كړى چی هركال به په آذربایجان ، ایران اوبلخ كی به داور دعبادت كونكو لخوا لمانځل كیدى . ([99])

یادونه : داور دعبادت لومړى بنسټ ایښودونكی سیسان نومیده چی په ایران كی دنیشاپور دحواق دسیمى وو . البته مؤرخین پدې خبره كی سره په یوه خوله نه دی چی اورپرستانو به دغه ورځ له څه وجی لمانځل ځینی پدې آند دی چی اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چی دغه ورځ دزردشت دزیږد ورځ ده اودوى به هم دده دزیږد ورځ لمانځل لكه نصرانیان چی هركال دعیسى
ٰ
u
دزیږد ورځ دډسمبر دمیاشتى پر پنځویشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځی . ځینی بیا پدې آند دی چی داورعبادت كونكو په دغه ورځ داور عبادت پیل كړی دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځی . ځینی بیا پدې آند دی چی پدغه ورځ داور عبادت كونكو دلومړى ځل لپاره دنوبهار په آتشكده كی اور بل كړى اوسجدې كول یې ورته پیل كړه نو داچی ددوى دلویی آتشكدې دعبادت دپیل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پیل كړه .

لنډه داچی دنوروز ورځ زیات تاریخی قدامت لری ځكه نوبهار د(
۴۸۳) قبل المسیح څخه تر (۲۶۰) قبل المسیح پوری دمجوسیانو عبادت ځاى وو. خو دوخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترمیلاد وړاندی دهندوستان یو بودایی پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندی یرغل وكړى اوترخپل ګورت لاندی یې راوستى دنوبهار آتشكده یې بنده كړه اومتولیان یې ووژل . بیا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كی ودرول چی تر (۶۵۲ ـ م) پوری چی د (۳۲هـ)سره سمون همداسی دبودایانو عبادت ځاى وو . ([100])

كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بیا هم مجوسیان دپاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنیو اوپټو آتشكدو كی دغه ورځ لمانځل اوداختر خوشالی به یې كول .

كله چی په (
۳۲ هـ ) كال كی په بلخ كی داسلام سپېڅلى دین وځلیدى یعنى دحضرت عثمانy په خلافت كی داحنف بن قیس تمیمىy په لاس باندی بلخ فتحه سو اوداسلام پیاوړى مركز یې ترې جوړ كړى نوموړی بت خانه یې خپله په هغه مسلمان سوو بودایان ماته كړه چی نوى داسلام دمبین دین په خوند پوه سوى وه داسلام ددغه ځلا سره په حق پوهیدونكى افغانی ملت وټولو دینونو ته په ریښتیانی ډول سره شاوروګرځول اوداسلام سره یې خپله مینه ښكاره كړه دنوروز ټولى لمانځنى یې ترشاكړی بلكى كومی ورځی چی اسلام سپېڅلى ورته ښودلی وی هم هغه یې لمانځلى آن تردې چی د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷
هـ ) پوری په ټول افغانستان كی دنوروز ورځ نه چاپیژندل اونه یې لمانځل.

كله چی په (
۴۴۷ هـ ) كی داهل تشیعو نوموتى متعصب معزالدولة دیلمی واك ته ورسیدى یوخو یې دحسن حسین دمیاشتى لسمه یعنى دحسنینو دشهادت په ورځ دتورو كالو اغوستل ، دبازار بندیدل اودمارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاریخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كی لیكى چی دیلمى وخطیبانو ته امر وكړى چی پر معاویةy ، ابوبكرy عمرy اوعثمانy باندی په خطبة كی لعنت ووایی (العیاذبالله) اوبل یې داكار وكړى چی یوه ودانۍ یې دعراق په نجف ښار كی دحضرت علیy
دمزار په نامه اویوه ودانۍ یې په بلخ كی دده مبارك دزیارت په نامه جوړه كړه او دنوبهارورځ یې په نوروز بدله كړه اوددغه ورځی لمانځل یې بیا راژوندی كړل ، په زیارت كی یې دجنډۍ پورته كیدل دود كړل اوداخبره یې مشهوره كړل چی كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كی ګډون وكړی بنا به سی بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكمتونو كی پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چی دافغانستان دملى ورځو څخه وګرځول سوه .



په اسلام كی دنوروز منعه :

دكال لومړی ورځ چی په معاصروخت كښی په میلواو جشنونو لمانځل كیږی داپه حقیقت كښی لكه چی ومو ویل ذردشتیانواومجوسیانوداسلام دسپینو فلوشو دځلیدوڅخه وړاندی راپیل كړی ده كوم وخت چی داسلام سپېڅلی دین وځلیدى نورسول الله
r داسی دوې ورځی ولیدى چی یوه دنوروز په نامه وه اوبله دمهرنجان په نامه نو رسول اللهe ددغه ورځو لمانځلو څخه خلګ منعه كړه اودوى ته یې وفرمایل چی اللهY ددغه ورځو په بدل كی تردغه غوره ورځی دركړی چی یوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دكوچنى اختر ورځ ده ځکه په یوه حدیث کی راځی :

عن انس
y قال : قدم رسول اللهr المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال : ماهذان الیومان قالوا کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة فقال رسول اللهr قد ابدلکم الله بهما خیرا منهما یوم الاضحى‌ ویوم الفطر . ([101])

ژباړه : انس
y فرمایی : رسول اللهr چی مدینې ته تشریف راوړى دمدینې خلګو په دوو ورځو کی خوشالۍ کولى رسول اللهr ورته وفرمایل : داکومی ورځی دی ؟ دوى ورته وویل : موږ دجاهلیة (کفر) په وخت کی په دغه ورځو کی خوشالۍ کولى رسول اللهr ورته وفرمایل : اللهY دغه ورځی په دوو داسی ورځو سره دربدلی کړی چی تردغه ورځو غوره دی یوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دکوچنی اختر ورځ ده .

دپورتنى حدیث په تشریح کی اشعة اللمعات لیکی چی دغه ورځی چی دمدینې خلګو لمانځلی یوه دنوروز ورځ وه اوبله دمهرجان ورځ وه .([102])

همداډول ملا علی قاری (رحمة الله علیه) ددغه دوو ورځو په تعین کی فرمایی :

وهما یوم النیروز والمهرجان .([103])

ژباړه : هغه دوې ورځی (چی رسول الله
r منعه کړی دی) یوه دنوروز ورځ ده اوبله دمهرجان ورځ ده .

رسول الله
r فرمایلی دی چی په دغه ورځو کی یعنی دوو اخترو کی اللهY خلګو ته مغفرت کوی . رسول اللهr دداسی کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چی دکفارو سره ورته والى پکښی وی لکه نوروز لمانځل ځکه رسول اللهr فرمایی :

من تشبه بقوم فهومنهم .

ژباړه: څوك چی دنامسلمانوخلګوسره مشابهت كوی هغه دهغی ډلی څخه دى .

نوروزلمانځل نه یوازی چی په ښکاره احادیثو سره یې منعه ثابته ده بلکی دټولو اهل السنة والجامعة دعلماؤ پرې اتفاق دى چی دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو اودکفارو دود راژوندى كول جائز نه دی ځکه فقهآء لیکی:

من خرج الی السدة ای مجتمع اهل الكفرفی یوم النیروزكفرلان فیه اعلان الكفركانهم اعانهم علیهم.([104])

ژباړه . كه څوك دنوروز په ورځ دكافرانووټولۍ ته وواتى كافردى ځكه دا اعلان دكفردى ګویا دى ددوی سره پر نوروزباندی كومك كوی.

دكفردحكم څخه موخه ډیرټینګاردى په دې باندی چی مسلمانان باید دكفری كاروڅخه لری پاته سی .كه څوك ددوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كښی دود كړی اودا كفری رواج ځانته رواج كړی دابه ترهغه ډیره بده وی ځكه چی محضی ورتګ یې دومره سخت منعه ده نوددوى تقلید به څومره منعه وی اوكه څوك ددغی ورځی دود ته په ښه دودووایی دكفرویره ده ځكه علی قاری ( رحمة الله علیه) فرمایی :

اذا اجتمع المجوس یوم النیروزفقال مسلم سیرة حسنة وضعوها كفر .([105]).

ژباړه .كوم وخت چی مجوسیان راجمعه سی دنوروزپه ورځ اویو مسلمان ووایی چی ښه خوى یې وضع كړى دى كافردى.



په بل ځاى کی راځی :

والاعطآء یوم النیروز والمهرجان لایجوز ای الهدایا باسم هذین الیومین حرام وان قصد تعظیمه کما یعظمه المشرکون یکفر قال ابوالحفص الکبیر لو ان رجلا عبد الله خمسین سنة ثم اهدى لمشرک یوم النیروز بیضة یرید تعظیم یومه فقد کفر وحبط عمله .([106])

ژباړه : دنوروز اومهرجان په ورځوكی ورکړه جائز نه ده یعنی په دغه دوو ورځو کی ورکړه حرامه ده اوکه دچا موخه ددغه ورځو درنښت وو لکه موجسیان چی کوی کفردى . ابوحفص کبیر فرمایی : که چا پدغه ورځ کی ددې ورځی ددرنښت په موخه یوه کافرته یوه هګۍ ورکړه که څه هم پنځوس کاله یې دالله
Y عبادت کړى وی هغه عبادت یې لمنځه ځی اوکافرکیږی .



چی دنوروز په نیت یې نه لمانځی

الحمدلله افغانی ولس مسلمان ملت دى دتاریخ په اوږدو کی یې داسلام لپاره وینی توى کړى دى په هغه څه عمل کوی چی خپل سپېڅلى دین ورته لارښوونه کوی پورتنیو لارښوونو ته که ځیر سو یو داسی حقیقت راته ښیی چی دنوروز دروا والی لپاره هیڅ لاره نه پکښی پیداکیږی حاصل داچی په دغه ورځ کی ددغه ورځی په نیت هیڅ عمل نه دى روا که څوک دا وایی چی موږ په دغه ورځ میلې کوو پدې نیت یې نه کوو چی نوروز دى عمومی دخوشالۍ څرګندتیا کوو دداسی چا په اړه باید وویل سی چی لومړى خو رسول الله
r عمومی منعه کړى ده په نیت پوری یې نه ده تړلی اوزموږ دمذهب مخورو علماؤ هم مطلق دمنعی پریکړه کړیده دهیڅ نیت لاره یې نه ده پکښی پری ایښی نو موږ که په نیت ځان خلاصوو دابه یوازی ځان ته حیله جوړول وی اوپه حیله جوړولو سره سړى دګناه څخه نه خلاصیږی . دوهمه خبره داده چی که فرضا منعه رانسی اوخلګ دغه ورځ لمانځی نو په چشی یې لمانځی؟ عبادت کوی ؟ اوکه عبث کارونه کوی ؟ که عبادت کوی نو ولی یې په داسی ورځ نه کوی چی اللهY په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه دعرفات ورځ ، دعاشورآء ورځ اوداسی نوری ورځی .([107])

اوکه عبث کارونه کوی لکه سروزونه اوریدل ورقی کول اوداسی نور دداسی چالپاره بیا دجوازپیداکولو اړتیا نسته ځکه دغه په خپل ځان کی حرام دی .

اللهم اعصمنا من جمیع المعصیات

پاملرنه ! :بله خبره داده چی دایو څرګند حقیقت دى چی نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه سوه چی مسلمانانو ته په نظامی جګړه باندی ماته وركول شونی نه ده موږ ته پكاره ده چی یوه بله جګړه په كار واچو اودهغه جګړې په پایله كی دوى ته ماته وركړو بالاخره دوى دډیرو څیړنو وروسته فكرې جګړه تثبیت كړه اووې پتیل چی دهمدې جګړې له لاری به مسلمانانو ته ماته وركوى اودوى ددغه لاری تر ډیره بریده بریالى هم سوه دوى په دغه جګړه كی دسلاح څخه كار نه اخلی بلكی دشیطانت ، منځنی اختلاف اچول اودمسلمانانو دخطاایستلو څخه كار اخلی دوى په پیل كی په خپل شیطانت سره دمسلمانانو خلافت لمنځه یو وړى ورپسی .............. لنډه داچی یو كار یې دادى چی دوى په مسلمانانو كی داشى عام كړى دى چی تاسو به خپل دودونه راژوندی كوى ځكه دا ستاسو تاریخ دى ، داستاسو كلچر دى اوداستاسو ادب دى داخو ښه خبره ده چی موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه داده چی كوم ادب وساتو ؟اسلامی ادب وساتو ؟، تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامی ادب هدف وی نو نوروز لمانځل خو اسلامی ادب نه دى بلكی داسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاریخ كی چی مو وښودل. كه تراسلام وړاندی ادب هدف وی نو تراسلام وړاندی خو موږ بتانو ته سجدې كولى باید اوس یې هم وكړو ، تراسلام وړاندی خو موږ اسلام دین نه مانه باید اوس یې هم نه ومنو او تراسلام وړاندی خو موږ دمسلمانانو سره جنګیدو باید اوس هم ورسره وجنګیږو .

كه ددواړو حالاتو ادب هدف وی نو موږ ولى دكفری حالت ادب ژوندی كولو ته دومره لیواله یو اوداسلامی ادب پر ژوندی كولو باندی ټوله بنده خوله پاته یو دبیلګی په ډول زموږ مشرانو لكه میرویس خان نیكه او احمد شاه ابدالی لنګوټې تړلی اوږیری یې لرلى ولی داسى څوك نه سو پیدا ؟چی داخبره وكړى چی لنګوټه او ږیره زموږ عنعنه اوكلچر دى باید عملی یې كړو اووې لمانځو پرته لدې چی اسلامی ارزښت یې په نظر كی ونیسو ځكه داخو زموږ كلچر هم دى . نومعلومه سوه چی داكفری فكری جګړه ده غواړی چی لدې لاری یې داسلام څخه لیری كړی اوبیرته یې هغه كفری حالت ته ورټیل وهی اوبیا یې ترخپل ګورت لاندی راولی .

په فکری جګړې باندی دپوره پوهای لپاره دمؤلف دفکری جګړی په نامه باندی وپښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى .

.
داولادپیدائښت منعه كول

داولاددپیدائښت منعه كول دپیچكاری (امپول)،ګولی اویاداپریشن په ذریعه په دې موخه چی نارینه یاښځه دتل لپاره داولاد دپیداكیدو دصلاحیت څخه ځان بې برخی كړی داسی كړنه په مطلقه توګه حرامه ده اوكه نوموړی منعه دمؤقت وخت لپاره وی چی دښځی د ډېرواولادودزېږېدو لكبله ددې دهلاكت وېره وی اویایې دموجوده اولاد دهلاكت وېره وی دضرورت ترلیری كیدوپوری جائزدى .

مسئله : كومه ښځه چی ماشوم په نس كی ولری نو ددغه ماشوم لیری کول جائزدی پدې شرط چی ژوند یې نه وی كړى او اړتیا ورته موجوده وی لكه دموجوده اولاد دمرګ وېره ، یادښځی سخته ناروغی او یا یې دمرګ وېره او كه اړتیا ورته نه وه نولیری كول یې مكروه دی البته قتل نه بلل كیږی ځكه ژوند یې نه دى كړى .([81])

مسئله : كوم ماشوم چی دمور په نس كی یې ژوند كړى وی لیری كول یې كبیره ګناه ده دناحقه قتل حكم لری پر قاتل یې (
۵۰۰) دراهمه لازمیږی .([82])

یادونه : په اولاد كی ترڅلور میاشتو وروسته ژوند پیدا كیږی یعنی دڅلورو میاشتو وروسته دمور دنس څخه دماشوم لیری كول دقتل حكم لرى .


دمسواك پرځای دغاښونوبرس اوحكم ئی په روژه كښی

دایومنل سوی حقیقت دى چی درسول الله
r ټول هدایات دحكمت څخه خالی ندی كه دمسواك موضوع ته ځیرسو حتما دې نتېجې ته رسیږوچی په مسواك وهلوكښی دوه شیان مطرح دی یودخولی نظافت بل درسول اللهr دكړنی په كټ مټ ډول تقلیدكول .كوم ځوك كه دمسواك پرځاى دغاښونو برس استعمال كړی لومړى شى خوبه یې ترسره كړی وی چی نظافت دی اودوهم شى چی درسول اللهr دكړنی سره ورته والى دى ندی ترسره سوى ځكه درسول اللهr استعمال دلرګی په مسواك وواوداچی په روژه كښی به یې حكم څنګه وی فقهاءكرام دمسواك په اړه داسی لیكی :

لاباس بالسواك الرطب والیابس بالغداة والعشی عندنا وقال ابویوسف رح یكره المبلول باالماء.([66])

ژباړه .پروانسته په مسواك وهلوسره لوند وی اوكه وچ سهار اوماښام زموږپرمذهب اوامام یوسف رح وایی مكروه دی هغه مسواك چی په اوبولوند وی .

واماالرطب الاخضرفلاباس به عندالكل .([67])

ژباړه . په شنه مسواك سره دټولوپه آند كراهة نسته .

اودبرس استعمال هم ورته حكم لری اوکچیری دبرس سره پوډر یاكریم استعمال سی په داسی صورت كښی بیله عذره دمکروهوالی څخه نه خالی كیږی ځكه دلانده مسواك لذت تركریم چی شنشوبی ډوله خوندلری ډېرټیټ دى هغه لادځینوعلماؤ په آند دكراهت ځخه خالی ندی په كریم کی په طریق الاولی سره کراهت سته اوبل داچی په روژه کی دهر خوند لرونکی شى څکل مکروه دی ځکه فقهاءكرام لیكی:

وكره ذوق شی ومضغه بلاعذر .([68])

ژباړه : بیله عذره (په روژه کښی) دشی ځكل اوژوول مكروه دی .

قبــركښــل

د قبركښلو لږ اندازه دومره ده چی دمړی بدبوئی منعه سی اومړى دحیوان كښلوڅخه وساتی دقبر ژوروالى ( عمق ) داحنافوپه آند دانسان نیم قامت یادانسان ترسینی پوری ښودل سوی دى كچیری ترپوره قامت پوری اوږد سی ښه كاردى دقبراوږدوالى ( طول ) به دمړی د اوږدالى په كچه وی اوپسور ( عرض ) به یې دطول په نیمایی وی اودمړی دایښودلودځای په كیفیت كښی داسی ویلاى سوچی لحدیعنی هغه كندنه چی قبردقبلې ولوری ته كیږی دټولوفقاؤپه اتفاق غوره دى ترهغه كندنی چی دقبرپه منځ كی كیږی چی په شق سره شهرت لری پدې شرط سره چی مځكه كلكه وی ځكه چی سعدبن ابی وقاص
y دمړینی پرمهال داسی وفرمایل :

الحدوالی لحدا وانصبوا علی اللبن نصبا . ([30])

ژباړه : ماته لحد جوړكړى اوخښتی راته ودروی .

كچیری مځكه سوسته وی بیاشق یعنی هغه كندنه چی دقبرپه منځ كښی دویالې په څیروی غوره ده اولحدته پخې خښتی یاتختې درول مكروه دی ځكه خښتی اوتختې دتعمیراتولپاره استعمالیږی اوقبر دتعمیر ځاى نه دى اوقبرته ترخاورواچولووړاندی دمړی دفن ته د ټولوخلګوحضورسنت دى پدې موخه چی دقبر دسرلخوادرې مټه خاوری په لاس ورواچوی مخكی تردې چی په بیلچلوخاوری ورواچوی ځكه دابوهریرة
y څخه روایت دى :

عن ابی هریرة
y انّ رسول اللهr صلی علی جنازة ثم اتی قبرالمیت فحثی علیه من قبل راسه ثلاثا . ([31])

ژباړه : دحضرت ابوهریرة
y څخه روایت دى چی رسول اللهr پریوه جنازه باندی لمونځ وكړى بیا راغلی درې مټه خاوری یې دسرله لوری څخه ور وغورځولی .

دقبرلوړوالی ( ارتفاع ) به یوه لویشت وی ځكه د رسول الله
r قبریوه لویشت لوړسوى دى نوموړی مطلب دشافعی (رحمة الله علیه) په روایت ثابت سوى دى :

وروى الشافعی ع%