تبلیغات
پښــــــــــــــــــــــــــتو ادبـــــــــــــــــــې ویب پاڼه

پښــــــــــــــــــــــــــتو ادبـــــــــــــــــــې ویب پاڼه

پښتو ته باید خدمت وكړو.

كوچی له پغمبر صلى الله علیه وسلم څخه پوښتنی وكړی

كوچی له پغمبر صلى الله علیه وسلم پنځه ویشت پوښتنې لری

 

پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟

ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.

 پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.

ځواب: تقوى او پرهېزګاری غوره كړه عالم به شې.

پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم

ځواب: خلكو ته لاس مه نیسه عزتمن به شې.

پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.

ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.

پوښتنه: غواړم چې عادل شم.

ځواب: چې ځان ته یې خوښوې نورو ته یې هم خوښوه.

پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.

ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.

پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم

ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.

پوښتنه: غواړم چې روزی مې پراخه شی.

ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.

پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شی.

ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې ایمان مې بشپړ شی.

ځواب: اخلاق ښه كړه.

پوښتنه: دقیامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې لیدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وی.

ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.

پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شی.

ځواب: زیات استغفار وایه.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړی.

ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.

پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړی.

ځواب: دخلكو پرده ساته.

پوښتنه: غواړم چې رسوا نه شم.

ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله علیه وسلم ته ګران شم.

ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وی هغه ځان ته ګران كړه.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.

ځواب: فرائض مه پرېږده.

پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.

ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته یې چې وینې اویاتا وینې.

پوښتنه: یارسول الله ! ګناهونه په څه شی بښل كېږی؟

ځواب: اوښكې، عاجزی، ناروغی.

پوښتنه: كوم شیان ددوزخ اور سړوی؟

ځواب: په تكلیفونو باندې صبر كول.

پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شی سړیږی؟

ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمی.

پوښتنه: له ټولو نه لویه ګناه كومه ده؟

ځواب: بداخلاق اوكنجوسی.

پوښتنه: له ټولو نه لویه نیكی كومه ده؟

ځواب: ښه اخلاق، عاجزی او صبر.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.

ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.

[ كنزالعمال\ مسند احمد

ګټور ې خبرې

 

(وعن ابى هریرة رضى الله عنه ان رسول الله صلى الله علیه وسلم قال: ثلث منجیات و ثلث مهلکات، فاما المنجیات فتقوى الله فى السر والعلانیة، والقول بالحق فى الرضا والسخط والقصد فى الغناء والفقر، واما المهلکات فهوى متبع وشح مطاع واعجاب المرء بنفسه وهى اشدهن . ) [ رواه البهیقى فى شعب الایمان ].

ژباړه: حضرت ابوهریره رضى الله عنه وایی چې پیغمبر صلى الله علیه وسلم وویل: د انسان درې شیان ژغورونکی او درې یې له منځه وړونکی دی ، ژغورونکی یې درې شیان دی اوهغه دادى:

١ ـــ په پټه او ښکاره کې له خدایه پاکه وېره کول.

٢ ـــ په خوشحالی او خفګان کې حق وینا کول.

٣ ـــ په پراخی او تنګ لاسی کې درمیانه لګښت کول.

اودانسان له منځه وړونکی شیان هم درې دی اوهغه دادی:

١ ـــ د نفس خبره منل.

٢ ـــ دبخیلتوب اودهغه په غوښتنه چلند کول.

٣ ـــ خودرایی اویواځې خپله خبره منل اودایې په ټولو کې لړزونکى دى.

تشریح:

پیغمبر صلى الله علیه وسلم دناستوخلکو حالت په پام سره ځینې غوره نصیحتونه هغوى ته کول، ځینې وخت به یې همدې خبرې ته په پام سره دځینو ښو کارونو ښېګڼې اوفضائل څرګند کړل، اوځینې بدو کارونو بدوالى به یې په ځانګړی ډول یاداوه، دغه حدیث هم پورته خبرو ته په پام سره پیغمبر صلى الله علیه وسلم دغه نصیحتونه ناستو خلکو ته واورل، هغوى ته په ښکاره وویل: په ښکاره او پټه کې له خدایه وېره وکړئ ، همدا دتقوى ستره نښه ده، تل به حق خبرې کوئ، که څه هم خوشحاله یاستئ اویاهم خفه، حق خبره به نه پرېږدئ. په تنګ لاسی او پراخی کې به له منځ لارې څخه کار اخلئ، داسې نه شی چې په پراخی کې دخوراکونو او لګښتونو شمېر نه وی اوپه تنګ لاسی کې په یوه روپۍ اویاډېر کم شی جنګ کوئ، دنفس په غوښتنو پسې به نه ځئ، دغه راز بخیلی به نه کوئ اونه به یې غوښتنه منئ، بله ناروغی چې درملنه یې ډېره سخته ده هغه دخودرایی او ځان غوښتنې ناروغی ده چې خپله خبره ورته ترټولو غوره او کره ښکاریږی، اودا ناروغی پیغمبر صلى الله علیه وسلم ځکه ډېره سخته وبلله چې که بل څوک داسې ناروغ نصیحت اویایې د درملنې خبرې کوی ده نصیحت کوونکی ته تېروتلى ښکاری اوهغه ته خپل ځان ناروغ نه ښکاری. [ معارف الحدیث \ له یوڅه زیاتونو سره\ دوهم ټوک\



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :غوره ویناوی ،
  • په مسجد كښی مجلس كول


    په مسجد كښی مجلس كول اود وركی اعلان
    مسجد دسجدې لګولوځای ته وایی یعنی دعبادت اوبندګۍ ځای او ترټولو مساجدو لومړى مسجد دځانګړتیا لمخی مسجدالحرام دى اوپه دوهمه مرتبه كښی مسجد النبوی
    r دى په دریمه مرتبه كښی دبیت المقدس مسجد دى اوپه څلورمه مرتبه كښی هغه مساجد دی چی دجمعې لمونځ پكښی اداكیږی اودكلومساجدو ته د فقهاءپه آند پنځمه مرتبه وركړل سوی دی شپږم مسجد دمرتبې لمخی دكورونو مسجدونه دی مطلب داچی یوڅوك په كوركښی دلمانځه لپاره یوځای معین كړی كه ځه هم دمسجدحكم نه اخلی . ([8])

    امام فقیه (رحمة الله علیه) په تنبیه كښی دمسجدلپاره پنځلس اداب بیان كړی دی هر انسان ته یې رعایت کول اړین دى نوموړى اداب په لاندی ډول دی :

    1. لومړى داچی ومسجدته دننوتلو په وخت به سلام وایی پدې شرط چی ټول خلګ په لمانځه یاذكركولوبوخت نوی اوكچیری ځینی خلګ په لمانځه یاذكراخته وه اوځینی اخته نه وه سلام به وایی اوكه ټول اخته وه داكلمه به وایی :

    السلام علینامن دینناوعلی عبادالصالحین

    2. دوهم ادب دادى چی مسجد ته دننوتلووروسته اوتر كښیناستلووړاندی به دوه ركعته نفل كوی پدې شرط چی دكراهة وخت نوی .

    3. دریم ادب دادى چی په مسجدكښی به درانیولواوخرڅولوڅخه ډډه كوی ځكه مسجد دعبادت ځاى دى ددنیاوی کارونولپاره نه دى .

    4. څلورم ادب دادى چی په مسجد كښی به دسلاح ساتنی اواستعمال مخنیوی كوی .

    5. پنځم ادب دادى چی په مسجدكښی به دورك سوى شى لټه اواعلان نكوی په اوسنی عصركښی چی دورکی زیات اعلانونه په مسجدونو کښی کیږی بایددغه ادب بیخی په نظركښی ونیول سی ځكه داعلان كولووسائل ډېردی لکه رادیوګانی ، ورځپانی ،مجلې اوداسی نور .

    6. شپږم ادب دادى چی دالله
    Y دذكرپرته به په نورڅه سره تلفظ نكوی یعنی دنیاوی مجلس به نه کوی .

    7. اوم ادب دادى چی دنیاوی خبری اوبیهوده مجلسونه به په مسجدكښی نكوی .

    8. اتم ادب دادى چی دخلګودتګ راتګ لپاره به په مسجدكښی لارنه پریږدی .

    9. نهم ادب دادى چی په مسجدكښی به دجنګ جګړې څخه ځان ژغوری .

    10. لسم ادب دادى چی دصف دتنګوالی په صورت كښی به شاته كیږی هسی نه چی دخلګودتكلیف لامل سی .

    11. یوولسم ادب دادى چی د لمونځ كونكی دمخ تېرېدلوڅخه به ډډه كوی .

    12. دوولسم ادب دادى چی ناوړی ( بلغم ) به په مسجدكښی نه توكی ځكه چی دمسجداهانت (سپکوالى) راځی .

    13. دیارلسم ادب دادى چی په ګوتوبه په مسجدكښی ټكان نكوی .

    14. څوارلسم ادب دادى چی مسجد به دلویانواوكوچنیانو دنجاست څخه پاك ساتی اوشرعی حدود به په مسجدكښی نه قائموی .

    15. پنځلسم ادب دادى چی په مسجدكښی به دالله
    Y ذكرډېركوی .([9])

    څرنګه چی په معاصروخت كښی زیات د وركی اعلانونه په مسجد كښی كیږی اوحال داچی اوس نوی عصری شیان وجودلری لكه رادیو،تلویزون اوداسی نورداطلاع وسائل حال داچی رسول الله
    r فرمایلی دی : هغه ورک سوى شى دی نه پیداكیږی چی په مسجد كښی ورته اعلان كیږی .

    بله بګنونکی خبره داده چی اوس خلګو دوخت تېرولوپه موخه او دنیاوی مجلسونو لپاره مسجدونه داجتماع نقطه ټاكلی ده داډیره بده خبره ده ځکه یو خو دمسجد بې ادبی ده لکه مخکی چی مو وویل اوبل داچی رسول الله
    r نوموړی كاردقیامت دنښانوڅخه شمېرلی دى اوارشادفرمایی :

    عن ابی هریرة
    y قال قال رسول اللهr اذاتّخذ الفئ دولا والامانة مغنما والزكوة مغرما وتعلم لغیرالدین واطاع الرجل امراته عق امّه وادنی صدیقه واقصی اباه وظهرت الاصوات فی المساجدوسادالقبیلة فاسقهم وكان زعیم القوم ارزلهم واكرم الرجل مخافة شره وظهرت القینات والعازف وشربت الخمورولعن آخرهذه الامة اولها فارتقبوا عندذالك ریحا حمرآء وزلزلة وخسفاوفسخا وقذفا وآیات تتابع كنظام قطع سلكه فتتابع .([10])

    ژباړه : دحضرت ابوهریره
    y څخه روایت دى ده مبارك ویلی دی چی جناب رسول اللهr ارشاد فرمایلى دى كوم وخت چی دغنیمت مال خپل دولت وګرځول سو، دیوچا امانت مال غنیمت وګڼل سو ، دزكوة وركړه پوروګڼل سو ، سړى دخپلی ښځی اطاعت كاوه اوموریې اذاروله ، اشناى یې رانژدې كاوه اوپلاریې لری كاوه ، خلګو په مسجدونوكښی اوازونه پورته كړل ، دقوم دروند انسان دقوم فاسق سواو دقوم رئیس دقوم رزیل سو ، یوچابل چا ته عزت دهغه دشر دوېری لامله ورکاوه، ډول وهونكی اوسروزونه ښكاره سول ، شراب چیښل كیده او ددې امت وروستیو خلګو ددې امت پرلومړیو خلګوباندی لعنت وایه په دغه وخت كښی نو دسروبادونو ،زلزلو، خسف (مځكه ښویدنه) ، دډبرو اوریدلو اوفسخی انتظاروكړی یعنی ماښام به انسان وی سهاربه په حیوانی شكل اوښتی وی او دقیامت علامې به پرلپسې وی دملغرو دترتیب په څیر.

    پورتنى حدیث ته که ځیر سو په ښکاره معلومیږی چی په مسجدو کی مجلسونه کول،اعلانونه کول اوداسی نور دالله
    Y دعذابونو لامل ګرځی


    خوب لیدل داسلام له نظره

    خوب لیدل درې درجې لری اوله درجه خوب د انبیاؤ(علیهم السلام) دى چی بېله شبهې ریښتنى دى اوهغه څه به منځ ته راځی چی دوى لیدلى وی اودوهم خوب دعاموخلګودى چی كله ریښتنی اوكله اضغاث احلام ( شیطانی خوب ) وی اصلاخوب لیدل دځینو علماؤ په آند داسی دى چی شپه پردروبرخووېشل سوی ده په لومړۍ برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه دورځی بوختیاوی یعنی هغه څه چی دى دورځی ورسره اخته وی هغه باندی خوب سی اوپه دوهمه برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه غالبا ریښتنی وی یعنی خیږی اوپه دریمه برخه كښی چی كوم خوب ولیدل سی هغه شیطانی وی ځكه داوخت دفیض اوبركت دى شیطان زیارباسی چی په خوب لیدلوسره خوب ورته خوږكړی اوغافل یې كړی .

    بله خبره داده چی خوب پردوه ډوله دى لومړى ښه خوب دى چی په لیدلو سره یې بایدلیدونكی درې شیان په نظركښی ونیسی اول داچی حمد دالله
    Y به ووایی دوهم داچی مربوطه چاته به زیری وركوی اودریم داچی دغه خوب به بیانوی .

    اودوهم بدخوب دى چی په لیدلوسره یې باید دغه شیان په نظركښی ونسی : لومړى داچی په الله
    Y سره به دشیطان څخه پنا وغواړی اودوهم داچی پرچپه لوری به درې ځله توكی دریم داچی پركوم اړخ چی پروت وی بل اړخ ته به واوړی اوڅلورم داچی درو د پرعلیه السلام ووایی پنځم داچی چاته به یې نه بیانوی اوخوب لیدونكی بایدخوب داسی چاته بیان كړی چی دخوب په تعبیرپوه وی اوادب یې رعایت كړی اوتعبیر كونكی بایددلمرختلو ، لویدلواوزوال پر وخت دخوب تعبیر ونكړی .([98])




    نوروز لمانځل

    دنوروز تعریف :

    نوروز فارسی كلمة ده دنوى ورځی په معنى ده دمؤرخینو له آنده نوموړی كلمة دنوبهار څخه را اوښتی ده یعنی په لومړیو كی نوبهار وو دوخت په تېریدو سره په نوروز باندی بدل سو .

    نوبهار : دغه لفظ په لومړیو كی دهغه آتشكدې نوم وو چی دزردشت اوذوالقرنین تر مړینى وروسته (
    ۵۸۳) كاله ترمیلاد وړاندی په بلخ كی جوړه سوه او په نوبهار باندی ونومول سوه بیا دمجوسیانو لخوا دهغه ورځی لپار نوم كښیښودل سو چی دوى به ددغه آتشكدې دپیل دورځی ددرنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به یې پكښی كاوه اواختر به یې ورته وایه یاپه بل عبارت دوى ودغه ورځی ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل یې چی داور دعبادت لومړى ورځ وه ، ددوى دغه لمانځنی اوخوشالۍ به نهه ورځی وی اودوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شیان ځان ته حلال بلل چی دزردشت اوذوالقرنین په دین كی پردوى باندی حرام سوی وه .



    دنوروز تاریخ :

    دنوروز دتاریخ په اړه اسلامی مؤرخین وایی : چی نوروز داور عبادت كونكو اومجوسیان (
    ۴۸۳) كاله ترمیلاد وړاندی پیل كړى چی هركال به په آذربایجان ، ایران اوبلخ كی به داور دعبادت كونكو لخوا لمانځل كیدى . ([99])

    یادونه : داور دعبادت لومړى بنسټ ایښودونكی سیسان نومیده چی په ایران كی دنیشاپور دحواق دسیمى وو . البته مؤرخین پدې خبره كی سره په یوه خوله نه دی چی اورپرستانو به دغه ورځ له څه وجی لمانځل ځینی پدې آند دی چی اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چی دغه ورځ دزردشت دزیږد ورځ ده اودوى به هم دده دزیږد ورځ لمانځل لكه نصرانیان چی هركال دعیسى
    ٰ
    u
    دزیږد ورځ دډسمبر دمیاشتى پر پنځویشتمه نېټه دكرسمس په نامه لمانځی . ځینی بیا پدې آند دی چی داورعبادت كونكو په دغه ورځ داور عبادت پیل كړی دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځی . ځینی بیا پدې آند دی چی پدغه ورځ داور عبادت كونكو دلومړى ځل لپاره دنوبهار په آتشكده كی اور بل كړى اوسجدې كول یې ورته پیل كړه نو داچی ددوى دلویی آتشكدې دعبادت دپیل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پیل كړه .

    لنډه داچی دنوروز ورځ زیات تاریخی قدامت لری ځكه نوبهار د(
    ۴۸۳) قبل المسیح څخه تر (۲۶۰) قبل المسیح پوری دمجوسیانو عبادت ځاى وو. خو دوخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله ترمیلاد وړاندی دهندوستان یو بودایی پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندی یرغل وكړى اوترخپل ګورت لاندی یې راوستى دنوبهار آتشكده یې بنده كړه اومتولیان یې ووژل . بیا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كی ودرول چی تر (۶۵۲ ـ م) پوری چی د (۳۲هـ)سره سمون همداسی دبودایانو عبادت ځاى وو . ([100])

    كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بیا هم مجوسیان دپاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنیو اوپټو آتشكدو كی دغه ورځ لمانځل اوداختر خوشالی به یې كول .

    كله چی په (
    ۳۲ هـ ) كال كی په بلخ كی داسلام سپېڅلى دین وځلیدى یعنى دحضرت عثمانy په خلافت كی داحنف بن قیس تمیمىy په لاس باندی بلخ فتحه سو اوداسلام پیاوړى مركز یې ترې جوړ كړى نوموړی بت خانه یې خپله په هغه مسلمان سوو بودایان ماته كړه چی نوى داسلام دمبین دین په خوند پوه سوى وه داسلام ددغه ځلا سره په حق پوهیدونكى افغانی ملت وټولو دینونو ته په ریښتیانی ډول سره شاوروګرځول اوداسلام سره یې خپله مینه ښكاره كړه دنوروز ټولى لمانځنى یې ترشاكړی بلكى كومی ورځی چی اسلام سپېڅلى ورته ښودلی وی هم هغه یې لمانځلى آن تردې چی د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷
    هـ ) پوری په ټول افغانستان كی دنوروز ورځ نه چاپیژندل اونه یې لمانځل.

    كله چی په (
    ۴۴۷ هـ ) كی داهل تشیعو نوموتى متعصب معزالدولة دیلمی واك ته ورسیدى یوخو یې دحسن حسین دمیاشتى لسمه یعنى دحسنینو دشهادت په ورځ دتورو كالو اغوستل ، دبازار بندیدل اودمارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاریخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كی لیكى چی دیلمى وخطیبانو ته امر وكړى چی پر معاویةy ، ابوبكرy عمرy اوعثمانy باندی په خطبة كی لعنت ووایی (العیاذبالله) اوبل یې داكار وكړى چی یوه ودانۍ یې دعراق په نجف ښار كی دحضرت علیy
    دمزار په نامه اویوه ودانۍ یې په بلخ كی دده مبارك دزیارت په نامه جوړه كړه او دنوبهارورځ یې په نوروز بدله كړه اوددغه ورځی لمانځل یې بیا راژوندی كړل ، په زیارت كی یې دجنډۍ پورته كیدل دود كړل اوداخبره یې مشهوره كړل چی كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كی ګډون وكړی بنا به سی بالاخرة دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكمتونو كی پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چی دافغانستان دملى ورځو څخه وګرځول سوه .



    په اسلام كی دنوروز منعه :

    دكال لومړی ورځ چی په معاصروخت كښی په میلواو جشنونو لمانځل كیږی داپه حقیقت كښی لكه چی ومو ویل ذردشتیانواومجوسیانوداسلام دسپینو فلوشو دځلیدوڅخه وړاندی راپیل كړی ده كوم وخت چی داسلام سپېڅلی دین وځلیدى نورسول الله
    r داسی دوې ورځی ولیدى چی یوه دنوروز په نامه وه اوبله دمهرنجان په نامه نو رسول اللهe ددغه ورځو لمانځلو څخه خلګ منعه كړه اودوى ته یې وفرمایل چی اللهY ددغه ورځو په بدل كی تردغه غوره ورځی دركړی چی یوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دكوچنى اختر ورځ ده ځکه په یوه حدیث کی راځی :

    عن انس
    y قال : قدم رسول اللهr المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال : ماهذان الیومان قالوا کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة فقال رسول اللهr قد ابدلکم الله بهما خیرا منهما یوم الاضحى‌ ویوم الفطر . ([101])

    ژباړه : انس
    y فرمایی : رسول اللهr چی مدینې ته تشریف راوړى دمدینې خلګو په دوو ورځو کی خوشالۍ کولى رسول اللهr ورته وفرمایل : داکومی ورځی دی ؟ دوى ورته وویل : موږ دجاهلیة (کفر) په وخت کی په دغه ورځو کی خوشالۍ کولى رسول اللهr ورته وفرمایل : اللهY دغه ورځی په دوو داسی ورځو سره دربدلی کړی چی تردغه ورځو غوره دی یوه دلوى اختر ورځ ده اوبله دکوچنی اختر ورځ ده .

    دپورتنى حدیث په تشریح کی اشعة اللمعات لیکی چی دغه ورځی چی دمدینې خلګو لمانځلی یوه دنوروز ورځ وه اوبله دمهرجان ورځ وه .([102])

    همداډول ملا علی قاری (رحمة الله علیه) ددغه دوو ورځو په تعین کی فرمایی :

    وهما یوم النیروز والمهرجان .([103])

    ژباړه : هغه دوې ورځی (چی رسول الله
    r منعه کړی دی) یوه دنوروز ورځ ده اوبله دمهرجان ورځ ده .

    رسول الله
    r فرمایلی دی چی په دغه ورځو کی یعنی دوو اخترو کی اللهY خلګو ته مغفرت کوی . رسول اللهr دداسی کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چی دکفارو سره ورته والى پکښی وی لکه نوروز لمانځل ځکه رسول اللهr فرمایی :

    من تشبه بقوم فهومنهم .

    ژباړه: څوك چی دنامسلمانوخلګوسره مشابهت كوی هغه دهغی ډلی څخه دى .

    نوروزلمانځل نه یوازی چی په ښکاره احادیثو سره یې منعه ثابته ده بلکی دټولو اهل السنة والجامعة دعلماؤ پرې اتفاق دى چی دغه ورځ لمانځل دکفارو دود وو اودکفارو دود راژوندى كول جائز نه دی ځکه فقهآء لیکی:

    من خرج الی السدة ای مجتمع اهل الكفرفی یوم النیروزكفرلان فیه اعلان الكفركانهم اعانهم علیهم.([104])

    ژباړه . كه څوك دنوروز په ورځ دكافرانووټولۍ ته وواتى كافردى ځكه دا اعلان دكفردى ګویا دى ددوی سره پر نوروزباندی كومك كوی.

    دكفردحكم څخه موخه ډیرټینګاردى په دې باندی چی مسلمانان باید دكفری كاروڅخه لری پاته سی .كه څوك ددوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كښی دود كړی اودا كفری رواج ځانته رواج كړی دابه ترهغه ډیره بده وی ځكه چی محضی ورتګ یې دومره سخت منعه ده نوددوى تقلید به څومره منعه وی اوكه څوك ددغی ورځی دود ته په ښه دودووایی دكفرویره ده ځكه علی قاری ( رحمة الله علیه) فرمایی :

    اذا اجتمع المجوس یوم النیروزفقال مسلم سیرة حسنة وضعوها كفر .([105]).

    ژباړه .كوم وخت چی مجوسیان راجمعه سی دنوروزپه ورځ اویو مسلمان ووایی چی ښه خوى یې وضع كړى دى كافردى.



    په بل ځاى کی راځی :

    والاعطآء یوم النیروز والمهرجان لایجوز ای الهدایا باسم هذین الیومین حرام وان قصد تعظیمه کما یعظمه المشرکون یکفر قال ابوالحفص الکبیر لو ان رجلا عبد الله خمسین سنة ثم اهدى لمشرک یوم النیروز بیضة یرید تعظیم یومه فقد کفر وحبط عمله .([106])

    ژباړه : دنوروز اومهرجان په ورځوكی ورکړه جائز نه ده یعنی په دغه دوو ورځو کی ورکړه حرامه ده اوکه دچا موخه ددغه ورځو درنښت وو لکه موجسیان چی کوی کفردى . ابوحفص کبیر فرمایی : که چا پدغه ورځ کی ددې ورځی ددرنښت په موخه یوه کافرته یوه هګۍ ورکړه که څه هم پنځوس کاله یې دالله
    Y عبادت کړى وی هغه عبادت یې لمنځه ځی اوکافرکیږی .



    چی دنوروز په نیت یې نه لمانځی

    الحمدلله افغانی ولس مسلمان ملت دى دتاریخ په اوږدو کی یې داسلام لپاره وینی توى کړى دى په هغه څه عمل کوی چی خپل سپېڅلى دین ورته لارښوونه کوی پورتنیو لارښوونو ته که ځیر سو یو داسی حقیقت راته ښیی چی دنوروز دروا والی لپاره هیڅ لاره نه پکښی پیداکیږی حاصل داچی په دغه ورځ کی ددغه ورځی په نیت هیڅ عمل نه دى روا که څوک دا وایی چی موږ په دغه ورځ میلې کوو پدې نیت یې نه کوو چی نوروز دى عمومی دخوشالۍ څرګندتیا کوو دداسی چا په اړه باید وویل سی چی لومړى خو رسول الله
    r عمومی منعه کړى ده په نیت پوری یې نه ده تړلی اوزموږ دمذهب مخورو علماؤ هم مطلق دمنعی پریکړه کړیده دهیڅ نیت لاره یې نه ده پکښی پری ایښی نو موږ که په نیت ځان خلاصوو دابه یوازی ځان ته حیله جوړول وی اوپه حیله جوړولو سره سړى دګناه څخه نه خلاصیږی . دوهمه خبره داده چی که فرضا منعه رانسی اوخلګ دغه ورځ لمانځی نو په چشی یې لمانځی؟ عبادت کوی ؟ اوکه عبث کارونه کوی ؟ که عبادت کوی نو ولی یې په داسی ورځ نه کوی چی اللهY په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه دعرفات ورځ ، دعاشورآء ورځ اوداسی نوری ورځی .([107])

    اوکه عبث کارونه کوی لکه سروزونه اوریدل ورقی کول اوداسی نور دداسی چالپاره بیا دجوازپیداکولو اړتیا نسته ځکه دغه په خپل ځان کی حرام دی .

    اللهم اعصمنا من جمیع المعصیات

    پاملرنه ! :بله خبره داده چی دایو څرګند حقیقت دى چی نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه سوه چی مسلمانانو ته په نظامی جګړه باندی ماته وركول شونی نه ده موږ ته پكاره ده چی یوه بله جګړه په كار واچو اودهغه جګړې په پایله كی دوى ته ماته وركړو بالاخره دوى دډیرو څیړنو وروسته فكرې جګړه تثبیت كړه اووې پتیل چی دهمدې جګړې له لاری به مسلمانانو ته ماته وركوى اودوى ددغه لاری تر ډیره بریده بریالى هم سوه دوى په دغه جګړه كی دسلاح څخه كار نه اخلی بلكی دشیطانت ، منځنی اختلاف اچول اودمسلمانانو دخطاایستلو څخه كار اخلی دوى په پیل كی په خپل شیطانت سره دمسلمانانو خلافت لمنځه یو وړى ورپسی .............. لنډه داچی یو كار یې دادى چی دوى په مسلمانانو كی داشى عام كړى دى چی تاسو به خپل دودونه راژوندی كوى ځكه دا ستاسو تاریخ دى ، داستاسو كلچر دى اوداستاسو ادب دى داخو ښه خبره ده چی موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه داده چی كوم ادب وساتو ؟اسلامی ادب وساتو ؟، تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه ددواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامی ادب هدف وی نو نوروز لمانځل خو اسلامی ادب نه دى بلكی داسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاریخ كی چی مو وښودل. كه تراسلام وړاندی ادب هدف وی نو تراسلام وړاندی خو موږ بتانو ته سجدې كولى باید اوس یې هم وكړو ، تراسلام وړاندی خو موږ اسلام دین نه مانه باید اوس یې هم نه ومنو او تراسلام وړاندی خو موږ دمسلمانانو سره جنګیدو باید اوس هم ورسره وجنګیږو .

    كه ددواړو حالاتو ادب هدف وی نو موږ ولى دكفری حالت ادب ژوندی كولو ته دومره لیواله یو اوداسلامی ادب پر ژوندی كولو باندی ټوله بنده خوله پاته یو دبیلګی په ډول زموږ مشرانو لكه میرویس خان نیكه او احمد شاه ابدالی لنګوټې تړلی اوږیری یې لرلى ولی داسى څوك نه سو پیدا ؟چی داخبره وكړى چی لنګوټه او ږیره زموږ عنعنه اوكلچر دى باید عملی یې كړو اووې لمانځو پرته لدې چی اسلامی ارزښت یې په نظر كی ونیسو ځكه داخو زموږ كلچر هم دى . نومعلومه سوه چی داكفری فكری جګړه ده غواړی چی لدې لاری یې داسلام څخه لیری كړی اوبیرته یې هغه كفری حالت ته ورټیل وهی اوبیا یې ترخپل ګورت لاندی راولی .

    په فکری جګړې باندی دپوره پوهای لپاره دمؤلف دفکری جګړی په نامه باندی وپښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى .

    .
    داولادپیدائښت منعه كول

    داولاددپیدائښت منعه كول دپیچكاری (امپول)،ګولی اویاداپریشن په ذریعه په دې موخه چی نارینه یاښځه دتل لپاره داولاد دپیداكیدو دصلاحیت څخه ځان بې برخی كړی داسی كړنه په مطلقه توګه حرامه ده اوكه نوموړی منعه دمؤقت وخت لپاره وی چی دښځی د ډېرواولادودزېږېدو لكبله ددې دهلاكت وېره وی اویایې دموجوده اولاد دهلاكت وېره وی دضرورت ترلیری كیدوپوری جائزدى .

    مسئله : كومه ښځه چی ماشوم په نس كی ولری نو ددغه ماشوم لیری کول جائزدی پدې شرط چی ژوند یې نه وی كړى او اړتیا ورته موجوده وی لكه دموجوده اولاد دمرګ وېره ، یادښځی سخته ناروغی او یا یې دمرګ وېره او كه اړتیا ورته نه وه نولیری كول یې مكروه دی البته قتل نه بلل كیږی ځكه ژوند یې نه دى كړى .([81])

    مسئله : كوم ماشوم چی دمور په نس كی یې ژوند كړى وی لیری كول یې كبیره ګناه ده دناحقه قتل حكم لری پر قاتل یې (
    ۵۰۰) دراهمه لازمیږی .([82])

    یادونه : په اولاد كی ترڅلور میاشتو وروسته ژوند پیدا كیږی یعنی دڅلورو میاشتو وروسته دمور دنس څخه دماشوم لیری كول دقتل حكم لرى .


    دمسواك پرځای دغاښونوبرس اوحكم ئی په روژه كښی

    دایومنل سوی حقیقت دى چی درسول الله
    r ټول هدایات دحكمت څخه خالی ندی كه دمسواك موضوع ته ځیرسو حتما دې نتېجې ته رسیږوچی په مسواك وهلوكښی دوه شیان مطرح دی یودخولی نظافت بل درسول اللهr دكړنی په كټ مټ ډول تقلیدكول .كوم ځوك كه دمسواك پرځاى دغاښونو برس استعمال كړی لومړى شى خوبه یې ترسره كړی وی چی نظافت دی اودوهم شى چی درسول اللهr دكړنی سره ورته والى دى ندی ترسره سوى ځكه درسول اللهr استعمال دلرګی په مسواك وواوداچی په روژه كښی به یې حكم څنګه وی فقهاءكرام دمسواك په اړه داسی لیكی :

    لاباس بالسواك الرطب والیابس بالغداة والعشی عندنا وقال ابویوسف رح یكره المبلول باالماء.([66])

    ژباړه .پروانسته په مسواك وهلوسره لوند وی اوكه وچ سهار اوماښام زموږپرمذهب اوامام یوسف رح وایی مكروه دی هغه مسواك چی په اوبولوند وی .

    واماالرطب الاخضرفلاباس به عندالكل .([67])

    ژباړه . په شنه مسواك سره دټولوپه آند كراهة نسته .

    اودبرس استعمال هم ورته حكم لری اوکچیری دبرس سره پوډر یاكریم استعمال سی په داسی صورت كښی بیله عذره دمکروهوالی څخه نه خالی كیږی ځكه دلانده مسواك لذت تركریم چی شنشوبی ډوله خوندلری ډېرټیټ دى هغه لادځینوعلماؤ په آند دكراهت ځخه خالی ندی په كریم کی په طریق الاولی سره کراهت سته اوبل داچی په روژه کی دهر خوند لرونکی شى څکل مکروه دی ځکه فقهاءكرام لیكی:

    وكره ذوق شی ومضغه بلاعذر .([68])

    ژباړه : بیله عذره (په روژه کښی) دشی ځكل اوژوول مكروه دی .

    قبــركښــل

    د قبركښلو لږ اندازه دومره ده چی دمړی بدبوئی منعه سی اومړى دحیوان كښلوڅخه وساتی دقبر ژوروالى ( عمق ) داحنافوپه آند دانسان نیم قامت یادانسان ترسینی پوری ښودل سوی دى كچیری ترپوره قامت پوری اوږد سی ښه كاردى دقبراوږدوالى ( طول ) به دمړی د اوږدالى په كچه وی اوپسور ( عرض ) به یې دطول په نیمایی وی اودمړی دایښودلودځای په كیفیت كښی داسی ویلاى سوچی لحدیعنی هغه كندنه چی قبردقبلې ولوری ته كیږی دټولوفقاؤپه اتفاق غوره دى ترهغه كندنی چی دقبرپه منځ كی كیږی چی په شق سره شهرت لری پدې شرط سره چی مځكه كلكه وی ځكه چی سعدبن ابی وقاص
    y دمړینی پرمهال داسی وفرمایل :

    الحدوالی لحدا وانصبوا علی اللبن نصبا . ([30])

    ژباړه : ماته لحد جوړكړى اوخښتی راته ودروی .

    كچیری مځكه سوسته وی بیاشق یعنی هغه كندنه چی دقبرپه منځ كښی دویالې په څیروی غوره ده اولحدته پخې خښتی یاتختې درول مكروه دی ځكه خښتی اوتختې دتعمیراتولپاره استعمالیږی اوقبر دتعمیر ځاى نه دى اوقبرته ترخاورواچولووړاندی دمړی دفن ته د ټولوخلګوحضورسنت دى پدې موخه چی دقبر دسرلخوادرې مټه خاوری په لاس ورواچوی مخكی تردې چی په بیلچلوخاوری ورواچوی ځكه دابوهریرة
    y څخه روایت دى :

    عن ابی هریرة
    y انّ رسول اللهr صلی علی جنازة ثم اتی قبرالمیت فحثی علیه من قبل راسه ثلاثا . ([31])

    ژباړه : دحضرت ابوهریرة
    y څخه روایت دى چی رسول اللهr پریوه جنازه باندی لمونځ وكړى بیا راغلی درې مټه خاوری یې دسرله لوری څخه ور وغورځولی .

    دقبرلوړوالی ( ارتفاع ) به یوه لویشت وی ځكه د رسول الله
    r قبریوه لویشت لوړسوى دى نوموړی مطلب دشافعی (رحمة الله علیه) په روایت ثابت سوى دى :

    وروى الشافعی ع%



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :دینی لارښونې ،
  • ښایسته تصویرونه



  • نظرات() 
  • د پښتو ادبیاتو د تاریخ لیكلو بنسټ ایښوونكى

     

     

    ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبیبی

         په كندهار كښی د احمد شاه با با د زمانې راهیسی د كاكړو یوې مشهوره كورنۍ افغانی ټولنی ته ډیر درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندی كړی چی د هغو دجملې څخه یو هم ارواښاد عبدالحى حبیبی صاحب و . ښاغلى حبیبی صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاری زوى په دیارلس سوه اته ویشتم هجری سپوږمیز كال كښی د كندهار په لرغونی او باستانی  ښار كښی وزیږېد .د ارواښاد د مادی ژوند نسبی ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چی د هغه وخت په ښوونځیو كی تر پنځم ټولګى پوری زده كړه وكړی او كله چی په دیارلس سوه شپږم لمریز كال كی د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكی په توګه مقرر شو . څرنګه چی محبوب استاد د پیاوړی استعداد خاوند و نو ډیر ژر یې په لیكلو او شعری پارچو پیل وكړ .

         په پښتو ژبه كی د ادبیاتو د تاریخ لیكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبیبی صاحب پیل كړې ده ، په دیارلس سوه دولسم لمریز كال كی  چی دى په كندهاركی د طلوع افغان د جریدی مدیرو ، په هغه جریده كی  یې د پښتو ژبی شاعرانو پېژندګلوی ته دوه خاص ستونه

    خاص كړل . پیاوړی استاد د پښتو ادبیاتو او د پښتو ژبی د تاریخ په روڼولو كی ډیر   ستر موفقیتونه ګټلی دی او د لویی برخی خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډیره حده دده د همت او زحمت د وجی دده د قلمی او علمی خدمت پله یې ډیره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنیا خوری وری څانګی راټولی كړی او دنوی پوهی په رڼا كی یې د هنر او د ادب و مینه والو ته ډالۍ كړی چی په دې كار سره یې د لرغونی هیواد د تاریخ اصلی جوهر او تاریخی وركی زېرمی رابرسیره كړی او په خپل بی پایه هاند او هڅو یې څه د پاسه یو سلو دو دیرش ډیر مهم شتمن تاریخی او ادبی اثار لیكلی او یا خویې پر هغو داسی سریزی ورزیاتی كړی چی واقعا یې د نامالومو ادبی ، تاریخی او تصوفی اثارو زیرمی خلكو ته روښانه كړی.

         لوى استاد نه یوازی داچی د مطبوعاتو په روزنیز اړخ پوه و بلكی عملا یې دغه لاره پاللی او ټینګه تعقیب كړې ده په تېره بیا د ملی ژبی پښتو د احیا او پرمختیا كښی دده هڅی خورا درنې وې ، نه یوازی دا چی دى په پښتو ژبه كی یو پیاوړى لیكوال و بلكی په فارسی ژبه كی هم یو پوخ لیكوال و او په دواړو ژبو كی ډیر مهم او پاخه اشعار لری او د دواړو ژبو یو خوږ ژبى شاعر او ادبی لیكوال و سربیره پردې چی قدرمن استاد د پښتو او فارسی ژپو یو پیاوړى لیكوال و خو ده په انګلیسی ، عربی او اردو ژبو كی                هم لوى لاس                          درلود .

         پیاوړى استاد په خپل ژوند كی یو لړ ارزښتناكه دندی هم تر سره كړی دی چی نوموړی په دیارلس سوه اووم هجری لمریز كال  كی د طلوع افغان د جریدې مرستیال او وروسته تر درو كلونو د هغې جریدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولنی لوى مدیر ، د طبوعاتو د مستقل ریاست مرستیال ، د پوهنی د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهنی ریس ، په چمن كی د تجارانو وكیل ، د ادبیاتو د پوهنځى ریس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاریخ د ټولنی ریس او د كابل په پوهنتون كی استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاریخی خاوری او دكندهار د فرهنګی او باستانی بېدیاوی ددې علمی او ادبی شخصیت علمی ، تاریخی ، ادبی ، ژبنی او ټولنیز میراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مینه والو په منځ كښی د یوه مدنی میراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوری په ډیر ارزښت او درنښت  سره پاته وی .

     

    د ادب ډیوه مړه شوه

    ته یوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې

    ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې

    تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته

    ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكی ربړېدلې

    ستاوه هیله چی ټول خلــك فهمیــــــده شی

    شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې

    تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ

    تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼی لیــــــكلې

    د هیواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې

    رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې

    ته ددې مینی وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې

    ددې سیمی د تیارو بله ډیــــــــــــــــــــوه وې

    تا د علـــــــــــــــــــــــم تږی ډیر دی اوبـه كړی

    ته د پوهــــــی د سحرونو مجموعــــــــــه وې

    تا په علم باندی پـــــــوه ډیر ناپوهـان كړل

    ددې خاوری د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې

    توره شپه كی دی دلمـــــر په شان رڼا كړه

    د ایشیــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې

    د افغان د سیمی لوى عالـــــم پښتون وې

    پښتونخــوا كی ته سپېدی د سباوون وې

    ته ډیوه د فضیــــــلت وې ددې خـــــــــاوری

    هم سینــا هم بیـــرونی وې ټول دې واوری

    ها چی نیم قرن یې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته

    د هغه په یاد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړی

    لیكوالان او ادیبـــــــــــــــــان سره را ټول دی

    دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړی

    ها د علم تاج  چی نن  ولاړى  په  ګور شو

    د هغه په لوړ نامه به افغان ویـــــــــــــــــاړی

    ستر استاد د پښتو ژبی حبیبـــــــــــــی ولاړ

    لوى لیكوال او پوخ څېړونكى د دری ولاړ

     

    20- 2- 1363 لمریز خیرخانه مینه كابل



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :پښتو تاریخچه ،
  • دنړۍ په اړه ځینی په زړه پوری معلومات

    دنړۍ په اړه ځینی په زړه پوری معلومات                                

    09.06.2010 09:59

    دنړۍ ترټولوغټ اومشهورپوهنتون (ایم،وی لومونوسوف)دی،چی دماسکوپه ښارکی موقعیت لری داودانۍ (32)پوړه(منزله)ده اوڅلوېښت زره کوټې اوتالارونه لری .
    دنړۍ ترټولولوی کتابتون دامریکادکانګریس دی چی په هغه کی 98میلیونه مختلف النوع کتابونه اېښودل شوی دی.
    ترټولولوړه مناره په مراکش کی دحسن ثانی دجامع جومات ده چی څوکاله دمخه جوړشوی او176متره لوړوالی لری .
    په نړۍ کی لوی موزیم دنیویارک موزیم دی چی په هغه کی 35میلیونه مختلف قدیمی اولرغونی آثارځای په ځای شوی دی .
    په نړۍ کی ترټولودزیاتوخاموتېلوتولیدو

    ونکی هیوادروسیه ده،بیاسعودی عربستان دی خوترټولوډېرمصرفوونکی هیوادامریکاده چی په ورځ کی تقریباًڅوارلس نیم میلیونه بېلره تېل مصرفوی .
    ترټولولوی پارلمان دچین پارلمان دی چی دغړوشمېرئې:2978تنوته رسیږی.
    دکاغذترټولولوی تولیدوونکی هیوادامریکاده چی کلنۍ اندازه ئې :68میلیونه ټنه ده چاپان په دوهم نمبراوکاناډاپه دریم نمبرکی ځای لری.
    دنړۍ ترټولولویه ټاپووزمه دسعودی عربستان،یمن اوخلیج ټاپووزمه ده چی 3250000کیلومتره مربع مساحت لری.
    دابادۍ په لحاظ دترټولولوی ښاردهنددبمبئ ښاردی چی:(12383100)ابادی لری.
    ترټولولوړه دغره څوکه په نېپال کی د:ماونټ ایورسټ څوکه ده،چی (8850)متره لوړوالی لری .

    ترټولولوی سیاره (ستوری)مشتری دی خوپه رڼاکی ترټولوزیات زهری دی اوپه چټکوالی کی عطاردترټولودمخه دی .
    ترټولولوی هوایې ډګردسعودی عربستان دپلازمینی ریاض دشاه خالدنړۍ وال میدان دی چی تقریباً86کیلومتره مربع دی،خوترټولوزیات مصروف دامریکادشیکاګودی .
    ترسمندرلاندی ترټولولوی سورنګ په جاپان کی دی چی درې پنځوس نیم کیلومتره اوږدوالی لری اودرېل ګاډی پټلۍ پکی غزېدلې ده .
    دنړۍ ترټولواوږدسړک امریکن های وی دی چی 24140کیلومتره دی دالاسکاڅخه پیلیږی اودچلی دسانتیاګوڅخه تېریږی اودارجنټاین پایتخت ته رسیږی .
    ترټولولوی اسلامی هیوادسوډان دی چی (2503890)کیلومتره مربع دی اوورپسې الجزائزاوسعودی عربستان دی البته دنفوسوله امله
    اینډونیزیاترټولواسلامی هیوادونودمخه دی اودکال:1999دسرشمېرنی په اساس ئې نفوس:184063000تنه دی بنګله دېش اوپاکستان په دوهمه اودریمه درجه کی دی .
    دامعلومات په یوه مجله کی ووچی په کال:1383هجری لمریزکال کی چاپ شوې ده دیادونی وړده چی کېدیشی ځینی شیانواوس تغییرکړی وی .


    لیکوال:عصمت الله عزام



  • نظرات() 
  • د اذان په وخت کښی تلاوت کول

    د اذان په وخت کښی تلاوت کول  

    د اذان په وخت کښی تلاوت کول کله چی مصروف وی یعنی سوره یی شروع کړی وی او ختمه نوی نه چی اذان شروع شی تلاوت به دروی که جاری به یی ساتی ؟
    ځواب
    بسم الله الرحمن الرحیم
    کله چې آذان شروع شی نو غوره داده چې قرآئت ودروی او د اذان نه وروسته بیرته هغه شروع کړی ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وایی نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله علیه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حی على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حی على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .
    یعنی کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وایی تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وایئ بیا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وایئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وایئ  بیا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وایی نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وایئ  بیا چه کله قال حی على الصلاة وایی تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وایئ او کله چه حی على الفلاح وایی تاسې به حی على الفلاح وایئ بیا چه کله الله أكبر الله أكبر وایی تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وایئ بیا چه کله لا إله إلا الله تاسې به هم لا إله إلا الله وایئ څوک چې د زړه نه داسې ووایی داخل به شی جنت ته (رواه مسلم ) .
    د ځنو علماؤ په نزد د آذان ځواب ورکول واجب دی لکه چې د حرمینو ستر عالم ابن عثمین وایی :فإذا سمعت المؤذن وأنت تقرأ القرءان فاقطع القرآن وأجب المؤذن تقول مثل ما یقول إلا فی حی على الصلاة حی على الفلاح فتقول لاحول ولا قوة إلا بالله.
    نو مسلمانان وروڼه باید د آذان له ځواب سره خپل ځان عادت کړی او د آذان په وخت خبرې ونه کړی
    آن لاین اسلامې لارښود

    تنها لمونځ کونکی په جهری لمانځه کې په زوره قرائت لوستلای شی ؟

    که څوک ځان ته لمونځ کوی او لمونځ هم جهری لمونځ وی نو ایا سړی کولای شی چې قرات په لوړاواز سره وکړی؟       
    الله ج مو کامیاب او سر لوړی لره په مینه – حیات هجران  

    ځواب

    بسم الله الرحمن الرحیم
    د منفرد یا تنهاګزار د پاره په جهری لمونځ کې لکه سهار،ماښام او ماسخوتن کې په جهر ویل افضل دی
    البته د شرعی عذر پرته د جماعت پریښودل ګناه ده (فتاوی دارالعلوم دیوبند ج ۲ ص ۲۶۶ بحواله – و ان کان منفردا فهو مخیر ان شآء جهروا سمع نفسه لانه امام فی حق نفسه وان شآء خافت لان لیس خلفه من یسمعه والافضل هوالجهر لیکون الاداء علی هیئة الجماعت (هدایة ج ۱ ص ۱۰۵ )).
    مګر د ښځې د پاره په ټولو لمونځونو کې قرائت په ورو لوستل په کار دی ځکه چې د ښځې غږ عورت دی (فی الکبیر قال ابن الهمام خرج بالنوازل بان نغمة المراءة عورة الی قوله وعلی هذا الوقیل اذا جهرت فی الصلوة فسدت کان متجها – درالمختار ج۱ ص ۳۷۷ نقل فی الفتاوی دارالعلوم دیوبند ).

    آن لاین اسلامې لارښود

      

     دری کلن ماشوم د مکمل قرآنکریم حافظ

     

    «عبدالرحمن فارج» درې کلن الجزایری ماشوم په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د قرآنکریم وړوکی حافظ شمیرل کیږی .
    عبدالرحمن قرانکریم د خپلې مور او همدارنګه تلوزیون څخه حفظ کړی دی د ده لقب (مسرور) یعنی خوشحاله دی هغه تقریباً ټول قرآنکریم په صحیح توګه یاد کړی دی او بدون له کوم مشکل یې تلاوت کوی او حتی د تجوید ډیر کوچنې قواعد هم رعایت کوی .
    مور او پلار یې د ده د ځنو اخلاقو او عجیب سلوک په باره کې وایی : ډیر ماشومان د لوبو په وخت کې خوشحاله وی مګر «عبدالرحمن» چې کله د قرآنکریم آواز آوروی نو خوشحاله شی ،تبسم کوی او خوله خلاصوی .
    د«عبدالرحمن» مور د الشروق الجزایر ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال د قرآنکریم د حفظ د څنګوالی په باب وویل : کله چې زه حامله وم د قرآنکریم تلاوت به مې کولو او هره اونې به مې د جمعې په ورځ  سورت (الکهف ) ویلو او هره ورځ به مې دوه سورتونه  (الناس ) او (فلق ) او همدارنګه سوره (تبرک الذی ) تلاوت کولو .

    هغه زیاتوی : د عبدالرحمن د زږیدلو وروسته  به مې هره ورځ  د قرآنکریم د تلاوت خپرونه نیوله چې په دې سره  د هغه غوږونه او بدن مې د کلام الله مجید سره بلدول . علاوه له هغه کوم ذکر او دعا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د مستحبابو په توګه او یا حتی د ورځنیو وظایفو په توګه مونږ ته رسیدلی دی ویل به مې تر څو هغه به د قرآنکریم د آیایتونو او د الله تعالی د ذکر په زمزمه کولو سره بیده کیده .
     د قرآنکریم د حفظ کولو د دقیقی مودې په اړه د عبدالرحمن مور زیاتوی : د عمر په دوه کلنۍ کې کوم سن کې چې ماشومان لوبې کوی ما هغه لیدلو چې د قرآنکریم آیتونه په پې له ځانه سره زمزمه کول او د قرآن نه بغیر به یې له هیڅ شی سره مینه او محبت نه کولو او کله به مې چې وغوښتل د کارتون خپرونه ورته ونیسم هغه به یې نه قبلوله او له ما نه به یې غوښل چې قرآنی شبکې خپرونه پریږده .
    په آخر کې ویلاې شو چې دغه وړوکی ماشوم حافظ په اوسنی عصر د الله تعالی د قدرت د نښانو څخه یوه نښه ده



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :دینی لارښونې ،
  • دجنازی احکام

     

     

    دجنازی احکام

     

    دالله ج کوم بنده چه ددې  دنیا نه رخصت واخلې او دمرګ په لار باندې دآخرت د کور طرف

     

    ته ځی نو اسلامی شریعت دده په عزت او درناوی سره د رخصت کولو یوه  خاص طریقه

     

    مقرره کړی ده چه په نهایې عزت او اکرام سره به د مسلمانانو د ډلې له خوا بدرګه کیږی .

     

    هغه په ښه شان سره پاکوی (غسل به ورکوی ) په پاک سپین رخت کې به یې تاووی

     

    بیا د مسلمانانو دیوټولی لخوا به په ګډه دعا ورته کیږی (دجنازی لمونځ ) بیا هغه په پوره عزت سره خاورو ته سپاری .

     

    مسلمانانو لپاره دا دفخر ځای دی چه مړی د اسلامی شریعت مطابق خاورو ته وسپارل

     

    شی ځکه چه دا مړی به له ورایه د محمدرسول الله ص امتی ښکاری  .

     

    ځنکندن :

     

    هرکله چه دمرګ علامې ښکاره شی ،نودهغه سره کناستل اودقرآن لوستل پکار دی که

     

    سورة یس تلاوت شی ښه   به وی رسول الله ص فرمائی : تاسی خپلو مړکیدو واله ته

     

    یآسین وائی  (احمد،ابؤداود ابن ماجه ).

     

    همدارنګه دځنکدن پر وخت كې مړکیدونکی ته د کلمه لااله الا الله تلقین کوئ . (مسلم )

     

    چه هغه یې واروی اوخپله یې هم ووایی او خاتمه په خیر شی ،که خپله کلمه وایې نو

     

    بیا به ناست کسان د کلمې تلقین نه ورکوی چه زړه یې ورڅخه تورنه شی دغه آخر وخت

     

    کې انکار ونه کړی ځکه چه دا سخت وخت وی .

     

    دغه وخت کې ناستو کسانو لره پکار ده چه مړ کیدونکې ته د خیر دوعا وی وکړی رسول

     

    الله ص  فرمایی : دغه وخت چه څوک دُعا کوی نو دهغه په دُعا فریښتی آمین وایی .

     

    هرکله چه د مړ کیدونکې ساه ووځی دهغه اندامړنه به سم کړی سترګې به یې بندی

     

    کړی ،زنه به یې وروتړی تر څو خوله یې خلاصه پاتې نشی د پښو غټی ګوتې به یې سره

     

    بندی او پښی به یې سیده کړی .

     

    ناپاک سړی او حیض او نفاس واله ښځه به مړی ته نیږدی نه ورځې .

     

     

    غسل :

    دغسل ورکولو حق لومړی دهغه کس دی چه مړی وصیت ورته کړی وی بیا د پلارګنې

     

    څپلوان او بیا مړی ته نږیدې خپلوان ،سړی به سړیو ته غسل ورکوی او ښځې به ښځی

     

    ته غسل ورکوی یودبل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دی ،ښځه او میړه یوبل ته

     

    غسل ورکولای شی اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وی غسل

     

    ورکولای شی ځکه چه هغوی دعورت په پټولو ندی مکلف شوی .

     

    دغسل ورکولوطریقه :

     

    لومړی به مړی په یوه تخته څملوی اوجامې به ترینه وباسی لنګ به ور ووهی بیا به

     

    استجاء ورکړی داسې چه تر لاسه یوه ټوټه تاوکړی اوبیا دلنګ  نه لاس د ننه کړی د غټواو

     

    وړو متیازو ځایونه به وونځی دمړی شرمګاه ته به نظر نه کوی .

     

    که بریتونه ،نوکان او دتخرګ ویښتان یې لوی وی هغه به لری کړی خودشرمګاه په

     

    ویښتان به کار نه لری ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جایز نه ؤ .

     

    بیا به اودس ورکړی په اوداسه کې په خوله اوپوزه کې اوبه نه اچول کیږی پریوه ټوټه به دغوږونو اوپوزی سوری اوغاښونه  پاک کړی ورسته به دغوږونو،پزی اوخوله کې مالوچ کیږدی چه اوبه ورنه شی .

    که دکوم سړی په باره کې ستاسو یقین وی چه دا دناپاکی  په حالت کې وفات شوی  یا ښځه دحیض اونفاس په حالت کې وفاته شوی  ده نو دهغه په خوله اوپوزه کې لږلږ اوبه رسول پکار دی.

    داودس نه پس یې سر اوږیره په صابون ، شامپو یا بل څیز ښه پاک کړئ بیا یې لومړی په ګین اړخ څملوی په ښی طرف یې دری ځله له سرنه تر پښو اوبه واچوی او نرم نرم یې بدن وموښئ ،بیا په همدی شان کیڼ طرف دری ځلې اوبه اچول .

    ورسته مړی په قراره د ځان طرف ته راپورته کړی اوپه کراره به یې په خیټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې یې څه پاتی وی هغه ورڅخه ووځی ورسته به هغه پریمنځی دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .

    اوس نو غسل وشو لنګ به تری لری کړی بل لنګ به ور واچوی له هغه ځای څخه به یې بل ځای ته پورته کړی بدن به یې وچ کړی کفن به ورواچوی .

    دمړی څخه د زوراتوایستل پکاردی ځکه چه هغه خرابیږی که دطلا یا بل شی قیمتې غاښونه وی که یې ایستل اسانه وی او په ژوند میت په عادی شکل ایسل نوښه اوکه ایستل یې سخت وی یا د مړی چهری ته نقصان رسوی نو بیا به یې پریږدی



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :دینی لارښونې ،
  • قبــركښــل

    قبــركښــل

    د قبركښلو لږ اندازه دومره ده چی دمړی بدبوئی منعه سی اومړى دحیوان كښلوڅخه وساتی دقبر ژوروالى ( عمق ) داحنافوپه آند دانسان نیم قامت یادانسان ترسینی پوری ښودل سوی دى كچیری ترپوره قامت پوری اوږد سی ښه كاردى دقبراوږدوالى ( طول ) به دمړی د اوږدالى په كچه وی اوپسور ( عرض ) به یې دطول په نیمایی وی اودمړی دایښودلودځای په كیفیت كښی داسی ویلاى سوچی لحدیعنی هغه كندنه چی قبردقبلې ولوری ته كیږی دټولوفقاؤپه اتفاق غوره دى ترهغه كندنی چی دقبرپه منځ كی كیږی چی په شق سره شهرت لری پدې شرط سره چی مځكه كلكه وی ځكه چی سعدبن ابی وقاص
    y دمړینی پرمهال داسی وفرمایل :

    الحدوالی لحدا وانصبوا علی اللبن نصبا . ([30])

    ژباړه : ماته لحد جوړكړى اوخښتی راته ودروی .

    كچیری مځكه سوسته وی بیاشق یعنی هغه كندنه چی دقبرپه منځ كښی دویالې په څیروی غوره ده اولحدته پخې خښتی یاتختې درول مكروه دی ځكه خښتی اوتختې دتعمیراتولپاره استعمالیږی اوقبر دتعمیر ځاى نه دى اوقبرته ترخاورواچولووړاندی دمړی دفن ته د ټولوخلګوحضورسنت دى پدې موخه چی دقبر دسرلخوادرې مټه خاوری په لاس ورواچوی مخكی تردې چی په بیلچلوخاوری ورواچوی ځكه دابوهریرة
    y څخه روایت دى :

    عن ابی هریرة
    y انّ رسول اللهr صلی علی جنازة ثم اتی قبرالمیت فحثی علیه من قبل راسه ثلاثا . ([31])

    ژباړه : دحضرت ابوهریرة
    y څخه روایت دى چی رسول اللهr پریوه جنازه باندی لمونځ وكړى بیا راغلی درې مټه خاوری یې دسرله لوری څخه ور وغورځولی .

    دقبرلوړوالی ( ارتفاع ) به یوه لویشت وی ځكه د رسول الله
    r قبریوه لویشت لوړسوى دى نوموړی مطلب دشافعی (رحمة الله علیه) په روایت ثابت سوى دى :

    وروى الشافعی عن جابر
    y ان النبیr رفع قبره عن الارض قدرشبر.([32])

    ژباړه : امام شافعی (رحمة الله علیه) دحضرت جابر
    y څخه روایت كړى دى چی درسول اللهr قبریوه لویشت دمځكی څخه لوړسوى دى اودقبرسربیرن كیفیت به ماهی ورته وی ځكه درسول اللهr قبرماهی ورته ښودل سوى دى ځکه په یو روایت کی راځی :

    قال سفیان الثمار رایت قبرالنبی
    r مسنما.([33])

    ژباړه : سفیان ثمار وایی چی ما درسول الله
    r قبر ولیدى چی ماهی ورته جوړسوی وو .

    دقبرپخول یاودانۍ پرې جوړول مكروه دى همداډول مسجد په قبروكښی جوړول اودقبرمچول یاطواف باندی كول دمكروهاتوڅخه ګڼل سوی دی ځكه فقهاءكرام لیكی :

    وذكرفی الفقه الاسلامی یكره تجصیص القبروالبناء والكتابة علیه والمبیت عنده واتخاذ المسجد علیه وتقبیله والطواف علیه والاستشفاء باالتربة من الاسقام .([34])

    ژباړه : دقبرښائسته كول ، ودانۍ پرې جوړول ، لیكنه پرې كول ، شپې ورته تېرول ، مسجدپرې جوړول ، دقبرمچول ، طواف پرې كول او دناروغیوڅخه دقبرپه خاوره شفاءغوښتل مكروه دی .

    پرقبر باندی لیكنه داحنافوله آنده كه اړتیا ورته موجوده وی پروانه كوی .([35])

    مسئله : په مقبره كښی لمونځ كول هم دمكروهاتوڅخه ګڼل سوى دى ځكه رسول الله
    r دداسی كړنی څخه منعه فرمایلی ده لكه چی فرمائی:

    لاتجلسواعلی القبورولاتصلوا الیها ([36])

    ژباړه : پرقبروباندی مه كښینئ اومه لمونځونه پرې كوئ .

    مسئله : قبرونو ته تكیه وهل یاپرې پرېوتل مكروه دی ځكه فقهاءكرام لیكی :

    وجعلوا الاتكاء اوالاستناد مكروها كاالجلوس . ([37])

    ژباړه : قبرونوته تكیه وهل یاستونی ستخ پرې پرېوتل فقهاؤ مكروه ګرځولی دى .

    مسئله : دقبرو څخه دمړو كښل حرام دی ترڅوچی یې یقین نوی چی دمړی هډوكی لمنځه تللی دی او دهډوكو ماتوالی یې حرام دى ځكه رسول الله
    r فرمایی :

    وعن ام سلمة (رضی الله عنها) قالت قال رسول الله
    r كسرعظم المیت ككسرالعظم الحی فی الاثم . ([38])

    ژباړه : دحضرت ام سلمې (رضی الله عنها) څخه روایت دى چی دې مباركی ویلی دی چی رسول الله
    r فرمایلی دی : دمړی دهډوكو ماتول دژوندو كسانو دهډكو دماتوالی په څیر دی (په ګناه كښی).

    مسئله : دقبرونوسرته دډ برو ایښودل جائزدی ځکه دعثمان بن مظعون
    y ددفن په كیفیت كښی درسول اللهr څخه روایت سوى دى :

    انه صلی الله علیه وسلم وضع عند راس عثمان بن مظعون صخرة. الحدیث([39])

    ژباړه : رسول الله
    r دعثمان بن مظعونy وسرته یوه ډبره كښیښودل.

    مسئله : كچیری یوه ښځه مړه سول په نس كښی یې ژوندى بچى وو د ډیرو علماؤ په آند نس څیرل یې غوره دی ځكه استبقا دژوندى په تلفیدودجز دمړی ده .([40])

    مسئله : په یوه قبركښی دډیرومړوښخول جائزنه دى مګر داړتیا په وخت كښی جائزدى .داړتیا وخت داسی ښودل سوى دى چی مړی ډېروی دهریوه لپاره قبركښل ګران وی نوپه دغه وخت كښی دډېرومړویوځاى كول په یوه قبركښی جائز دی اوكه نراوښځی دواړه وی نوپکار ده چی جلاجلا یې ښخ كړی . پاته دی نوی چی نورمړی به په ترتیب سره ښخ كړی اوترتیب یې داسی دى چی دلومړۍ مرتبې لرونكی خلګ به لومړى په قبر كښی كښیږدی اوبیا به ددوهمی مرتبی لرونكی ایږدی مثلا كه پلاراوزوی وی لومړی به پلاراوبیا به زوی ایږدی بیابه لمسی ایږدی كه موراولوروی لومړۍ به موربیابه لور ایږدی اوددوو مړو په منځ كښی به یوجلاكونكی شی ایږدی چی دخاوروڅخه جوړسوى وی .([41])

    مسئله : كافرته به دمسلمانانوپه هدیره كښی ځاى نه وركوی اونه به مسلمان دكافرانوپه هدیره كښی ښخوی.([42])

    مسئله : كه یوه نصرانی ښځه مړه سوه اوپه نس كښی یې بچى موجود وو داچی بچی یې پر فتری ایمان دى نوموړی ښځه به دمسلمانو په هدېره كښی په دې ترتیب ښخه كړی چی شا به یې وقبلی ته وی ځكه جنین دمورپه نس كښی غالبا داسی وی چی مخ یې دموردشا لوری ته وی.([43])

    مسئله : دقبروڅخه دشنو ونو یانباتاتو وهل جائزنه دی مګر كه وچ سی بیاپروانكوی .([44])

    مسئله : مړی په تابوت كښی ایښودل جائزدی ځكه فقهاءكرام فرمایی :

    قال الحنفیة لاباس باتخاذ التابوت ولومن حجراوحدید للمیت عند الحاجة كرخاوة الارض .([45])

    ژباړه : دحنفی مذهب علماؤ ویلی دی : مړی ته تابوت جوړول که څه هم داوسپنی یاډبری څخه وی داړتیاپه وخت کی لکه دمځکی سستوالى پروا نه کوی .

    دیادونی وړده چی دمړی په تابوت كښی دایښودلوپه خت كښی به په تابوت كی خاوری اچوی بیابه مړی پكښی ایږدی اودښځینه مړی ددفن په وخت كښی به دخپلوانوله لوری دمړی دراكښته كولوپه وخت دحجاب په موخه پرده ځړانده كړی داخبره ظاهره اوښكاره ده .


    دماشینی چرګانوغوښی

    ښکاره خبره ده چی دحلال سوو (مذبوح) چرګانو یادنوروڅارویو دغوښو خوړلوشرعی وړتیا یې پردې باندی موقوفه ده چی كچیری دچرګ ښارګونه چی مسفوحه وینه پكښی ده پری سوی وی اووینه ځنی تللی وی ، درګودپرې كولوپه وخت كښی دالله
    Y
    نوم په قصدی ډول نوی پاته سوی بېله دې چی دبل چانوم ورسره واخستل سی اودغه حلالیدنه دمسلمان یاكتابی لخواسوی وی دنوموړی چرګ غوښی بېله شبهې حلالی دی اوكه دپورتنیوشرطونوڅخه یوپاته سوى وی غوښی یې حرامی دی .كومی غوښی یاچرګان چی دباندنی هیوادونو څخه راځی پردوه ډوله دی :

    الف :دبهرنیو هیوادو څخه بندی غوښی .

    ب : دفارمی چرګانو غوښی .

    کومی غوښی چی دبهرنی هیوادو څخه راځی دحلالیدودشرعی یاغیر شرعی كیفیت څخه ډاډمن معلومات نوی ددغه غوښوڅخه اجتناب احتیاط دی اواحتیاط په دین كښی واجب دى ځکه لومړى خو دا معلومه نه ده چی دچرګانو وژنه دوى دبرق یانورو آلاتو په مټ کوی یعنی مسفوحه وینه یې وزی اوکه یا که داهم معلومه سی چی مسفوحه وینه یې باسی اودچړی په مټ یې حلالوی بیا نو دا نه ده معلومه چی حلالونکى کس څنګه انسان دى یعنى مسلمان یاکتابی دى اوکه یا که څوک وایی چی دغه چرګان ټوله داهل کتابو په هیوادو کی حلالیږی لکه امریکا ، کاناډا اوداسی نور نو لازمی خبره ده چی دغه چرګان به دکتابیانو لخوا حلال سوى وی داخبره هم درسته نه ده ځکه دهغه کتابیانو حلال سوى حیوان حلال دى چی کتابیان وی حال داچی دمعاصری نړۍ زیات اهل کتاب مشرکان دی ځکه دوی وعیسى
    u ته (العیاذبالله) دخداى په زوى وایی نو دمشرک دلاس حلال سوى حیوان جائز نه دى اوددغه غوښوپرحراموالى ترهغه بریده حكم نه كیږی ترڅوچی شرعی اومعتمد كسان ددغه چرګانودحلالیدوپرغیرشرعی كیفیت باندی شاهدی ورنكړی اوپه اوازوسره یادچاوچاپه قول سره دحراموالی حکم کول دایمان دزوال وېره ده ځكه دایمان د شرطونو څخه یوشرط دادى چی حلال دخداىY حلال بلل كه پریوشى دحرام حكم وسی اوپه حقیقت كښی هغه شى حرام نوی نو دایمان شرط ولاړى كوم وخت چی شرط ولاړسی مشروط هم ځی چی دایمان څخه عبارت دى نوښه داده چی اجتناب ځنی وكړل سی كوم وخت چی یی ثبوت په شرعی ډول سره ورته راسی نو بیا دهغه څه حكم کیدلاى چی شریعت یې غوښتنه کوی .([46])

    دفارمی چرګانوغوښی :څرنګه چی فارمی چرګان په حرامو غوښو باندی روزل کیږی لکه وینى اوداسی نور دداسی غذاوو رانیول خرڅول حرام دی . البته ددغه چرګانو په حکم کښی درې شیان موجود دی :

    الف :ددغه چرګانو رانیول اوخرڅول

    ب : دغذا رانیول اوخرڅول.

    ج : دغوښوخوراک یې .

    دچرګانو رانیول اوخرڅول جائز دی خو حرامه غذا ورکول جائز نه دی او دحرامی غذا رانیول اوخرڅول هم جائز نه دی .

    دغوښو په اړه یې پرېکړه داده چی که غوښی دحرامی غذا لکبله بدبویه سوی وی حرامی دی اوکه نه وی بدبویه سوی حلالی دی نو څرنګه چی په عام ډول دفارمی چرګانو غوښی ددغه حرامی غذا له کبله بدبویه نوی نو حلالی ورته ویل کیږی .ځکه ردالمحتار دهغه چرګانو په اړه وایی چی مرداری خوری : درې ورځی دی یې وتړی بیا دی یې حلال کړی ترڅو هغه بدبویی لمنځه ولاړه سی .([47])

    ******



    دانسانی وېښتانورانیول اوخرڅول

    په ځینوځایو کی داسی دود دى چی ښځی وېښتان رانیسی بیا یې دخپل سره پیوندوی ترڅو خپله ښکلا پرې زیاته کړى داسی کړنه حرامه ده ځکه الله
    Y فرمایی:
    ژباړه : قسم دانځرپه درخته ، قسم د زیتون په درخته ، قسم دطور په غره سره اوقسم پدې امین ښار سره چی موږ انسان په ډېر ښائسته جوړښت کی پیداکړى دى .

    په پورتنى آیات کریمه کی الله
    Y دڅو قسمو وروسته فرمایی چی ماانسان په ډېر ښائسته جوړښت کی پیداکړى دى څوک چی داللهY جوړښت ښائسته نه بولی بلکی مصنوعی ښائست ځان ته ورکوی په ږیره خریولو سره یا په وېښتانو پیوندولو سره اویا په نورو شیانوسره حرام کار دى کومه ښځه چی داکار وکړى رسول اللهr لعنت پرې ویلى دى ځکه ردالمحتار لیکی :

    قال ابن العابدین تحت قوله (وشعر الانسان) : ولایجوز الانتفاع به لحدیث لعن الله الواصلة والمستوصلة.([56])

    ژباړه :دانسان دوېښتانوڅخه ګټه اخستل ندی روا ځکه رسول الله
    r فرمایی : لعنت دخداىY دی وی پر وېښتانو ورکونکی ښځه باندی او پروېښتانو اخستونکی ښځه باندی .



    دوینی وركول

    كچیری ناروغ ته دمړینی ویره وی یعنی كچیری ناروغ ته وینه ورنكړل سی ناروغ مری دیوماهرډاكټرپه مشوره سره نودوینی وركول جائزدی یاداسی وی چی د مرګ ویره نوی بلكی دیوماهرډاكټرله نظره د وینی د وركړی پرته دنوموړی ناروغ جوړیدنه شونی نوی په دغه صورت كښی هم جوازلری اوكه بېله وینی وركولوامكان وی نودوینی د وركولوڅخه ځان ژغورل غوره دی اوكه دوینی لګولوڅخه موخه ښائست یاجسمی قوت وی ناجائزدی اودوینی خرڅول اورانیول جائزندی مګر كه ناروغ ته بېله قیمته وینه نه پیداكیدل نوموړی ته جوازلری مګرخرڅونكی ته جائزه نده په هیڅ وخت كښی اودكافرانووینه لګول جائزدی مګرداشد ضرورت پرته پرهیزځنی كول بهتردی ځكه دكافرانوپه وینه كښی خامخا ځنی اثرات سته چی هغه ممكن مسلمان د ځینو كرغیړنو خویونوڅښتن كړی لكه چی ډاكټران حضرات په دې خبره اصرار كوی چی دوینی دلاری ډیری ناروغی انتقالیږی همداوجه ده چه فقهاءكرام فرمائی چی كوچنی ته دكافری یافاسقی ښځی شیدی وركول ښه ندی ځكه دهغه ښځی بداثرات په كوچنی كی ښكاره كیږی .([57])

    مسئله : لکه څرنګه چی یوه ښځه یو ماشوم ته شیدې ورکړى نو دغه ماشوم ددغه ښځی رضعی زوى ګرځی او ددې اودزیاتو نسبى قریبانو سره یې ددغه ماشوم نکاح حرامه ګرځی اوس سوال دادى چی که یوه ښځه خپل مېړه اویا مېړه خپلی میرمنی ته وینی ورکړى ایا پدې سره هم نکاح ته کوم تاوان رسیږی که یا ؟ ځکه لکه په شیدو چی بدنی وده راتله په وینه هم بدنی وده راځی. جواب دادى چی لکه څرنګه چی فقهی شریفی درضاع لپاره وخت ټاکلى دى چی ددوو یادوونیمو کالو څخه عبارت دى یعنی که دیوې ښځی شیدې داسی څوک وچیښی چی تر دوه نیمو کالو زیات وی رضاع نه په ثابتیږی په همدې وجه وینه ورکول نکاح ته کوم تاوان نه رسوی .([58])



    دږیری رنګول

    په سرونوكرځوسره دږیری رنګول جائزدی بلكی زیات فضیلت هم لری ځكه په ډیرواحادیثوسره ثابته سوی ده او تورول یې كه دجهادلپاره وی دمشهوروعلماؤپه آند ښه کار دى اوکه دښکلا لپاره وی مكروه دى ځكه دوى فرمایی :

    واما الخضاب باالسواد فمن فعل ذالك من الغزاة لتكون اهیب فی عین العدوّ فهومحمودمنه اتفق علیه مشائخ رحمة الله علیهم ومن فعل ذالك لیزین نفسه لنساء ولیحب نفسه الیهن فذالك مكروه وعلیه عامة المشائخ .([88])

    ژباړه . که غازیانو ږیره پدې موخه په توررنګ ورنګول چی ددښمن په سترګه كی هیبت ناك ښكاره سی نونیك كاردى اوكه څوك داكارپه دې موخه وكړی چی ځان وښځوته ښكلى اومحبوب وښیی نومكروه دی اومشهورعلماء كرام هم په دې نظردی .

    داخبره چی څوك ږیره توره كی لمونځ یې صحت نلری ځكه اودس اوغسل یې نه صحیح كیږی ځینی غیرمعقول دلائل هم لری بی بنسټه دی .

    مسئله : دږیری خریل یالنډول جائزندی اونه ښځوته جائزده چی سر لنډوی دنارینه لپاره ښه طریقه دسرخریل دی اویا راسته لارایستل دی ځنی كلچرونه چی په ټولنه كښی دود دی اودكفاروسره تشبیه پكښی نغښتی ده ځان ځنی ژوغورل لازمی دی .


    دلاسونومچول اوتندی پرایښوول

    دعلماؤ یا مشائخودلاسونومچول چی دنیاوی مطلب نوی پكښی بلكی دمذهبی ځانګړتیاپه وجه یې مچوی جائزدى .دآمرلاس مچول كه یې پدې وجه مچوى چی ده ته توجه وكړی اوارزښت یې ورته ډیرسی جائز ندى اوكه ددې لپاره وی چی آمرعادل وی دده پرښه والی باندی نه پرمادی هدف باندی جائز دى اوتندی پرایښودل یاپښې مچول جائز ندی .([84])



    زیارت كول

    لكه څرنګه چی په معاصروخت كی دځینو ډلو لخوا پر زیارت كولو باندی بندیز لګیدلى دى اوداسلام له نظره یې حرام اوشرك ښیئ خو حقیقت داسی نه ده ځكه زموږ حنفی مذهب زیارت كول جائز ښودلى دى اوفرمایی :

    قال زین العابدین تحت قوله : وبزیارة القبور ای لاباس بها بل تندب .([85])

    ژباړه : دقبرونو زیارت كول پروا نه كوی بلكی مستحب دى .

    كوم شى چی مذهب موږ ته مستحب ښودلى وی موږ ته لازمه ده چی تقلید یې وكړو خو یوه خبره دیادونى وړ ده هغه داچی په ځینو ځایو كی خلګ زیارت په صحیح ډول نه كوی بلكی داسی ناروا كارونه پكښی كوی چی درسول الله
    e داصحابو څخه یې هیڅ ثبوت نه وی راغلی آن تردې چی ځینی خلګ خو بیخی شرك كوی په همدې موخه ویلاى سو چی زیارت كول درې جهته لری

    الف : زیارت كول بدعت دى داپه هغه صورت كی چی یو څوك زیارت كوی مقصد یې دالله
    Y څخه دځان اومړی لپاره مغفرة وی البته دزیارت كولوپه شرعی ډول نه پوهیږی مطلب داچی په زیارت كښی داسی كړنی كوی چی درسول اللهr څخه یې ثبوت نوی سوى بلكی رواج یې موندلى وی لكه چی په ځان پوری ډبری موږی یایې مچوی اویاپرقبر طواف كوی یاپرقبرباندی رښكی اویادچرګ سراوپښې ځړاندوی داډول زیارت كول بدعت دى

    ب : زیارت كول شرك دى دا په هغه صورت كی چی یوڅوك په دې موخه زیارت كوی چی دقبرڅخه شفاء غواړی اویانور مطالب ځنی غواړی چی هغه مطالب دالله
    Y څخه غوښتل كیږی داډول زیارت كول شرك دى

    ج : زیارت كول جائز دى داپه هغه صورت كی چی یو څوك په شرعی طریقه سره زیارت كوی كومه چی درسول الله
    e اواصحابو څخه رانقل سوى ده پدغه ډول زیارت كول جوازلری ځكه رسول اللهr فرمائی :

    كنت نهیتكم عن زیارت القبور الافذروها
    ۱۲ .

    ژباړه : په تېروخت كښی می تاسودقبرودزیارت څخه منعه كړی واست خبراوسی زیارت كوى.

    پورتنۍ اجازه دنارینوو لپاره یقینی ده خو دښځو لپاره په زیارت كولو كی اختلاف سته ځكه ردالمحتار لیكى:

    كچیری ښځو غیر شرعی كارونه ترسره كول سپین سرو ته پروا نه كوی اوځوانو ښځوته مكروه دى ځكه فتنه ځنی جوړیږی .([86])

    دښځو زیارت كول كه څه هم دځینومشائخوپه آند جائزدى مګر ځینومكروه ګڼلی دى نوښه به داوی چی ښځی دزیارت كولوڅخه منعه سی ځكه ښځی دزیارت شرعی اصول نسی مراعات كولای بله خبره لاداده چی زیارت كول جائز یامستحب دى اوجماعت سنت مؤكد دى دجماعت په اړه لازموږ مذهب دښځو پرتګ باندی بندیز لګولى دى نو كله چی پر مؤكد سنت اداكولو باندی بندیز سو نو پر جائز یامستحب كار باندی باید بیخی دښځو لپاره بندیز سی .

    والله اعلم بالصواب وعند ام الكتاب .

    ******

     د رشوت بیان

    دایوڅرګنداومنل سوى حقیقت دى چی رشوت اخیستل اووركول حرام دی ځكه رسول الله
    r فرمایی:

    لعنة الله علی الراشی والمرتشی ومابینها ([1])

    ژباړه : لعنت دخدای
    Y دی وی پررشوت اخستونكی اوپررشوت وركونكی اوپرهغه چاچی ددوی ترمنځ منځګړیتوب كوی .

    درشوت تعریف :درشوت تعریف په اړه علماؤ داسی فرمایلی دی :

    اخذالاموال علی فعل مایجب علی الآخذ فعله اوفعل مایجب علیه ترکه([2])

    ژباړه : دمالونو اخیستل چی اخیستونکی به خامخا یوکار کوی اویا به یې نه کوی .

    یعنی یوڅوک دیوچا څخه مال واخلی چی دغه کار به زه درکوم اوحال داچی هغه کارکول دده مسؤلیت وی قانونی کار وی خو دى یې دمال په بدل كی کوی اویاخو مال پدې صورت کی واخلی چی کار کول دده مسؤلیت وی خو دمال اخیستلو لامله یې دى پریږدی .

    داچی رشوت اخیستل اووركول دجوازاونه جوازله پلوه په مواردوكښی توپیركوی نوځكه فقهاءكرام فرمایی :

    وذكرفی فتاوی قاضی خان فی فتاواه من القضاالرشوة اذادفع الرشوت الی القاضی لیقضی له وهذه الرشوت حرام من الجانبین سوآءكان القضاءبحق اوبغیرحق .([3])

    ژباړه : كه یوكس قاضی ته پدې موخه رشوت وركړى چی دده په ګټه فیصله وكړی درشوت دغه كړنه دواړوته حرامه ده كه دوركونكى فیصله پرحق وی اوكه پرناحقه وی .

    مسئله :كه چیری یوڅوك دخپل ځان ، مال اویااولاد دتباهی سره مخ سواورشوت وركولوته اړسوپه دې ځای كښی وركونكی ته جائزدى اواخستونكی ته حرام دى ځكه فقهآءكرام لیكی :

    اذادفع الرشوت خوفاعلی نفسه اوماله وهذه الرشوةحرام علی الآخذغیرحرام علی الدافع . ([4])

    ژباړه : كه یوچا پرخپل ځان یاپرمال باندی دویری له امله رشوت وركړى اخستونكی ته دغه رشوت حرام دى او وركونكی ته حرام ندی. همداډول كه د ځینی مال دساتنی په هیله وواوځینی مال یې په رشوت وركړى جائزدی .

    مسئله : که یوچا بل چا ته پدې موخه رشوت ورکړى چی په آمر باندی کار وروکړى ورکونکی ته پروانکوی اواخستونکی ته حرام دى ځکه علمآء لیکی :

    اذادفع الرشوة لیستوی امره الی السلطان حلّ له الدفع ولایحل لآخذ ان یاخذ فان اراد ان یحل لآخذ فلیستاجرالآخذ یوما الی اللیل كمایرید ان یدفع الیه تصح هذه الاجاره .([5])

    ژباړه : كه څوك چاته رشوت وركړی پدې موخه چی دنوموړی كس كاروپاچا یا آمرته منظم كړی وركونكى ته جائزدى اواخیستونكى ته جائزندى كه اخیستونكى وغواړی چی ځان ته یې حلال كړی دغه كاردی دوركونكی څخه په اجاره ونیسی اودغه اجاره صحیح ده .

    مسئله :كه څوك یوچاته هغه وخت پیسی وركړی چی كارخلاص سوى وی اوپه پیل كښی یې دپیسوبیان نوی كړی اوپیسی اخیستونكی كس آمرنوی بلكی په آمرسره دمال ورکونکی کار ورکوی دغه وركړه جائزده ځكه علمآء لیكی :

    قال بعضهم لایحل وقال بعضهم یحل وهوالصحیح لانه یؤد مجازات الاحسان فیحل ([6])

    ژباړه : ځینوعلماؤ ویلی دی چی نا روادى اوځینو ویلی دی چی روادى هم دا قول صحیح دى ځكه دى داحسان بدله وركوی اوداحسان بدله یومشروع كاردى نوپورتنی وركړه جائز ده .

    مسئله :قاضی ته درشوت اخستولوترڅنګ تحفه اخستل اویا دقرض (پور) غوښتنه کول هم جائزنده ځكه فقهاءكرام لیكی :

    وكما لایحل للقاضی اخذ الرشوة لایحل له قبول الهدیة من الاجنبی الذی لم یكن یهدی الیه قبل القضاء وكذا الاستقراض والاستعاره.([7])

    ژباړه : څرنګه چی قاضی ته رشوت اخستل رواندی همداډول دتحفې قبلول دیوداسی نابلده چا څخه چی ده ته یې دقضاء څخه وړاندی دغه تحفه نه وركول اوقرض (پور) غوښتل اواستعاره یعنی یوشى ترټاكلی وخت پوری په خواست غوښتل هم رواندی .

    ځكه ددغه شیانو په وجود كښی قاضی هیڅكله بې پرې نسی پاتیدلای نوحتمی ده چه دیوچا حق به ترپښولاندی كیږی .

    والله اعلم باالصواب

    *****



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :دینی لارښونې ،
  • په پښتو کښې د یې ګانو ډولونه


    په پښتو کښې د یې ګانو ډولونه
    1-
    مجهوله یې ( پسته یې) (ې)
    هغه یې ده چې مخکینی ټکی یې خفیف زېر ولری. لکه: پېړ، تېر، شیدې، مستې، ادې
    2-
    ملینه یې (ی)
    هغه یې ده چې مخکینی ټکی یې زور ولری. لکه: سړَی، لېونَی، سپَی، خټکَی.
    3-
    معروفه یې ( سخته یې) (ی)
    هغه یې ده چې مخکینی ټکی یې زېر ولری. لکه: غوړِی، دوستِی، کالِی
    4-
    ثقیله یې ( ښځینه یې) (ۍ)
    هغه یې ده چې مخکینی ټکی یې زورکی ولری او د ښځینه نومونو په پای کې راځی. لکه: چوکٌۍ، ډوډٌۍ، خولٌۍ
    5-
    کړواله یې ( ئ)
    بعضې ژبپوهان ورته د ثقیله یې دوهم ډول وایی. دا یې یوازې د افعالو په اشتقاقی حالت کې راځی او آواز یې د ښځینه یې (ۍ) په شان دی.

    د پښتو د یې ګانو په اړه بعضې معمول قواعد.
    پسته یې (ې)_

    د پستې یې آواز په لاندې تورو کې ښه تمثیل کېدای شی: ادې، شیدې، مستې.
    1-
    هغه لازمی افعال چې د فعلی ریښې مصدری حالت یې (ېدل) وی، د هغود مشتقاتو لمړۍ یې تل پسته یې (ې) وی.
    د فعلی ریښې نه مطلب (ېدل) او د هغو اشتقاقی حالتونه (ېدم، ېدې، ېدئ، ېدو، ېدې، ېدل، ېده ، او ېږم، ېږې، ېږئ، ېږو، ېږې، ېږی، ېږه او نور) دی.
    د مثال په توګه: کېږم، غوځارېږم، غورځېږم، رسېږم، او داسې نور.
    2-
    هغه مؤنث نومونه چې مفرد حالت یې په (ه) ختمېږی تل په (ې) جمع کېږی.
    مثالونه: پیالې، کتابچې، غوښتنې، ښځې، مینځې، او داسې نور.
    3-
    ضعیف ضمیرونه چې رښتین صاحب ور ته د جلا ضمیرونو دوهم ډول ویلی دی (مې، دې، یې)
    په پسته یې (ې) ختمېږی.
    مثالونه: کتاب مې راکړه. ټوپ مې و واهه. ختم یې وکړ. پیاله دې راوړه.
    4-
    د هغو مذکرو نومونو جمع چې په (ان یا ګان) کېږی د هغو ښځینه حالت په (انې یا ګانې) ختمېږی.
    مثالونه: معلمانې، ډاکټرانې، بیزوګانې، ترور ګانې او داسې نور.
    5-
    اکثر ادات هم په پسته یې (ې) ختمېږی.
    د مثال په توګه: داسې، پورې، لاندې، باندې، ترې ، چېرې، ځنې، چې، او داسې نور.
    6-
    ډېرهغه صفتونه چې ښځینه نوم تعریفوی په پستې یې (ې) جمع کېږی. لکه خرابې خبرې، پستې غوښې، ترخې مندکې. البته ډېر استثنأت هم موجود دی لکه نه بدلېدونکی صفتونه (اساسی، مخفی، او نور). بعضې صفتونه چې مذکر حالت یې په (ی) ختمېږی، ښځینه حالت یې کېدای شی په پسته یې (ې) او یا ښځینه یې (ۍ) جوړ شی. د مثال په توګه: تږی سړی، نری سړک او تږې ښځه یا نرۍ لاره. دلته معمولاً که خج په لمړی سېلاب وی نو جمع یې په (ې) جوړېږی، او که خج په دوهم سېلاب وی نو بیاجمع یې په (ۍ) جوړېږی.
    7-
    هغه مونث نومونه چې په کانسوننټ ختمېږی په (ې) جمع کېږی. لکه: ورځ _ ورځې، لمن _ لمنې، ورېځ _ ورېځې، او ډېر نور
    8-
    بعضې ښځینه نومونه په (وې) جمع کېږی. کلاوې، ګناوې، بلاوې.
    9-
    ښځینه خاص نومونه چې په (ۍ، ا، و) نه ختمېږی هم د جمع او هم په اشتقاقی حالت کې (ې) په اخر کې اخلی. لکه: پروینې ډوډۍ وخوړله. خدیجې ته مې اوبه ورکړې.

    ملینه یې ( ی)_
    د دغې یې آواز په لاندې تورو کې اورېدلای شئ: سړی، منګی، لرګی، کوچنی، اوکرزی .
    1-
    ملینه یې که د نوم په اخر کې راشی نو هغه نوم یوازې مذکر نوم کېدای شی ( غیر له مقصورې یې نه چې له عربی نه راغلې ده او مؤنث نوم هم جوړولی شی. لکه فتوی، معنی او نور) او که د صفت په اخر کې راشی نو هغه صفت به حتماً مذکر نوم توصیفوی. مثالونه: تږی سړی راغئ. نری دېوال ونړېدئ. باید وویل شی چې ملینه یې د جملې د حالت په اساس تغیر کوی او په معروفه یې تبدیلېږی. لکه: تږی سړی ته مې اوبه ورکړې. کرزی رائیې وګټلې.
    2-
    هغه فعلی صفتونه ( پارټیڅپل) چې مفرد مذکر نوم توصیفوی په ملینه یې ختمېږی. مثالونه یې دا دی: تللی مسافر بېرته راغلئ. دا وران شوی هېواد زما هېواد دی. ما زنګ وهلی دی.
    3-
    که چېرته نوم په الف او یې ختم کېږی باید ملینه یې استعمال شی. لکه: ځای، پای، بډای، سرای، چای، او نانوای.

    ښځینه یې (ۍ) –
    په نومونو کې، دغه یې د بعضو مفردو مونثو نومونو په پای کې راځی. ډولۍ، بوډۍ، هګۍ او نور.
    اکثراً همدا مفرد مونث نومونه د جمعې په شکل هم استعمالېږی. لکه ډېرې هګۍ مې وخوړې.
    هغه ښځینه مفرد نومونه چې په سخته یې (ی) ختمېږی لکه دوستی، یاری، دښمنی او داسې نور، د هغو د جمع حالت او همدارنګه اشتقاقی حالت په ښځینه یې ختمېږی. لکه: ډېرې دوستۍ مې وکړ ې، ستا د یارۍ نه مې توبه، د دوستۍ اصول او داسې نور.
    څنګه چې پورته وویل شول بعضې صفتونه چې مذکر حالت یې په (ی) ختمېږی، ښځینه حالت یې کېدای شی په پسته یې (ې) او یا ښځینه یې (ۍ) ختم شی. که چېرته خج په وروستی سېلاب وی نو په (ۍ) ختمېږی. او که خج په لمړی سېلاب وی نو بیا په (ې) ختمېږی. مثال: خوارکۍ غوا لېونۍ شوه.

    کړواله یې ( ئ)
    د دې یې آواز د ښځینه یې په شان دی خو کړواله یې، لکه څنګه چې له نامه نه یې څرګنده ده، یوازې د افعالو سره راځی. مثالونه: راځئ چې ځو. خلک په آرامه پرېږدئ. کرزی کابل ته ورسېدئ. ما له کړکۍ نه ټوپ وهئ (واهه) چې معلم را ننووت. تاسو څه کوئ؟ باید وویل شی چې کړواله یې یوازې د قندهار په لهجه کې د مذکر- مفرد- غایب دپاره استعمالېږی او په نورو لهجو کې فقط د جمع- مخاطب دپاره استعمالېږی 0
    څنګه چې زه مسلکی سړی نه یم نو ځکه نه شم ویلای چې د پښتو اکاډېمۍ هدف څه شی وو چې د یوه آواز د پاره یې دوه توری را و ایستل. که ستاسو سره په دې اړه څه معلومات وی نو لطفاً راته و یې لیکئ.
    سخته یې (ی)
    دغه یې کېدای شی چې هم د ښځینه او هم د مذکرو نومونو په پای کې راشی.لکه: توتی، غوړی، دوستی، آرامی او نور.
    سخته یې یوازې دغایب شخص د پاره د فعل د حاظر حالت د ریښو په پای کې راځی. مثالونه: احمد راځی، هوا خرابېږی، خلک ډوډۍ خوری، ښځې کالی مینځی.
    سخته یې د اکثرو هغو صفتونو او نومونو په پای کې راځی چې یو د بل نه جوړ شوی وی.
    مثالونه:
    اسم صفت
    اساس اساسی
    وطن وطنی
    کتاب کتابی
    اسم صفت
    خراپی خراپ
    دوستی دوست
    پاکی پاک



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :پښتو ګرامر ،
  • دحج د اداکولو طریقه

    دحج د اداکولو طریقه (لنډ او مفصل)

     

    دحج د اداکولو طریقه

    کله چه حاجی مقیات ته ورسی نو له هر څه لومړی باید اودس یا غُسل وکړی غسل کول غوره دی ، بیا احرام (یولنګ او یو څادر چه نوی یا منځل شوی وی) واغوندی او خوشبوئی به هم ووهی ،دوه رکعته لمونځ د اداکولو وروسته به د حج نیت وکړی دنیت په پای کې به تلبیه ووایې او دتلبیې په الفاظو کې به کمی نه راولی .

    کله یې چه تلبیه وویله نوحاجی پوره محرم شو او د عبثوخبرو ،جنګ کولو،حلالی کولو ښکار کولو ،خولۍ او پګړﺉ په سر کولو ،سر اومخ پټولو،خوشبویی استعمالولو،ویښتانوخریلو،نوکانو اخیستلواو داسې موزو په پښوکولوڅخه چه ښنګری پټوی باید ځان وژغوری .

    حمام ته ننوتل ،غسل کول ،اودملاڅخه همیانۍ تړل ورته روا دی .

    کله چې حاجې احرام وتاړه نوپه هر لمانځه پسی به تلبیه ډیره ډیره وایې او هم به اوچتو ځایونو ختلو او ښکته کیدلو په وخت کې تلبیه وایی .

    څه وخت چې مکی ته ورسید کعبې ته به لاړشی او دهغې په لیدلو به تهلیل او تکبیر داسې ووایی : لااله الاالله والله اکبر ،بیا به حجرالاسود ته مخ واړوی تکبیر ،تهلیل او درود به ووایی،.وروسته له هغې به لاسونه غوږونوته پورته کړی او که توان اوقدرت یې وی حجرالاس حجرالاسود به ښکل او مسحه کړی .

    بیا به د بیت الله شریف او حطیم (حطیم هغه ځای دی چه په بیت الله پورې اړه لری) په څاپیر له ښی خوا نه په طواف شروع وکړی او اوه ګردشه به پوره کړی په داسې ډول چه په دریو لومړیو ګردشونو کې به پهلوانی تګ کوی او په نورو څلورو ګردشونوکې به په عادی حال ګرځی .

    که وسه یې کیدله نوپه هرګردش او طواف په پای کې به حجرالاسود ته په رسیدو سره هغه ښکل او مسحه کړی او که وسه یې نه وه نو مخامخ به ورته ودریږی او د هغې په لور به د امسا یا لاس په ورغزولو سره د مسح کولو په څیر اشاره کوی .

    داطواف سنت دی او د طواف قدوم په نامه یادیږی .

    هرکله چه له طواف څخه وزګار شی نوبیا به دوه رکعته لمونځ په مقام ابراهیم او یا دجومات بل داسې ځای کې وکړی چه هلته امکان لری .

    وروسته له هغوبه په صفا وخیږی او دبیت الله په لور به مخ کړی ،تکبیر ،تهلیل او درود به ووایی او دلاسونو په پورته کولوسره به خپل ځان او نورو ټولو مؤمنانو ته د خیر دعا وکړی .بیا به په عادی تګ سره مروی ته کوز شی . کله چه دصفااو مروی منځ ته ورسیږی نو دمیلین احضرین (دوه شنوڅلو)ترمنځ به سعی او منډه وکړی او مروی ته به د رسیدو په وخت کې د بیت الله په لور مخ کړی او دصفا دعا ګانی به وکړی .

    دصفا او مروی تر منځ تګ راتګ چه له صفا نه یې پیل کوی او په مروی یې ختموی ټول اوه ګردشه پوره کوی په داسې ډول چې هر ځل تګ یو ګردش او بیرته راتګ بل ګردش شمیرل کیږی .

    د ذی الحجی د اتمې ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی د اتم ورځې (چه د ترویه ورځ یې بولی ) د سهار د لمانځه نه ورسته مِنی ته لاړشی او نهمه شپه به هلته په منا کې وکړی .

    د ذی الحجی د نهمی ورځې مناسک : حاجی به د ذی الحجی په نهمه ورځ عرفات ته لاړشی او دلمر د زوال نه وروسته به دماسپښین او مازدیګرلمونځونه په یو آذان او دوه اقامتونو سره په یو وخت کې په جماعت وکړی او که چا په یواځې ځان سره بې له جماعت لمونځ کاوه نو دهر وخت لمونځ به بیل بیل او په خپل وخت اداکړی .

    بیا به دعرفات په غونډۍ چه جبل الرحمت نومیږی ودریږی اوپه پوره عاجزۍ او زارۍ سره به دخیر دعاګانې وکړی .

    دبطن عُرینه نومی ځای نه پورته د عرفات نور ټول میدان د موقف (ددریدو ځای) دی ،کله کله چه لمرپریوځې نو حاجی به په آرام ډول مزدلفې ته لاړ شی او هلته به د مشعرالحرام سره نژدی شپه وکړی ځکه چه په دغه ځای کې شپه کول مستحب دی .

    همدلته به حاجیان د امام سره یو ځای د ماسخوتن په وخت کې د ماښام او ماسخوتن لمونځونه په یو اذان او یو اقامت په جماعت سره وکړی. خو که چا د ماښام لمونځ په لار کې یوازی کړی ؤ نو بیا پرې د لمانځه ګرځول لازم دی څو دامام سره یې په جماعت ادا کړی .

    د ذی الحجی د لسمی ورځې مناسک :

    کله چه په مزدلفه کې په حاجیانو سبا شی نو په تیاره کې به د سهار لمونځ د امام سره په جماعت وکړی اوخپل ځان او نورو مسلمانانو ته به دعا وکړی .پرته له بطن محسر څخه د مزدلفې ټوله ځمکه موقف (د دریدو ) ځای شمیرل کیږی . بیا به د لمر ختلو نه مخکې د عقبې جمرې د ویشتلو لپاره د منی په لور روان شی ،اوهلته به په اوو کاڼو جمره وولی .

    کله چه له جمری ویشتلو نه وزګار شی نو بیا به ذبح (حلاله )وکړی او خپل سر او سنت به هم وخروی .بیا به مکی ته راشی طواف زیازت به وکړی – اوس د احرام ټولی پابندی ختمی شوی .

    د اختر له دریمې ورځې نه وروسته ددی طواف کول مکروه دی او په وروسته کوونکوی یې دم لازمیږی .

    د ذی الحجی د یوولسمی او دولسمې ورځې مناسک :

    حاجیان به په دغو ورځو منی ته ځې او دزوال نه وروسته به دری واړه جمری ولی د جمرو ویشتلو په وخت کې به تکبیرونه وایې او بیا به دعا کوی د جمری ویشتل به له هغې جمری څخه پیل کوی کومه چې مسجد حنیف ته نژدی ده . په پای کې به د عقبی جمره وولی بیا به بیله ځنده مکی ته ځی او په محصب نومی ځای کې به کوز شی او حرم ته به ننوځی او دبیت الله شریف طواف به پرته له پهلوانۍ وکړی . داطواف په اطرافی حاجیانو واجب دی او دطواف وداع په نوم یادیږی .

    په مکه کې په اوسیدونکو حاجیانو باندې دا طواف نشته .

    ښځه په ټولو ذکر شوو حالاتو کې د نر په شان ده ،خود نر سره دومره فرق لری چه ښځه سرنه لوڅوی ،آواز به نه اوچتوی ،د میلین احضرین ترمنځ د تګ راتګ په وخت کې به سعی او منډه نکوی ،سربه نه خروی او په ټولو مراسمو کې به مخ سوڅ ساتی مګر د مخالت کولو په صورت ورباندې دم یا صدقه لازمیږی .

    دحج ارکان ،واجبات او سنتونه

    الف : د حج ارکان : هغه افعال دی چه که له حاجی څخه پاتې شی نوحج یې نه صحیح کیږی اوهغه دری دی 1- په عرفات دریدل 2- طواف زیارت یا افاضه 3- احرام

    د حج واجبات :

     

    1- له مقیاتو څخه احرام تړل

    2- په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

    3- د طواف نه ورسته دوه رکعته لمونځ کول .

    4- په اوداسه سره طواف کول .

    5- د حجرالاسود نه په طواف پیل کول .

    6- د بیت الله او حطیم په چاپیر طواف کول .

    7-  په طواف کې بل چاته زحمت نه رسول .

     8- سعی د صسعی د صفا څخه شروع کول او په مروی پای ته رسول .

    9- په سعی کې اوه کردشه پوره کول .

    10- د عرفی د ورځی د زوال نه ورسته تر ماښام پورې په عرفات ودریدل .

    11- په مزدلفه کې د مشعرالحرام سره یوه شیبه ودریدل .

    12- د اختر په ورځو کې د عقبی جمرې ویشتل .

    13- د حج یا عمرې په پای کې د ویښتانو خریل یا لنډول .

    14- د اختر په اوله ورځ قربانی کول (د څاروی حلالول) اول ذبح بیا د ویښتانو خریل

    15- د صفا او مروی د سعی کولو لپاره نیت کول .

    16- طوا ف صدر کول

    که له حاجی څخه کوم واجب عمل ترک شی نو دم (د څاروی حلاول ) پری لازمیږی که یې دا په توان کې نه وی یعنی اقتادی توان ونه لری نو لس روژی به نیسی دری ورځې په مکه کې او پاتی چې کله کور ته ورسیږی .

    د حج سنتونه

    1- د احرام تړلو لپاره۹ غسل .

    2- طوا قدږم کول .

    3- د احرام تړلو په وخت کې خوشبویی استعمالول.

    4- تلبیه ویل

    5- په هغه طوا کې د پهلوانۍ پیښی کول چه وروسته ترې د صفا او مروی سعی کیږی .

    6- په طوا کې د پیهلوانۍ پیښی کول .

    7- د طوا یت کول .

    8- د طواف ګردشونه .

    9- د طوا ګردشونه په پرله پسې ټوګه سرته رسول .

    10- د سعی ګردشونه په پرله پسی ډول کول .

    11- د عرفات لپاره په منا کې شپه کول .

    12- په عرفات کې د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه یو ځای د ماسپښین په وخ په حماعت ادا کول .

    13- تر عرفات وروسته په مزدل کې شپه کول

    14- په عرات کې د صخری (ډبرین ځای )سره ودریدل

    لمونځ

    غسل

    حیض او نفاس

    استنجاء

    اودس

    تیمم

    دلمانځه فرضیت

    دلمانځه اهمیت

    له لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبرې

    د لمانځه وختونه

    د لمانځه د ادا کولو طریقه

    د لمانځه فرضونه

    د لمانځه واجیبات او سنت

    په التحیاتو کې د شهادت ګوتې پورته کولو مکمل تحقیق

    د لمانځه ماتونکی او مکروهات

    په کومو حالاتو کې باید لمونځ مات کړ شی

    د سهوی سجده

    په لمانځه کې خشوع

    د مسافر او ناروغ لمونځ

    د جُمعی او اخترونو لمونځ

    د جَمعی لمونځ او امامت

     دجومات آداب 

    نفلی لمونځونه

    د تلاوت سجده

    د جنازی احکام

    ځنکدن او د جنازی غسل

    کفن

    د جنازی لمونځ

    اسقاط

    قبر او دجنازی خاورو ته سپارل

    تعزیت ،دقبر زیارت او په مرګ باندې د صبر اجر

     

     



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :دینی لارښونې ،
  • پښتون-افغان:تاریخی سابقه اوریښه

    پښتون-افغان:تاریخی سابقه اوریښه

    په لرغونو شرقی آثارو کې (پښتون) معمولاً (دافغان) په نامه یاد شوی دی، خو یو شمېر غربی پوهان په دې عقېده دی چې دپښتون دکلمې سابقه تر افغان نه اوږده ده. او څه باندی څلور سوه کاله پخواله میلاده دیونان ستر مؤرخ هېر دوتس (۴۸۶-۴۲۶ق م) په خپل تاریخ کې پښتانه دپختویس یا پکتویس په بڼه ذکر کړی دی. دغه راز دوی وایی چې دپښتنو دملک یا پښتونخوا نوم هم همدومره زوړ دی او هېر دوتس په خپل همدې اثر کې دپکتیکا یا پکتویک په شکل یاد کړی دی. ددې پوهانو استناد، اکثره دهیردوتس دتاریخ پدالاندې عباراتو شوی دی:

    ( داریوش دوه تنه ددې خبرې دمعلومولو دپاره وګومارل چې اباسیند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل کار دکسپتیروس له ښاره او دپکتیکاله هېواده شروع کړ) (۱)

    (نور هندیان هم شته چې دکسپتیروس له ښار او دپکتیکا له هېواد سره ګډ سرحد لری، [او] دنورو هندیانو شمال ته میشته دی.) (۲)

    پختویس پوستینونه اغوستی وو او وطنی لېندۍ او تورې یې ګرځولې (۳) هنری بیلو، هنری لوونتال، اولاف کرو، او دلنګوسټک سروې آف انډیا مولف جورج ګریرسن دهېردوتس په پورته عباراتو کې د (پکتیکا) او (پختویس) الفاظ په ترتیب دنننۍ پښتونخوا او پښتون دکلمو معادل ګڼی (۴).

    جورج ګریرسن دپښتون کلمه دآریایانو دزاړه کتاب، ریګوېدا، دپکتاس. له کلمې سره هم مقایسه کوی او لیکی چې دا دوه کلمې په ډېر غالب ګومان سره یوشی دی. (۵)

    همدا پوهان دهیردوتس(اباروتی) له پښتنو (اپرېدو) سره یو شی ګڼی (۶) او معروف نارویژن ژبیو مارګنسټرن،هم وایی چې په صوتی لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتی) او (اپریدی) سره یو شی وی (۷).

    کرو لکه یو شمېر نورو پوهانو غوندې کسپتوروس یاکسپتیروس، چې دهېردوتس په پورته عباراتو کې دپکتیکا له هېواد سره یو ځای دیو ښار په توګه یاد شوی دی، له ښایسته اوږده بحث نه وروسته پېښور بولی او دا ددې خبرې یو بل دلیل ګڼی چې دهېردوتس پکتویک یا پکتیکا هرو مرو پښتونخوا ده. (۸).

    ځینې پوهان، لکه مارګنسټرن بیا دا نظریه ردوی چې دهیردوتس (پکتویس) ننۍ پښتون دی. دی لیکی: (لېسن او له هغه نه را وروسته نورو [پوهانو] پښتون دهیردوتس پکتویس بللی دی او دا فریدو نوم یې د [هیر دوتس] له اپاروتی سره معادل ګڼلی دی.....دا وروستۍ خبره کیدی شی چې رښتیا وی، خوپه هیڅ صورت یقینی نه ده. مګر لومړۍ خبره باید په فونالوجیکی او نورو دلایلو رد شی. (۹)

    ( موږ دمارګنسټرن ددې خبرې او ځینو نورو کمزورو تذکراتو په باره کې دهمدې فصل په پای کې یوه یادونه کې په یو څه تفصیل غږیدلی یو او دپښتنو دتاریخی مطالعې دځینو ټکو دپوره وضاحت په خاطر په دې ارزې چې لوستونکی یې یو وار له نظره تېر کړی).

    کوم مطالب چې تردې ځایه په ډېر لنډډول یادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې یو شمېر څېړونکی او معروف پوهان هېردوتس دپکتویک او پکتویس الفاظ له پښتونخوا او پښتون سره یو شی بولی او وایی چې دا دوه نومونه تخمین دوه زره کاله پخوا په لرغونو یونانی آثارو کې یادشوی دی.

    اما د (افغان) دلفظ په باره کې دیو شمېر محققینو عقیده داده چې دا کلمه تر ټولو دمخه دایران دنقش رستم په هغې کتیبې کې راغلې ده چې په درې یمه میلادی پېړۍ کې دساسانیانو دیوه واکدار، لومړی شاه پور،په هدایت په پارتی او یونانی ژبو لیکل شوې ده.

    (شپرنګ لن) په خپل هغه مفصل مضمون کې چې عنوان یې لومړنی ستر شاهپور دزردشت پر کعبه باندې دی، ددغې کتیبې دتشریحاتو په صمن کې یو ځای لیکی چې دی ددې کتیبې د (ابګان) یا (اوګان) کلمې ته دمعاصر (افغان) له نامه نه بهتر معادل لفظ نه شی پیدا کولی. (۱۰)

    اولاف کرو وایی ددې دوو کلمو دارتباط ملاتړ دا حقیقت هم کوی چې دشاهنشاه شاهپور ډېر ملازمان هرو مرو هغه خلک وو چې دایران ختیځ ته پرتو سیمونه یې استخدام کړی وو. کرو همدغه راز وایی چې دساسانیانو یو امپراتور، درې یم شاهپور، هم د( اپاکان) په نامه چې (ابګان) ته بېخی ورته کلمه ده، یادشوی ؤ. کرو په پای کې وایی په (افغان) باندې د(ابګان) او (اپاګان) بدلېدل یو عادی امر دی او دا ټکی سړی دې ته رابولی چې ددرنو افغانانو اسلاف په همدا ساسانیانو او دهغوی په مسرانو کې ولټوی. (۱۱)

    مګر ځینې نور محققین لکه ورتن ګریګورین بیا دنقش رستم د ( ابګان) او (افغان) دکلمو ارتباط او یووالی ته دشک په نظر ګوری او وایی چې سړی باید ددغو کلمو په لفظی ورته والی باندې ونه غولیږی. ځکه دی وایی دپنځمې میلادی پېړۍ په پرله پسې ډول همې ته ورته نومونو باندې یاد شوی دی. (۱۲)

    اما باید وویل شی چې که دنقش رستم کتیبه ګې د (ابګان) کلمه ارمنیانو ته راجع وی نو باید چې د (الوان) یا (اغوا) په شکل ثبت شوی وی نه دا چې د (ابګان) یا (اوګان) په شکل. ځکه کوم غربی مؤلفین لکه کروسنسکی، بیلو او نور چې دافغانانو او ارمنیانو په قومی ارتباط ډېر پخوا غږیدلی دی هغوی داسې ښیی چې په لومړی سرکې ارمنیان د (البان) په نامه یادېدل. خو وروسته دا کلمه په (اغبان) یا (اغوان) بدله شوه.

    کروسنسکی پدې ارتباط لیکی: (اغوانان اصلاً دشېروان [اویا هغه] ولایت وو چې په قدیم کې دسترې البانیا په نامه یادېده......[داغوانانو] نوم خپله ددې ښکارندوی دی چې دوی اصلاً دالبانیا دی. ځکه په البانی ژبه کې زموږ دلام توری د(غ) په توری بدلېږی. او زموږ (ب) د (و) په کانسوننټ بدلېږی او پدې ډول د البان له کلمې نه اغوان جوړ شوی دی.) (۱۳)

    بیلو هم داخبره کوی او وایی د (اغوان) نوم اصلاً لرغونو رومیانو په ارمنیانو ایښی دی. دی وایی څرنګه چې ارمنیان دقفقاز په غزنۍ سیمه کې اوسېدل او په لاتینی کې ( غره) ته (البه) ویل کېږی نو رومیانو دارمنیانو وطن د( البانیا) یعنی غرنی ملک په نامه یاد کړ او خپله ارمنیان یې (البان) یا (الوان) یعنی دغرنی ملک اوسېدونکی وبلل. بیلو وایی چې همدغه (البان) بیا په (اغوان) بدل شو. (۱۴)

    نو که دنقش رستم دابګان کلمه دآذربایجان لرغونو اوسېدونکو ته راجع وی باید چې داالبان، اغبان یا هغوان په بڼه لیکل شوې وی نه داچې داګان یا اوګان په بڼه.

    ځینې وتلی پوهان دجورج مارګنټرن په شمول، بیا پدې عقیده دی چې د (افغان) نوم دلومړی ځل دپاره یوه لرغونی هندی منجم (وراهه میهیرا) د (اوګانه) په شکل ذکر کړی دی. (۱۵)

    دا منجم په خپل هغه اثر کې چې دشپږمې میلادی پېړۍ په اوایلو کې یې تألیف کړی او (بړات-سنهیتا) نومېږی، یوځای لیکی:

    (دا لاندې دلکۍ لرونکی ستوری په قلمرو کې شامل دی: غرنی سنګرونه، پهلویان، څویتان،هونان،کولان،افغانان.....او غیر عادل او جاه طلبه خلک.) (۱۶)

    (دلته دا خبره دیادونې وړده چې (اچ. کرن) چې (بړات-سنهیتا) یې ان په کال ۱۸۶۹ کې په انګریزی ترجمه کړې ده، د(اوګانه) لفظ د (افغان) په شکل لیکی دی او دادې معنا لری چې کرن بېخی متیقن ؤ چې دوراهه میهیرا داوګانه لفظ او دافغان نوم بېخې سره یو شی دی.)

    جورج ګریرسن هم وایی چې دوراهه میهیرا داوګانه لفظ په زیاتره اطمینان دافغان له کلمې سره یو شی ګڼل شوی دی. (۱۷) ځینې غربی محققین وایی چې یوه چینی زائر هم دخپل هغه سفر په خاطراتو کې د(افغان) یادونه کړې چې داومی میلادی پېړۍ په اوله نیمایی کې یې کړی دی.

    اګزانډر کننګهم دهند لرغونې جغرافیه کې (داوپوکین یا افغان) تر عنوان لاندې لیکی: (چینی زائر هون څانګ او-پو-کین یوازې یو ځل په یوه لنډ عبارت کې ذکر کړی او دهغه موقعیت یې دفلنه [بنو] او غزنی تر منځ دبنو شمال غرب او د غزنی جنوب غرب ته ښودلی دی.) (۱۸)

    کننګهم لږ وروسته بیا لیکی: (زه تقریباً متیقن یم چې دهون څانګ داپوکین مطلب هرو مرو افغان دی. داو-پو-کین کټ مټ معادل به اوګان وی. ځکه دچینی ژبې په سېلابونو کې دافغان لفظ تردې نه په زیاتر صراحت نه شی ادا کېدلی.....اوکه خبره داسې وی نو داتر کومه حده چې ماته معلومه ده، دافغانانو تر ټولو نه قدیم ذکر دی.) (۱۹)

    د کننګهم له یادونو نه وچته ښکاری چې ده ته دانه ده معلومه چې په (بړات-سنهیتا) کې هم داوګانه کلمه راغلې ده. اما کوم معادل لفظ چې دچینی ژبې د (اپوکین) دپاره ښیی هغه د (بړات-سنهیتا) له اوګانه سره تقریباً بیخی مطابقت لری.

    د کننګهم له خبرونه داهم ښکارې چې هون څانګ داو-پو-کین یا افغانه کلمه دهغې په لغوی مفهوم دافغانانو د ملک په معنا استعمال کړې ده او باید وویل شی چې داکار ډېر راوروسته هم وی دی.

    ازرقی هروی دپنځمې هجری پېړۍ داولې نیمایی شاعر او دسلجوقیانو دکورنۍ مداح په هغې قصیده کې چې دآلپ ارسلان محمد سلجوقی دزوری، طغانشاه (مرګ: ۳۶۵ هجری) په ستاینه کې یې لیکلې ده وایی:

    زهری ګرسوی افغان شوی ای بادشمال

    باز ګویی زهری پېش ملک صورت حال (۲۰)

    دا چې د(افغان) لفظ په لرغونو غیر اسلامی آثارو کې څه وخت او په شکل راغلی دی، پدې باره کې قاطع او یقینی حکم ، یو څه احتیاط غواړی. خو په اسلامی آثارو کې دانوم ان له قدیم نه په بېخی صریح او متواتر ډول همدا دافغان په بڼه ثبت وی دی.

    څرنګه چې ددې لیکنې په څلورم فصل کې راغلی دی، دافغان نوم لږ تر لږه زر کاله پخوا په همدا نننی شکل په حدودالعالم کې ذکر وی او وروسته له هغه نه اسلامی مؤلفینو په پرله پسې ډول یاد کړی دی. اما دپښتون لفظ په اسلامی آثارو کې ډېر وروسته ثبت شوی دی.

    ترکومه حده چې ماته معلومه ده داسلامی دورې پخوانی معلم اثر چې دپښتون کلمه بیا بیا پکې راغلې ده، هغه دا خوند دروېزه مخزن الاسلام دی چې د ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ میلادی کلونو تر منځ لیکل شوی دی. اخوند دروېزه یو ځای کله چې دروښان پېر دزوی، جلاالدین په باره کې غږېږی لیکی:

    ( دغه لاپه یې په خوله کړه چې پادشاه دپښتنو یم ، پښتنو لره به ښه کړم ، پښتانه راپسې ځئ........پښتنو ټولی پرې وکړ...پښتون درست پده زبون شه....مغا ګډ په پښتانه شو. دجلال له بده پېله ګل پښتون مغل په دار کړ.) (۲۱)

    مخزن په پښتو لیکل شوی دی او یقین ته نژدې ګومان دادی چې که دپښتنو په باره کې له مخزن نه وړاندې لیکل شوی آثارو په پښتو وی، نو دپښتون کلمه به په هغو کې هم راغلې وی. ځکه خپله پښتانه ځانونه پښتانه بولی. خو خبره داده چې کوم اسلامی آثار چې په نورو ژبو لیکل شوی دی، په هغو کې پښتانه له ډېر قدیم نه (افغانان) بلل شوی دی او په پخوانو اسلامی آثارو کې یې ملک هم، لکه څنګه چې ددې لیکنې په اتم فصل کې په تفصیل خبرې پرې شوی دی، د (کشور افغانی) ، (مرزافغان) (حدافغان) او (افغانستان) په نامه یاد شوی دی.

    البته تاریخی شواهد داسې ښیی چې د (افغانستان) غیرپښتانه اوسېدونکی هم له ډېر پخوانه دغه ګډ کور ته منسوب اود (افغانانو) په نامه یاد شوی دی.

    ځینو مؤرخینو لکه محمود کتبی ، برهانالدین میرخواند، عبدالزاق سمر قندی او نورو، لکه څنګه چې ددې لیکنې په اول فصل کې خبرې پرې شوې دی دڅورلسمې او پنځلسمې میلادی پېړۍ د(افغانستان) ترکان او مغل هم بیا بیا افغانی مغل او افغانی ترکان بللی او هزارګان یې هم په مکرر ډول د (افغانی هزاره) په نامه یاد کړی دی.

    دسیفی هروی دهرات دتاریخنامې (تالیف ۷۱۸-۷۲۱ هجری) له ځینو عباراتو اوبیانابو نه داسې ښکاری چې دڅورلسمې میلادی پېړۍ په اوله نیمایی کې هم دهغه وخت د (افغانستان) غیر پښتانه اوسېدونکی (افغانان) بلل شوی دی. مثلاً کله چې سیفی دخپل وخت د (افغانستان) دپېښو په باره کې غږېږی ددغه ملک کردان په صراحت دافغانانو جزبولی. دی یو ځای دهغه وخت د (افغانستان) دواکدار ، ملک (شاهنشاه) ، له خولې لیکی:

    (.......افغانان سخت بې پروا،غله،خونی،فتنه انګیز او مېړنی خلک دی، په تېره بیا داکدان چې زما په خدمت کې دی او هر یویې له رستم دستان او سام نریمان سره ډغرې وهی اورا پرزوی یې.......) (۲۲)

    په عمومی ډول پښتنو تل ځانونه پشتانه بللی دی او دافغانستان نورو اوسېدونکو او بهرنیو خلکو اکثره دافغانانو په نامه یاد کړی دی. یوازې په پخوانی هندکې پښتانه دپټانانو په نامه هم یاد شوی او ځینو نورو خاجیانو هم کله کله دهندوستانیانو په تقلید پښتانه پټانان بللی دی.

    خپله دپښتنو په اکثره فارسی لیکنو او حتی ډزرو پښتو اشعارو کې هم پښتون افغان بلل شوی دی او یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو لکه آخوند درویزه او خوحال خان خټک بیا پښتون او افغان دمترادفو الفاظو په توګه استعمال کړی دی.

    دنولسمې پېړۍ له؟؟یلونه رادې خواته اکثره غربی لیکوالو او مستشرقینو د(افغان) کلمه په خاصه او قومی معنا د (پښتون) مترادفه بللې ده خو په علمه او سیاسی معنا یې په مکرر او متواتر ډول دافغانستان داتباعو په مفهوم کړې ده او پدې ډول یې دافغانستان ټول اوسېدونکی، لکه څنګه چې ښایی ، افغانان بللی دی.

    دافغانستان په سیاسی او فرهنګی حلقو کې هم له ډېر وخت نه رادې خواته دافغان لفظ دافغانستان داوسېدونکی او تبعه په مفهوم استعمال وی دی او پدې وروستیو وختو کې یې دا مفهوم بېخی دعام ذهنیت جزګرځېدلی دی.

    یوه ضروری یادونه :

    مارګنسټرن داسلامی دایرةالمعارف په همدې مضمون کې ځینې ښکاره سهوې هم کړی او ددې خبرې عمده دلیل هم دوه شیه ښکاری.یو داچې دده دمضمون داصلی نسخې دلیکنې په وخت کې هغه پخوانی اسلامی تحریری اسناد چې دپښتنو په تاریخې موجودیت او اجتماعی حالت نسبی رڼا اچولی شی دومره نه وو راسپړل شوی. بل داچې خپله دمارګنسټرن تبحر هم په ژبنیو مطالعاتو کې و او دسیمې دتاریخی مطالعاتو او زړو متونو په ساحه کې یې ډېر کارنه وکړی.ځکه نو داڅه عجبه نه ده چې هغه په همدې ځای کې یوه ښکاره اشتباه هم کوی او لیکی چې غزنوی سلطان محمود (په یوه بله موقع کې په پښتنو ؟؟؟وکړ او سزایې ورکړه او دا خبره بیهقی پهه ډاګه کړې ده) (اسلامی دایرةالمعارف، ټوک ۱،مخ ۲۱۷) خو حقیقت دادی چې بیهقی په پښتنو باندې دسلطان محمود دحملو په باره کې یوه کلمه هم نه ده ویلې. البته دغزنویانو دعصر یو بل معروف مورخ عبتی، لکه څنګه چې ددې لیکنې په څلورم فصل کې په یوڅه تفصیل خبرې پرې وی دی. په پښتنو دمحمود دیرغل یادونه کړی ده.

    مارګنسترن په همدې لیکنه کې داهم وایی چې دابدالو اصل او نسب مجهول دی، خو دغلځو په باره کې دا امکان شته چې دنامه دتسمیې وجهه یې یوعامیانه روایت وی. (اسلامی دایرةالمعارف، ، ټوک۱، مخ ۲۱۷ ) که څوک دابدالو داصل او نسب په باره کې پداسې افسانه پسې ګرځی، لکه دغلجو دنامه په باره کې چې جوړه شوې ده، نور خبروته هېڅ ځای نه پاتې کېږی. ځکه چې په علمی مطالعاتو کې دغه راز یو بې بنیاده روایت نه دیوې تاریخی حادثې د، رد دلیل کېدلی شی اونه یې دائید او نه په بحث ارزی. خو څرنګه چې مارګنسټرن یو لوی عالم ؤ او الاف کرو هم ددرانو په باره کې همدا خبره کوی، نو باید هرومرو څه پرې وویل شی.

    اولاف کرو هم وایی چې (ددرانو اصل او نسب مجهول دی اوسترشاه عباس تر وخته پورې [دتاریخ] له تیارونه ، نه وو راوتی ) (دی پټانز، مخ-.۹).

    دلته ، لکه نورو غوندې دکرو استناد هم پدې خبره چې بابر په بابر نامه کې داکثره هغو سیمو دپښتنو قبایلو او قومونو نومونه اخیستی چې یرغلونه یې پرې کړی خو دابدالو نوم یې سره له دې چې کندهار یې نیولی دی، نه دی اخیستی. ( دی پټانز، مخ ۱۵۵-۱۵۶)

    باید وویل شی چې په کندهار باندې دبابر دحملې او دکندهار دښار دنیولو په وخت کې دکندهار واکداران دوه تنه مغولی وروڼه شاه شجاع ارون، چې بابر یې شاه بېګ بولی او دهغه کشر ورور محمد مقیم دی. ځکه نو دبابر زیاتره یادونې دهمدې وروڼو او دهغوی دمغلو حواریونو او نوکرانو او افسرانو په باره کې دی او دکندهار له پښتنو سره یې نه کوم ټکر کړی اونه په کوم بل لحاظ ددغې سیمې له پښتنو سره محشور شوی دی. ځکه نو بابر په کندهار کې نه یوازې ددرانو یادونه نه کوی ، بلکه بېخی دپښتون نوم نه اخلی. که بابر ددرانو پښتنو یادونه نه کوی داڅه عجیبه خبره نه ده.

    بابر د نورو پښتنی اقوامو او مشرانو نومونه، معمولاً، هغه وخت اخیستی چې یاد خپلو عملیاتو او چور او چپاو په وخت کې ورسره مخامخ او یادکوم بل ضرورت پر بنا ورسره محشور شوی دی.

    علاوه پردې که په بابر نامه کې دابدالو نوم نه دی راغلی نو په آئین کبری کې خو چې له بابر نامې نه یو څو لسیزې وروسته لیکل وی او دهند دمغولو دعصر یو تر ټولو نه پخوانی اوډېر مستند اثر دی، په واضح ډول ذکر شوی دی.

    کله چې ابوالفضل دکندهار په شرقی مضافاتو غږیږې دوه واری (ابدالی قبیله ) یادوی او هغه مالیه ښیی چې ان دصفویانو ددولت په اول سرکې اویا خپله دمؤلف په قول دقزلباشانو په وخت کې پرې وضع وې وه. (ابوالفضل ، آئین اکبری،ټوک۲،مخ ۴۰۳)

    علاوه پردې کله که په پښتنی قبایلو باندې دنسب دشجرې په اساس بحث کېږی، هلته نو بیا دا خبره چې ددرانو اصل او نسب مبهم دی، په یوه بل دلیل هم بې ځایه ښکاری. دنسب دشجرې په اساس ابدالیان دترینو یوه پښه ده او ترین هغه پښتنی قبیله ده چې له بابر نه ډېر وړاندې په تحریری اسنادو کې یاده شوې ده. له دغو اسنادو نه یوه هغه کتیبه ده چې نقل یې ماته لوی محقق عبدالحی حبیبی راکړی دی. دا کتیبه په څورلسمه میلادی پېړۍ کې دهغه یوه ماجت په دېوال لیکل شوې ده چې دغازی خان دډېرې په (بارکهان) کې واقع دی. کتیبه په فارسی لیکل شوې او پښتو ترجمه یې داده:

    ( دادملک پویاتور ترین موسیانی خیل مسجد دفیروز شاه په عهد کې په سنه ۷۷ هجری کې ودان شو)

    ددې ټولو خبرو په رڼا کې سړی ویلی شی چې ددرانو تاریخی هویت دومره په تیاره کې نه دی پټ، لکه ماګنسټرن او کرو چې وایی.

    مارګنسټرن په اسلامی دایرةالمعارف کې یوه بله مغشوشه خبره هم کوی او وایی دانه ده معلومه چې په پخوا زمانه کې افغانان دسلیمان له ره نه دغرب خواته څومره وړاندې خپاره وو، خودی وایی په پخوانو آثارو کې هیڅ داسې څه نه دی ویل شوی چې له غزنی نه دغرب پلوته دې دپښتنو سکونت وښیی. (اسلامی دایرةالمعارف، ټوک۱، مخ ۴۱۲) دمارګنسټرن دا خبره هم له هغه څه سره اړخ نه لګوی چې په تاریخی اسنادو کې راغلی دی. په څلورم فصل کې به وښودل شی چې ډېرو اسلامی آثارو په هغې ساحې کې چې له هرات نه داباسیند تر غاړو پورې متداد لری، له قدیم نه ، پښتانه میشته بللی او ددغې سیمې مختلفې برخې یې په یوه یا بل نامه دپښتنو دنفوس داکثریت او دسکونت دقدامت له امله همدوی ته منسوبې کړې دی. همدې آثارو ، لکه څنګه چې په اتم فصل کې مفصل بحث پرې شوی دی، دڅورلسمې پېړۍ په اوله نیمایی کې یوه لویه سیمه د (افغانستان) په نامه یاده کړې ده.

    ددرېیم فصل یادداشتونه :

    ۱) لوونتال، ایسیدور ، دبنګال داسیایی ټولنې مجله، ټوک۲۹ ،مخ ۳۳۱.

    ۲) همدا اثر ،همدا مخ

    ۳) همدا اثر همدا مخ.

    ۴) بیلو ، هنری، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه ،مخ ۱۹۸-۲۰۴ لوونتال ، دبنګال دآسیایی ټولنې مجله ، مخ ۳۳۱ ګریرسن جورج ، دهند دژبو سروې، ټوک ۱، مخ ۱۰۶ همدا اثر، ټوک۱۰ ،مخ ۵ کرو ، اولاف، دی پټانز مخ۳۵-۴۱.

    ۵)ګریرسن، جورج، دهند دژبو سروې،ټوک۱۰،مخ۵.

    ۶) بیلو، دافغانستان طوایف،مخ ۷۷، ۱۹۷۶ د قوم پېژندنې مطالعه، مخ ۸۹-۹۱ دهند دژبو سروې ،ټوک۱،مخ۱۰۶ همدا اثر ټوک۱۰، مخ ۵ دی پټانز ، مخ ۳۷.

    ۷) مارګنسټرن، جورج،اسلامی دایرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

    ۸) کرو، دی پټانز، مخ ۳۲-۳۳.

    ۹)مارګنسټرن، اسلامی دایرةالمعارف ، ټوک۱، مخ ۲۱۷.

    ۱۰) سپرنګ لنګ، ام، دامریک دسامی ژبو او ادبیاتو مجله،ټوک ۱۰۷، مخ ۴۱۲، کال ۱۹۴۰.

    ۱۱) کرو، دی پټانز ، مخ ۷۹-۸۰.

    ګریګورین، ورتن، دمعاصر افغانستان ظهور ، د مخ ۲۹ حاشیه.

    ۱۳) دوسغ سیو، دفارس دانقلابونو تاریخ ، ټوک۱، مخ ۱۳۷-۱۳۹.

    ۱۴) بیلو ، دافغانستان دقوم پېژندنې مطالعه، مخ ۲۰۵.

    ۱۵) اسلامی دایرةالمعارف، ټوک۱ ، مخ ۲۱۷.

    ۱۶) وراهه میهیرا، دی بړات-سنهیتا،مخ۱۱۰،نمبر ۳۸-۳۹.

    ۱۷) دهند دژبو سروې ، ټوک۱۰،مخ ۵.

    ۱۸) کننګهم،جورج،دلرغونی هند جغرافیه،مخ،۱۰.

    ۱۹) همدا اثر ، مخ ۱۰۳.

    ۲۰) هروی ، ارزقی، دیوان،مخ ۵۱.

    ۲۱) دروېزه،اخوند، مخزن الاسلام،مخ ۱۳۵.

    ۲۲) هروی،سیفی،دهرات تاریخ نامه، مخ ۱۹



  • نظرات() 
  • نوع مطلب :پښتو تاریخچه ،



  • زه عبدالشکور د عبدالرزاق زوی په کال 1364 کی دنیا ته راغلۍ یم. په دی پښتو ویب پاڼه كی ما ډیر په شوق سره ډیر ښه مطالب او معلوماتونه تاسی پښتنو ته اماده كړی دی خدای دوكړی چى ګټه ځنې واخلې ممنه .لطفآ خپل نظرونه او پیشنهاونه رواستوی. پته:shukoorr213@gmail.com ---reshad_IT@hotmail.com تلیفون شمیره:0789195914

    عبدالشكور. مــــــــــــمتاز


    آخرین پست ها


    آمار وبلاگ

    • کل بازدید :
    • بازدید امروز :
    • بازدید دیروز :
    • بازدید این ماه :
    • بازدید ماه قبل :
    • تعداد نویسندگان :
    • تعداد کل پست ها :
    • آخرین بازدید :
    • آخرین بروز رسانی :

    اَبر برچسبها